لیکوال اسدالله بلهار جلالزی
دهیواد خوږ ژبی شاعر د تصوف او عرفان لارښود بهايي جان چی بشپړ نوم یې سيد بهاءالدين او تخلص یې بهايي جان دی. د مرحوم سيد محمد يار اتش نفس زوی په ۱۳۷۲هجري لمریز کی د زابل ولايت د شنکۍ ولسوالۍ په ملکزایو کلی کی دنیا ته راغلی. پلاریې مرحوم سيد محمد يار اتش نفس د نقشبنديه طريقې پياوړى مرشد، روحاني، صوفي، او شاعر. د سيد بهايي جان آغا پلرونه او نيکونه له ۹۰۰ سوه کلونو راپه دې خوا په افغانستان کي ميشت شوي چې د تاریخ په اوږدو کي یی د تصوف او عرفان ترڅنگ د دیني زده کړو مرکزونه جوړ کړي او له همدې لارې د خپل ولس او خلکو د خدمت جوگه وو .
تصوف اوعرفان
حضرت سيد بهايي جان دمعرفت او معنويت په آسمان کي لکه لمر وځليد او ټولوته فيض بښونکى شواو دژوندستره برخه يې دخپل نفس سره دمجاهد ت اوله خلق الله سره مرستې ته وقف کړې وه،اکثره وخت به يې په خلوت کي دخداى (ج) په ذکر ، ليک او لوست تېراوه . دبېلکي په توگه دده دلسگونو خلوتونو څخه ديوې ناستې يادونه کوو هغه داچي : د۷ اوو کالو اودري مياشتو په اوږدو کي د ۱۳۳۵ نه تر ۱۳۴۲ کاله پوري دغزني دروضې په خانقا کي په خلوت او عبادت بوخت ؤ او هم به دخلوت په دوران کي روژه وو خوراک به یی يوازي داوربشو يو ټوک ډوډۍ وه چي په دا د ده دهوډمن او ځواکمن رياضت یوه بیلگه وه .
دشریعت اوطریقت دغه نوموتي حضرت سید یهایی جان دنهه اویا کالو په عمرد۱۳۵۳ کال دحوت دمیاشتي په اته ویشتمه نیټه له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړي. اودغزني ښار دروضي په کلي کې دحضرت سلطان محمود زیارت ته نږدې خاوروته وسپارل شو.دمعلوماتو له مخې حضرت بهایی جان ۴۱ اثره لري.حضرت بهایي جان دټولنیزوچارو سمون ته هم پاملرنه کوله اودخلکو داصلاح له پاره به دوعظ،نصحت اوخپلولیکنو اوشعرونو له لارې هم زیاریوست.بهايي جان اغا دټولنې داصلاح په مقصد په خپلو اشعارو کې هم دخرفاتوپه ضد مبارزه کړي اوقلم يي په رښتني معناچلولی دی.زموږپه ټولنه کې له بده مرغه لاهم ډیر داسي ناسم اوناوړه دودونه شته چې نه یوازي داچې ټولنیز زیانونه يي جوت اوښکاره دي بلکې داویره شته چې دداسی دودونو په پاللو سره خدای مه کړه دمواخذې وړ ونګرځو دبیلګې په توګه د زیات ولوراخیستلو دود چې لا هم زموږپه ټولنه کې زیاتره کسان په یوه اوبله پلمه هڅه کوي دخپلې خور او لور دواده په مهال لوړ ولور اخلي.له بده مرغه دغه لوړ ولور نن اوپرون هم ددې سبب شوی چې دکورنیو ترمنځ يي خپګان اوخواشیني راپیدا کړي. اوس مهال هم دهیواد زیاتره ځوانان دلوړاوزیات ولور دګټلو له پاره کلونه کلونه په پردیو هیوادونو کې تیروي.په خواشنيۍ سره باید ووایو:چې زموږپه کلیو،بانډواوان ښارې سیمو کې زیاتره داسي کسان شته چې نه یوازې دغه ناوړه کار ته دوام ورکوي بلکې دخور اولورپه سر دزیات ولور په اخیستو باندې ویاړ هم کوي.که څه هم داسلام دمقدس دین له ارشاداتو سره سم په دا ډول لګښتونوباندې ویاړ کول یوناسم کار دی،بلکې بی ځایه لګښتونه اسلام غندلي هم دي.داوسنۍ وخت دکوژدو،دودونو،اونورلکه دنوروزدورځي،دنکریزودورځي،ستن،مالګې،دستمال لګښتونه رښتیا هم ملا ماتونکي دي.خوزموږپه ټولنه کې لاهم که څوک ددې لګښتونو پوره کولو توان ونه لري نو ناشوني ده چې دځان دپاره به واده پیدا کړای شي،همدادلیلونه دي چې لاهم په زرګونوځوان اونجوني دواده له عمره تیراوپه کورنو کې ناستي دي.له بدمرغه په داسې حالاتو کې بیا کله ناکله انحرافات اوناوړه کارونه رامنځ کیږي.ددې ناوړه کارونواوانحرافاتو دمخنیوي په موخه هغه کسان چې ترنورو روڼ اندې اودډیرعلم خاوندان دې دمسولیت د ادا کولو په مقصدخلک نیکې لارې ته رابولي،کلونه وړاندې زموږ دټولنې وتلی دیني عالم اوصوفث حضرت بهایی جان اغا ددې ترڅنګ چې په ښکاره اوڅرګنده به يي خلکو ته دنیکۍ په لوري دعوت ورکاوه.هیله يي داوه چې ورسره تعاون هم وکړي.هغه په خپل یوه شعري جونګ کې دلور پلار دې ټکې ته متوجې کوی چې زیات ولور اخیستل سم کار نه دی.لکه چې وايي عالمان دټولنې بلې ډیوې دي.ډیوه سوځي خو له رڼا يي نورګټه اخلې.بهایي جان اغا همداسې یو روښانه څراغ و.له نیکه مرغه داسې ډیوه چې رڼا يي هیڅ ورکیدونکي نه ده.اووینا يي هم پیړۍ پیړۍ پیروانو ته دبل مشال په څیر دی.ځکه دده معنوي وینا به کلونه کلونه نور هم دټولنې دوګړوپه لارښونه کې خپل اغیز ولري. هغه وايي.
تاته وایم د لور پلاره
ولور مه اخله دینداره
که دولت له زومه واخلې
خور ولور به دشي خواره
ددغه شعر په لومړنیو بیتونو کې صوفی اوشاعردنصحت په ډول دلوړ اوزیات ولور اخیستل له اقتصادي پلوه ناسم کار بولي.اودلورپلار متوجې کوي چې که زومه زیات ولور ترلاسه کړي نو ستا خپله خور اولور به خواره کړي.بهایی جان اغا دلورپام دې ټکې ته هم راګرځوي چې لوړ لاس بهتر دي ترلاندې لاس نوپه عمدې توګه دا هڅه مه کوه چې زوم اولور دي بیا بل چا ته دسوال کولو لاس وړاندې کړي. ددغه شعر په دوام بیا وايي:
هم له ځانه پیسي ورکه
ظرف فرش تر سماواره
سبا درومي ستا له کوره
زړه خپه تر بل دیاره
بهايي جان اغا بیا هم دلور پلار دې ته رابولي چې جواد اووسه،ځکه جوادت دنیکانو خلکو خوۍ دی.حضرت بهایي بیا هم دلور پلار دې ته رابولي چې اړتیا يي پوره او اړین توکي،ظرف،فرش … یی هم پوره کړه.ځکه دده په خبره چې تر اوسه پورې ستا په کور کې میلمنه غوندې وه.اوسبا بل کور اودیار ته روانه ده.نو خپل میلمه مه خپه کوه. دي په دې توګه ورته داپیغام رسوي چې دمال په ورکړه کې بخل مه کوه ځکه دبخیل ځای دوزخ دی.
بل ځای وايي:
سر به یی لوړ وی دزوم پلار ته
شي بې خواښې منت باره
خالې لاس که دي واده کړه
وي به مینځه خدمت ګاره
حضرت بهایی جان اغا دټولنې مرموزو غوټو ته په کتو سره بیا هم دنجلۍ خپلوان پلار،ورور اونورو ته لارښوونه کوي.چې ددې وخت غوښتنه داده چې هرهغه نږدې کسان چې ستا دلورپلار دی که خواښي اونور هغه په حقیقت کې لکه سیالان او حریفان داسې دي نو هغوو ته يي سر لوړ کړه.اودا سرلوړې په ورکړه کیدای شي.اوکه خالي لاس دې ورولیږله نو پوه شه چې لور به دې حریت اوخپلواکې له لاسه ورکړي،هالته به مینځه وي اوبس.
یو به شي له سیاله کمه
بل به شي له تا بیزازه
ټولوي به دبل وږي
وږې تږې هم قرضداره
حضرت بهايي جان بیا هم دخوراولور خپلوان دې خبرې ته راوبولی اومتوجې کوي چې هیڅوک هم تر سیال کم نه دی. خو دا دځینو ناسم اونامنلي کړه وړه دي چې تر سیالانو يي کم اوټیتوي.دی دنجلۍ پلار ته په خطاب کې وايی:چې که تا خالې لاسونه واستوله نو پوه شه چې لور دې په لوی لاس ددې تر هځمولو او سیالانو کمه کړه.چې ستا به دغه کار سره به هغه له تا خوا توري شي. دلته هم بهایي جان اغا خپل پیروان سخاوت اوجوادت ته رابولي.دی ورته دومره بخل باید ونکړي چې هغوئ دوږو ټولولو ته اړکړي یا یی هم دنورو پوروړي کړي.زما ښه یاد شي یو مهال مې همځولي واده وکړ. بس یوه اونۍ وروسته ایران هیواد ته ولاړ اوپوره پینځه کاله يي هالته تیرکړل.ترڅويي دلته کړي پورونه پرې کړل بیا راغی. په عین حال کې لارښوونکي اوسترصوفی بهایی جان داهم خلکو ته بیانوي چې دلور اورزوی باید فرق ونه شي .دی وایی:
زوی او لور په حساب یو دي.
فکر وکوه هوښیاره
پلار که مړشی باک يي نشته
ښه ده مور دلور دپاره
بهايي جان اغا لارښونه کوي چې زوی اولورته باید یوشان مینه،محبت ورکول شي.یو ډول عاطفه ورکوله شي.دی دا هم په ګوته کوي چې دلور له پاره مور وهلي کلا ده.مسولیت يي تر پلار هم دروند دی.ځکه دی پوهیږي چې لورته دپوهي په ورکولو کې مور اغیزناکه اوپه بارکیو خبره ده.نو دده به وینا چې که خدای مه کړه پلار يي مړ هم شي خو چې مور يي ورسره وي.نو لوربه دژوند په کولو په روده وپوهوي. دی پلار ته داهم ورښيي لکه چې دخپل شعر په لومړنیو بیتونو چې يي ورته ددینداره خطاب وکړ.بیا هم ورته ګوڅنډنه کوي چې ته خو دپاک نبي امتی يی،مسلمان يي باید دهغه په پله او لاره روان شي.
پاک نبي حضرت علي ته
ورکړه لور په لس دیناره
که نبیان دي که ولیان دي
لیرې ګرځي له ازاره
ورکړه لور بهاني جانه
خپل وراره ته بی (دیناره)
دلته هم وینو چې بهایي جان صاحب زاده په خپل عام پیغام کې وګړوپه تیره بیا دنجلۍ پلار اونورو خپلوانو ته په خطاب کې وايي: چې دبشر دسترناجي حضرت محمد(ص) په پله اولاره روان شۍ.دی ورته په ډاګه کوي چې رسول الله مبارک هم خپله لور حضرت علی کرام الله وجهه ته په لس دیناره ورکړه.یعنی دا چې دا سې کړنې دټولو نبیانو او ولیانوخوښې دي،اوله دې سوا دازار اوځور سبب کیږي.نوباید له ازاره ځان خوندي کړو.بیا خپل ځان هم ورته دبیلګې په توګه یادوي.دلته هم دحضرت بهایی جان اغا پیغام دادی چې کوم څه چې ځان ته خوښوي باید نورو مسلمانو وروڼو ته يي خوښ کړو.باید یادونه وکړم چې دبهایی جان اغاپه اشعارو کې ډیر داسې شعرونه وینو چې حضرت بهایی په شعوري او اګاهانه توګه دټولنې دناوړو دودونو دله منځه وړلو په مقصد ویل شوي.اوهڅه شوي چې وګړي سمې لارې ته راوبلي.
ښایسته لیکنه ده. فکر کوم یوه کوچني ټایپي تیروتنه شوې. په اوله برخه کې لولو:
د مرحوم سيد محمد يار اتش نفس زوی په ۱۳۷۲هجري لمریز کی د زابل ولايت د….
شنکۍ ولسوالۍ په ملکزایو کلی کی دنیا ته راغلی
او بیا لولو:
دشریعت اوطریقت دغه نوموتي حضرت سید یهایی جان دنهه اویا کالو په عمرد۱۳۵۳ کال دحوت دمیاشتي په اته ویشتمه نیټه له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړي
د زوکړې سنه کې ټایپي تیروتنه ښکاري، هیله ده اصلاح شي.
که مرحوم بهایی جان په 1353 هجری کال کې د 79 نه اویا کلونو په عمر وفات شوی وي نه هغه به په 1274 کې زېږېدلی وي.