نورالله زهير
نورالله زهير

د  سيد جيلاني جلان  بيت دى
مجبوري  بده  ده  خو  بيا  د محبت  مجبوري
په خدای  که هيڅه چاره  کيږي  وايه  څنګه  وکړم
هره  مجبوري زور غواړي،  مجبور سړی که غـر پر شا راوړي،  راوړي به ئې مجـبور دی زورور ئې نه بولو،  غښتلی نه دی.  متل  لرو چي مجبور  ته مه وايه  غښتـلې. د ميني مجبوري تر نورو مجبور يو زوروره  ده، زور غواړي.  دا د ميني  مجـبوري ده  چي  مين ميني ته وايي: «خپل  سر  ستا  په  قدمونو  کي  قـربانوم  تر دې ور اخـوا د مـيني په بله فلسفه  نه پوهېږم .»
دا چي مين د  يار په يو نظر مړ، په  بل ژوندی  کيـږي همدا  خـبره ده.  دروېش درانی  وايي

د يار له  در سره  تړلی  هـر شی قدر غواړي
نور خو لا پرېږده د رقيب  نوم به هم سم اخلمه

دا چـي د ناسياله  رقيب  نوم به هم سم  يادوو دا د ميني  له  مجبورۍ پرته  بل څه دي ؟!!
په  شعر کي  هم  دغسي  مجبورۍ  وينو. ځينـي  شاعران  خپلي ميني او خپل  محبوب  ته  ډېره  ټيټـه  راوړي.  ان  تر  دې رحمان  بابا  وايي

چي د سپي  اواز  ئې  اورم  هسي خوښ يم
لکه  څوک  چي په  نغمه   خوښ  د  رباب

هغه خوشحال  خان  چي  ځان د زمانې  ننګيالی  ګڼي  هغه  هم  کله- کله تر دې حده  رسيږي  چي:

که  د سپـيو د کودي  اوبـه ئې مومم
زه به  وايم  چي  په تن اب و کوثر خورم
که  د پښو  خيری  ئې  نه يـم باري شکر
چي د  ګرد په دود  ئې نښتی پر لمن  يم

ان تر دې چي  د محبوب په  لاس  کي د زهـرو پـیاله  تر عسلو ښه او خوږه  ګڼي.
که دزهـرو پياله وي خو ستا له  لاسه                         تر عسلو به  لاښه وي هغه  زهر
خو ځيني بيا  وايي چي  نه دومره دي هم د محبوب او  معشوق خو اته  نه وي چي  يا سر ورته  ټيټوو،  يا خپل غرور  ورته په قدمونو  کي ماتوو.  د خوشحال  خان  پـښتـني غرور  بيرته په داسي موقع سـر اوچـتوي، داسي  وايي
څو  به  ستا  د دې  غمونو  زغمل تل کړم
د يارانو کمی نـشـته  يار  به  بل  کړم
چي  دا هسي  بې  نيازي  کړې دا ښه نه کړې
زه  به  نور  ياران  پيدا  کړم  ته به  څه  کړې
ځـيني  خو  دا  لا وايي
اشنا  چي تا  خپلي وعدې هيري کړې
ما هم بېخي  ستاسي  کوڅې هيري  کړې
که حمزه  بابا ته راشـو  هغه په مينه  کي  هم  افغانـيت،  پـښتونولي او غرور ساتي، ما ته  ئې  نه ده راوړې،  ځکه  وايي
ما کوز  ورته  لېمه  کړه  زما سر  نه ټيټېده
شايد  چي  په  الفت کي هم افغان  پاتي کېدم
د حمزه  بابا د دغو دوو  بيتونو په خاطر ما پورتنۍ خبري  و غځولې له دغه بيـتونو د حمزه  بابا د پښتني غرور او  افغانيت اټکل هم ښه کولای شو چي  بابا د پـښتني غرور  پر غره ولاړ او په پښتني انداز  و اواز وايـي
حـسن که غرور لـري  وقار د ميني هم  شته
ستا  ګونځي  په تندي کي زما  ګونځي په شمله  کي

او دا وروستى بيت ئې د پښتونولۍ ډکه پېمانه ده

ته پښتو ــ اسلام، دوه ګڼه   زه وايم
خداى که هم انسان واى، نو پښتون به و

5 thoughts on “ د حمزه بابا دوه بيتونه‎”
  1. غني خان وايي

    وختونه ورته ټيټ شو، خو دا سر ورته ټيټ نه شو
    دا زړه مې چې پښتون و، په غېرت كې لېونى شو

    ملكزى

  2. غني خان وايي

    وختونه ورته ټيټ شو خو دا سر ورته ټيټ نه شو
    دا زړه مې چې پښتون و په غېرت كې لېونى شو

    ملكزى

ځواب ورکول Noorullah zaheer ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *