مينه، عواطف او تخيل د شعر هغه توکي دي، چې شعر د شعریت لور ته بیايي، د شعر هر ژانر کې خيال او عاطفه مهمه ده، تر څو يې شعر لوستونکي پيدا کړي او شعرونه يې ولولي.
که څه هم زموږ په ټولنه کې لا اوس هم ښځه د کور او ګور مېرمنه بلل کېږي، په ژوند کې له ډېرو شرعي او اسلامي حقونو نه بې برخې دي.
په ژوند کې د انتخاب او ټاکنې حق ترې اخيستل شوی دی، خو بیا هم نجونې او مېرمنې دغه ټولو فشارونو ته تسليم شوې نه دي، بلکې په کلک هوډ يې خپلو موخو ته ځانونه رسولي دي، چې د همدغه ډلې څخه حوره سپېڅلې هغه پېغله شاعره ده، چې د غزل هر بیت يې ځانګړی رنګ او خوند لري.
حوره رښتيا هم حوره ده، سپېڅلتيا يې له شعر څخه ښکاري، چې وايي
حورې! په تامې د ژوندون ستره هستي بایللې
هيڅ درنه غواړمه ؛ روغ زړګی زما راکړه
دلته يې د خپلې ښکلا او ښايست هغه خبرې کړې دي، چې لوستونکي ترې زيات متاثر کېږي، د حورو ښکلا خو ځوانان ځان وژونکو بريدونو ته چمتو کړل، خو د حورې د هنر په پسول ښکلی شوی بیت ډېر د ښکلا او مينې له ابهام څخه ډک دی
د حورې د ناز او کرشمو په نړۍ کې ورک مين نه يواځې د ليدو تمه لري، چې خپل ژوند ته راوګرځي.
همد ارنګه اغلې سپېڅلې يو بل ځای وايي:
حورې پرون چاته غوسه کې ویل
دا ستا لپاره زه ضدي او کبرجنه ښه یم
په دغه بیت کې حورې د غوسې په حالت کې خپلو خبرو ته د شعر جامه ور اغوستې ده، حورې پرون چاته غوسه کې ويل« چې ستا لپاره ضدي او کبرجنه ښه يم، دا نو هغه حالت دی، چې خپل مين يې وخت نا وخت نه پېژني، بس هره شېبه د حورې په لټون سر دی، دا چې حورې له خواخوږۍ سره غوسه ملګرې کېږي، نو خپل ضد کوي اوخپل مينه وال ته نوره هم غوسه کېږي.
په ټولنه کې دنجونو او مېرمنو عواطف د نارينه په پر تله ډېر لطیف دي، په نه خبره يې سترګې له ژړا څخه ډکې شي، له خپلو خواخوږو او ملګرو سره خواخوږي ښيي.
خوښۍ کې هم خپل ځانونه کابو کولی نه شي، بلکې بې اختياره چمبې ته ګوتې وروړي او له نرمو شونډو يې د خوښۍ سندرې اورېدل کېږي.
څرنګه چې مېرمنې د ټولنې نيمايي وجود دی، نو باید دولت په ولايتي کچه د مېرمنو د روزنې لپاره ځانګړې مراکز جوړ کړي، تر څو مېرمنې هم د هيواد په ابادۍ او نېکمرغۍ کې برخه واخلي.
هغه يوه لنډۍ ده، چې وايي:
جانان به ولې توره نه کړي
تر نيمايي مورچله زه ورسره ځمه
رښتيا هم که د ژوند په کږ لېچونو کې د نارينه لاس مېرمن ونه نيسي، هيڅکله به هم خپلې ټاکلې موخې ته ونه رسېږي، مېرمنې چې د ټول بشريت مور ياديږي، مېرمنې دي، چې د انبیا ع سلام پالنه يې کړې ده، نابغه کدرونه يې نړۍ ته وړاندې کړي دي.
اوس يې هم دغه لنډکي ازاد شعر ته ورګرځو چې په خپله مينه څومره باور لري، حوره وايي:
که هرڅومره
ځان بی باوره ثابت کړې
خو بیا هم
په تا باور نه ایمان لرمه.
لاندې غزل يې هم د ښايستونو سترګکونه وهي.
زه ستا دشعر دقافیې په مانا نپوهیږم
د دغې کړې ترجمې په مانا نپوهیږم
چې کله ستادمینې یو آیت په ځان راچوف کړم
ولا قسم دهیڅ جملې په مانا نپوهیږم
ماخوهرڅه ورته په ټوکو کې ریښتیا وویل
خو حورې ویل ستا د یوې په مانا نپوهیږم
سپېڅلې وايي، چې کله ستا د مينې ايت په ځان چوف کوم، نور د هيڅ توري په مانا نه پوهېږم، اغلې په خپله مينه دومره باور لري، چې يواځې د مينې توری په ځان چوف کوي او همدغه مينه ورته سکون وربښي.
د مبارزې په اړه يې دغه لنډکی ازاد شعر څومره د هنر په تاله تللی دی.
وایې چې ژوند مبارزه ده
ستا لپاره به
له بل ژوند سره هم
مبارزه وکړم
دلته هم د سپېڅلې احساس دومره سپېڅلی دی، چې زما قلم ورته د غونډلې په جوړونه کې پاتې راغی. دلته بیا هم په خپل لنډ ازاد شعر کې د خپلې مينې هېرې شوې خاطرې يادوي او سترګې ځکه نه پټوي هسې نه چې د يار د مينې تار يې رقيب ورلنډ کړي.
غواړم نن شپه
ستا په نوم
ویښه سبا کړم
ستادنامه
هیرشوې توري
بیرته حافظې ته وسپارم
که د حورې سپېڅلې په ښکلي شعر څومره تم کېږو، همدومره ډېرې زیاتې خبرې کېږي، خو دا چې زموږ د وخت لمن لنډه او تنګه ده، نوپه دغه لنډۍ خپلې خبرې رانغاړم او اغلې سپېڅلې د هنر ورشو دې دخيال او مينې په ورښت نوره هم سرسبزه او خوشبويه وي.
ستا د ښايست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
اغلې زلفانه
حوره ښکلې شاعري کوي، ، ډېر خوشاله کېږم، چې په مېرمنو کې هم دومره زیات استعداد وينم، الله دې حورې سپېڅلې ته نور هم توفيق ورکړي، چې خپلې ټولنې ويده غړي د خپل شعر په موسيقي راويښ کړي.
ستاسو يې هم کور ودان چې په اړه مو ډېر څه ليکلي دي.