زه په هیڅ ګوند کې نه یم خو د تحقیق له لارو چارو سره زیات او کم بلد یم نو ځکه مې دا مقاله ولیکله. (لیکوال)

لیکوال: پوهنیار سیداصغر هاشمي

انسان هغه ټولنیز موجود او معلول دی چې د مختلفو علتونو او لاملونو پر اساس د بېلا بېلو خصوصیاتو درلودونکی کېږي. د ارواپوهنې او معاصر علم پر بنا د انسان په کړو وړو دننني او بیروني حالات خپل تاثیرات لري.

هر انسان څو بعدي شخصیت وي خو محقق باید د لوی غوره شوي عنوان په نظر کې نیولو سره د خپلې لیکنې حق ادا کړي، داسې ونه کړي چې عنوان یې یو شان او د لیکنې منځپانګه یې بل شان وي.

د پښتو ادبیاتو لوی هر اړخیز شخصیت خوشحال خان هغه انسان دی چې د ده د ژوند سیاسي برخه جدا بحث ته اړتیا لري، د تاریخ لیکوونکي، طبیب، جنګیالي، شاعر، نثر لیکوونکي، ټولنیز شخصیت او داسې نور هغه موضوعات دي چې ډيرو پوهانو پرې کتابونه لیکلي دي خو محقق باید د ټولو پورته یادو شویو سرلیکونو په نظر کې نیولو سره په خوشحال دې بېلا بېلو زاویو نه بحث وکړي.

د نړۍ اکثره لوی عالمان او پوهان ترکیبي شحصیتونه وه خو د څېړنې اصول او لارې چارې دا ایجابوي چې د عنوان په نظر کې نیولو سره په کس کار وکړي.

د تولستوی علمي خوا بیله، سیاست یې بیل او دین یې بیل دی، په همدې شان د هوګو د شخصیت خواوې هم بېلې خواوې لري چې پیاوړی محقق او د تحقیق د اساساتو پوه کولای شي چې هره برخه یې بیله تر بحث لاندې ونیسي.

ښاغلي ګلبدین حکتیار هم څو اړخیز شخصیت دی. د شخصیت یوه برخه یې علمیت دی. ده څېړنیز، پنځونې، تحلیلي، ژباړې، په نوور ژبو او داسې نور اثار یې لیکلي دي.ټول علمي اثار یې چې چاپ شوي دي، شاو خوا ۱۱۸ دي خو زه یې په دغو اثارو کې یوازې او یوازې په یو تحقیقي اثر بحث کوم او غواړم چې د دې اثر ځینې ځانګړنو ته نغوته وکړم.

زه په هیڅ ګوند کې نه یم خو په دې پوهیږم چې څېړونکی باید عادل او با انصافه وي او دایې له مهمو ځانګړنو ده.

د ژوند په ټولو چارو کې عدالت، برابري او مساوات پکار دی.څېړونکی(محقق) په خپل علمي او اکاډمیک کار کې له اعتداله کار واخلي.تحقیق او تخلیق کې یو توپیر د ژبې کارونه ده، د تحقیقاتو ژبه روانه، ساده، عام فهمه او معیاري وي، په ژبې کارونه کې له مبالغې استفاده شوې نه وي خو په تخلیقاتو کې د مبالغې استفاده کول ناسم کار نه دی.

مبالغه په څېړنه کې بد عمل دی او محقق په تحقیق کې له اعتداله کار واخلي، که محقق په یو کس څېړنې ته اراده ولري او علمي کار پرې پیل کړي نو دی باید سمتي، ژبني، قومي، مذهبي، کورني او داسې نور مسایل په نظر کې ونه نیسي. که چېرې(خلق دیموکراتیک ګوند)کوم کس د اینجینر ګلبدین حکمتیار په علمي هڅو تحقیق کوي نو دی باید تنظیمي او نور مسایل پریږدي او دده په علمي هڅو د علميت په رڼا کې بحث وشي. که چېرې د حزب اسلامي د ګوند کوم غړی په اکاډمیسین سلیمان لایق په علمي خدمتونو او شاعرۍ بحث کوي نو دی هم باید له هر ډول مسایلو ته شا کړي او د علم پر بنا حقایق اثبات ته ورسوي. یعنې د دواړو ګوندونو محققان له برابرۍ کار واخلي او په علمي کارونو کې یې د تعصب بوی نه وي، داسې نه وي چې کوم کس مو خوښ شي نو لوی انسان یې معرفي کړئ او کوم کس چې مو خوښ نه شي له خپل اصلي حد نه ټيټ معرفي کړئ. محقق دې د حق د ثابتولو لپاره له بې طرفۍ نه کار واخلي نو له همدې امله د هر انسان د ژوند هره برخه بيله وي نو ځکه زما د حکمتیار اثار خوښېږي او په غوره شوې موضوع لیکلو باندې علمي مینه خړوبوم.

همدارنګ څېړونکی باید متعصب نه وي.د الله تعالی په اصولو ژوند تېرول د دواړو کونو کامیابي ده. د الله تعالی د ویناوو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشادات مفهوم دی چې نشنلیزم سم عمل نه دی.

محقق په تحقیق کې مذهب، قوم، ژبه، ځای او سمت په نظر کې ونه نیسي، یو طرفه قضاوت ونه کړي او له تعصبه پاک زړه ولري.

که ایرانی محقق په فارسی ژبه د سیدجمال الدین افغان پر شخصیت څېړنه کوي نو دی باید بې تعصبه څېړنه وکړي او حقیقت د دې لپاره پټ نه کړي چې د قوم، مذهب او سمت په نظر کې نیولو سره حق ثابت نه کړي.

که محقق د خپلې کورنۍ په یوه غړي څېړنې ته تصمیم ولري او د کورنۍ د غړي ځېنې ستونزې پټې او حقایق ښکاره نه کړي، په اصل کې محقق له تعصبه کار واخیست او بې طرفانه کړنه یې سرته ونه رسوله.

که یو محصل د خپل استاد په باب حقایقو تر لاسه کولو هیله ولري نو دی مجبوره دی چې په ټولو مثبتو او منفي کړنو بحث وکړي، که مثبې خواوې ښکاره او منفي خواوو نه سترګې پټې کړي نو دا سمه خبره  نه ده.

د افلاطون او ارسطو تر منځ د استادۍ او شاګردۍ اړیکې وې او یو د بل تر منځ  علمي، فکري او نظري اختلافات یې درلود، شاګرد یې ویلې چې استاد را باندې ګران دی خو حقیقت را باندې له استاده هم ګران دی. د دې خبرې په تایید سره به دومره ووایم چې(الحق)د الله تعالی نوم دی او حق ویل او اثبات ته رسولو کې باید له دقت، جرات، پوهې او علمي توانمدۍ په نظر کې نیولو سره له احتیاطه کار واخلو.

د الله تعالی د حق د نوم د معنا په نظر کې نیولو سره هر انسان دې حق ویونکی او حق پالونکی وي، خلکو ته حق ورکوونکی وي، د باطل سره مبارزه او د حق طرفدار وي او داسې نوره لویه با مفهومه معنا لري نو له همدې امله په څېړنه کې له هر ډول تعصب او بې طرفۍ په نظر کې نیولو سره حق او حقیقت ویل سم او اسلامي کار دی.

ښاغلی حکمتیار بهترین لیکوال دی او ما یې شاو خوا شل کتابه لوستي دي. ما یو اثر لیکه د (قران کریم طبي اعجاز) په نامه په دغه اثر کې لومړی کار د موضوع په تړاو د اثارو پیدا کول او لوستل وه. په پښتو ژبه د موضوع په هکله بهترین اثار د ترکیي ژبې هارون یحیا هغه اثار وه چې له فارسي پښتو ته ژباړل شوي وه او په پښتو کې په عام ډول د حکمتیار د قران کریم علمي اعجاز په هکله بېلا بېل اثار وه خو په خاص ډول(ساینس او د قران علمي اعجاز) اثر یې بهترين وه او زه د دې اثر په ځینو هغو ځانګړنو بحث کوم چې د معاصرې څېړنې لپاره مهم دي.

د څېړنې ژبه

د تحقیق او تخلیق ژبې سره توپير لري. د څېړنې ژبه ساده، روانه، عام فهمه، کره، د لهجو نه مبرا، د مبالغې نه پاکه او همدارنګه د ټولو  معنوي صنایعو نه پکې استفاده شوې نه وي چې د دې اثر یوه مهمه ځانګړنه د تحقیق خپله ژبه ده. یعنې د تحقیقاتي ژبې کارونه دې اثر ته لا ښکلا ورکړې ده.

په تحقیق کې خپله ژبه

هر محقق د ماخذونو نه ګټه اخلي او همدارنګه د اقتباس په ډول د اثارو استفاده کوي. بهترین لیکوال هغه دی، که د ماخذونو ګټه اخلي سمه ده خو د ده ټول اثر باید په خپله لیکنیزه ژبه وي. هر لیکوال او محقق خپله څېړنیزه ژبه لري او د هماغو نثري او شعري ترکیبونو، جملو، لغاتو او ژبې کارونې په اساس پیژندل کېدای شي. زه په پښتو ادب کې د پوهان حبیبي له ژبې سره اشنا یم، همدارنګه د محمد اکبر کرګر له اثارو که استفاده وشي او ماخذ ونه ښودل شي، زه یې تشخیص او معلومولی شم.

د دې خبرو اصلي دلیل دا دی چې د دوی د اثار مطالعه لرم.

د حکمتیار صاحب خپله څېړنیزه ژبه لري او اکثرو کتابونو کې یې کارولې ده. کله کله اورم چې ځینې خلک وايي چې دا ټول اثار دی لیکلي نه دي چې دا خبره بې بنسټه ده. که د متن څېړنې متخصص دا خبره وکړي او کوم دلیل ولري نو بیا د تامل او فکر کولو زمینه برابريږي چې په دې هکله فکر وشي خو زما د خپلې مطالعې پر اساس د ده اکثره لیکنې د ده په خپل لاس لیکل شوي دي.

په څېړنه کې اختصار

د دې اثر یوه بله مهمه ځانګړنه اختصار دی. په تحقیقاتي کارونو کې اوږده بیانیات او خبرې ښې نه وي. محقق باید په اصلې موضوع پيل وکړي او مستقیما بحث پيل کړي.

یو وخت په تخلیقي داستاني ادبیاتو کې رومانونو ډېر لوستونکي درلودل، د وخت او زمان په محدودیتونو سره داسې وخت راغی چې د رومان ځان ناول ونیوه او اوس لنډې کیسې ډېر لوستونکي لري، د دې خبرې یادونه مې ځکه وکړه چې اوس خلک وخت کم لري او اوږدو موضوعاتو لوستلو ته وخت نه لري نو ځکه په تحقیقاتي کارونو کې هم له اوږدو بیاناتو نه ډډه پکار ده. ډېر لیکوال او محققان کله کله په ارادي ډول اوږده اوږده بیانيي او موضوعات راوړي چې موضوع یې لویه شي او خلک ووایي چې(فلاني) ډېر غټ کتاب لیکلی دی.د غټ کتاب لیکل او یا په یوې لویي موضوع علمي کار کول ناسم کار نه دی، بلکې سم کار دی خو په لویو موضوعاتو کې له اختصاره کار اخیستل سم کار دی.

موضوع باید داسې اختصار شي چې د موضوع محتوا ته تاوان ونه رسېږي.که چېرې موضوع په داسې شان لنډه شي چې د موضوع معنا ته تاوان ورسوي نو په داسې مواردو کې لنډوالی د ګټې پر ځان تاوان رسوي.

(ساینس او د قران علمي اعجاز) اثر په ډیر قوت او مهارت لیکل شوی دی او د څېړنې د مهمو خصوصیاتو دغه برخه یې د یادولو وړ ده.

په څیړنه کې د اوږده بیاناتو ډډه

د ساینس او د قران علمي اعجاز یوه بله مهمه ځانګړنه د اوږده بیاناتو نه کار نه اخیستل دي. په تحقیقاتي لیکنه کې باید له طوالته ډډه وشي او خپل پیغام او هدف په لنډو الفاظو ټولنې ته وړاندې کړي.

په عباراتو کې برابري او کافي الفاظ راوړل د فصاحت او بلاغت روح دی.که چېرې په یوه موضوع کې هدف راوړل د زیاتو کلماتو پر ځای په کمو کلماتو کې وشي نو سمه به وي.

په څېړنه کې دلایلو قوت

هره څېړنیزه لیکنه کې د محقق خپل فکري قوت اړین دی. دغه فکري ځواکمنتیا د محقق د مطالعې سره اړیکه لري او د لیکنې په ځانګړنو کې راتلای شي.

هر محقق حق لري چې خپل نظر سره له دلایلو راوړي خو د لیکوال دلایل باید مستند، قوي او محکم وي او د ده ټول نظریات راوړل باید پر دلایلو برابر وي.که د بل لیکوال نظر ردېږي نو هغه هم باید په ځانګړي قوت سره وي او که چېرې نظر تاییدیږي د دلایلو او فکري ځواکمنتیا پر بنا وي.د دې اثر یوه بله مهمه ځانګړنه همدا ده.

د څېړنې تحلیل او تفسیر

د څېړنې د مهمو ځانګړنو یوه برخه تحلیل او تفسیر دی. بې تحلیله لیکنه بې روحه کالبت ته ورته ده یعنې تحلیل او تفسیر لیکنې مهمه ده او دا داسې حیثیت لري لکه په انسان کې روح. بې روحه جسم حرکت کولای نه شي دغه شان بې تحلیله لیکنه بې روحه څېړنه ده.

د حکمتیار صاحب تحلیل او تفسیر د ستاینې وړ دی او دې اثر کې یوه مهمه خبره همدا ده. په څېړنه کې د موادو تحلیل او تفسیر لیکنې ته ژبه ورکوي او لوستونکی کولای شي چې په خپله ژبه ورسره خبرې وکړي. بې تحلیله او تفسیره تحقیقي لیکنې ته ګونګه لیکنه ویلای شو او لوستونکی ترې هدف  اخیستلای نه شي.

دا څرګنده خبره ده چې واقعیتونه خپله خبرې نه کوي، بلکې تعبیر او تفسیر ته اړه لري. د څېړونکي د استدال قوت او د بصیرت اندازه په دې وروستۍ مرحله کې څرګندیږي.

د موضوع معنوي اړیکې

هره څېړنیزه لیکنه باید د لوی سرلیک سره معنوي رابطه ولري. د دې اثر لوی سرلیک د موضوع سره او د موضوع ټول لوی سرلیکونه په خپل منځ کې علمي، منطقي او هر اړخیز تړاو لري. دا هغه ځانګړنه ده چې د پياوړو او صلاحیت لرونکیو محققانو په لیکنو کې تر سترګو کېدای شي چې د دې اثر یوه برخه دا ده.

یادونه: که دا کتاب بیا چاپيږي نو د پښتو(ی) ګانو مراعت که پکې وشي نو سم کار به وي. په بل چاپ کې کېدای شي چې ماخذونه ځای ځای راوړل شي او وښودل شي.

3 thoughts on “د حکمتیار(ساینس او د قران علمي اعجاز) اثر ځانګړنې”
  1. دا خو سم د یوشتمې پیړۍ نابغه راوخت!!! کاش یې یو اثر د هیواد پر جوړونې، هیوادنۍ مینې، د نورو د ګټو لپاره د نه قربانیدو، د بې وزلو او مظلمو ولسیانو پر وژنو هم لیکلی وای. وایم که پریښته هم شي تا یو ځلي ولس ته امتحان ورکړي او خلکو ته مو اصلي څېره معلومه شوې

  2. یاره تر آخره پوهه نه شوم چی ته غواړی د حکمتیار صیب د دی لیکنی ځانګړنی باندی بحث کوی او که عام اصول د تحقیق لپاره تر بحث لاندی نیسی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  3. سلام
    سيانس به اوس پر ځاي پريږدو.
    هو! د کتاب ليکنې فرهنګ يوې داسې ټولنې ته چې په کلونو او لسيزو نه يوازې دقران (کلام الله) له لوستلونه محروم پاتې دي بلکې نه پوهېږي چې په دې ستر کتاب کې د حق او باطل په برخه کې له ډير پخوا نه څه وايي او د انساناو لپاره د سولې، عدالت، مساوت، انصاف، اخوت او وروري، اګاهي او جهان بيني په هکله څومره ښا يسته پيغامونه لري؟ او يا هغه پيغام ،معلومات، تعبير، مفهوم او مانا چې په دوه کليمو کې ديوې معادلې په ډول چې په سوره فاتحې کې خلاصه شوي او ټول مسلمانان ېې هره ورځ د ورځي ٣٢ځله تکراروي دغه کليمې ييوازې عادت نه دي په ځانګړې توګه د انسان اړيکې له الله (ج) سره چې خپل ځان رب د عالميانو راپېژني، رحمن او رحيم دى واکمن د يوم الدين دي،موږ د نعبد او استعانت په برخه هغه ته وړانديز لرو د سمې لارې پيژند ګلوي راښيې او هغې لارې چې انعام کړل شې موږته نه هغه لار چې د غير المغضوب او والضالين ده
    په سوره فاتحه يا ام الکتاب کې تاسې دغه مفهوم ته کلکه پاملرنه وکړي اوبيا ستا د ليکنې دغه برخې په کې وڅېړي دموضوع معنوي اړخ،تحليل او تفسير، ددلايلو قوت، لنډيز ژبه، د ژبې اعجاز او سترتوب، تاريخ او عصر کې
    په دې سورې کې هېڅ ډول انحصار او بنديز نه شته او نه ېې مني يوازيني رښتينئ دين دي چې انسان ته په کې د اشرف المخلوقت لقب ورپه برخه شوي

ځواب ورکول لونک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *