تور لیست

تاند- د کلبدین حکمتیار اسلامي حزب د افغانستان له حکومت سره د پخلاینې لپاره له تور لیست څخه د حکمتیار او د ده د ګوند د نورو غړیو د نومونو د ایستلو غوښتنه وکړه.

د سولې د عالي شورا سرچینو نن /پنجشنبه/ وویل، اسلامي حزب د امریکا او نورو هیوادونو له لوري د لګول شویو بندیزونو د پای ته رسېدو غوښتونکی دی.

د حکمتیار د اسلامي حزب یو پلاوی له ۱۳ ورځو راهیسي په کابل کې دی چې د افغانستان د سولې د عالي سورا له غړیو سره د احتمالي سولې او پخلاینې په اړه خبرې وکړي. دواړو خواوو په خپلو خبرو کې د پرمختګ یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دواړو خواوو دریځونه خورا نژدې دي.

حکمتیار له ډېرو کلونو راهیسي د امریکا په تور لیست کې شامل دی.

امریکا د مارچ په لسمه د حکمتیار د اسلامي حزب دوه غړي (نوبهار او صبور) په تور لیست کې شامل کړل او د هغو پر سر یې ۵ ملیون ډالره جایزه کېښوده.

د امریکا حکومت وايي، نوبهار او صبور د ۲۰۱۲ م کال د سپټمبر په اتلسمه پر هغه بس حمله وکړه چې د کابل د هوايي ډګر بهرني کارکوونکي یې وړل. د دې حملې په نتیجه کې ۱۲ تنه ووژل شول.

د حکمتیار اسلامي حزب د افغانستان د دولت په ملکي او پوځي ادارو کې د ونډې غوښتنه هم کړې ده.

د حزب اسلامي ترڅنګ د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو یوې انسعابي ډلې هم د سولې خبرو ته لېوالتیا ښوولې ده.

3 thoughts on “د حکمتیار اسلامي حزب له تور لیسته د وتلو غوښتنه وکړه”
  1. Salamooona
    Allah de nor afghananoo ta hedaiat wakri che etifaq wakri kacheri sara yaw zai she toli fitni ba khatmi she kharijian ba khpali pkhi spaki kri aw pa mro stargo ba ze inshallah.
    De hekmatyar sara khabiry der mihime de de la barya pa.

  2. اوس هم ناوخته نه ده ، که یوه ورځ مخکی مونږ جنګ بس کړو ، انشاالله ډیر ژر به خپل ګران هیواد بیرته ودان او له نړیوالو سره به په سوله کی ژوند وکړو.
    هره ورځ جنګ زمونږ سلګونه ځوانان اخلی، ملی شتمنی بیځایه له منځه ځی او راتلونکی نسلونه بی تعلیمه، بیکاره پاتې کیږي او بالاخره د پردیو د لاس آله ګرځی.

  3. بسم الله الرحمن الرحیم
    اعلامیه
    مذاکرات او دحزب اسلامی مجاهدینو دریځ
    دمعاصر جهاد شروع کونکي حزب اسلامی افغانستان ده چی د اسلامی امت د را ویښیدو یواځنی لامل دهمدی تنظیم بیدریغه قرباني ده .
    په دې وروستیو څو لسیزو کې د حزب اسلامی افغانستان جهاد او قربانئ یواځې د اشغالګرانو د شکست او د یوه سوچه اسلامی نظام د قایمید لپاره وې، او همدې هدف ته تر رسیدو پوری به دوام لري .
    حزب اسلامی یواځنئ جهادي جریان دی چې دخپل ملت غوڅ اکثریت په خپله غیږه کې لري، اود خپل ملت له ارادی راولاړ شوی . مونږ خپل هدف خپل ملت ته روښانه کوو، زمونږ هدف د اشغالګرو ځواکونو بلا قید او شرط وتل او دواقعي اسلامی نظام قایمیدلو پرته نور هیڅ نه دی . د حزب اسلامی مجاهدین خپل دریځ داسی اعلانوی چی د وروستی خارجی عسکر تر وتو به خپله وسله پر ځمکه کښېنږدي، او نه به هم د خارجیانو پدې لاسپوڅي او ګوډاګي حکومت کی برخه واخلی. او پدې لار کې به د غرب د جاسوسانو او مزدورانو امیدونه له خاورو سره خاورې کړي. د حزب اسلامی مجاهدین خپلو اسلامی اصولو ته پابند دی او هیچا ته به اجازه ورنګړی چی د مجاهدینو په قربانیو معامله وکړی .

ځواب ورکول mojahedin ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *