د گلبدین حکمتیارپه مشرۍ د  حزب اسلامي ډلې یوه مشهور کس غوښتنه کړې،چې افغان حکومت باید د وسله والو طالبانو ترڅنګ دوی سره هم د سولې خبرې وکړي.

قطب الدین هلال،چې د یادې شوې ډلې د اجرایه شورا غړی دی،په کابل کې یوه خصوصي تلویزون ته ځینې نورې نوې خبرې هم کړي،چې د پام او بحث وړ دي.

د ښاغلي هلال یوشکایت ډوله خبره دا وه،چې دوی له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره پینځلس ځلې کابل ته رسمي پلاوي استولي،خو بیا هم دغو سفرونو او لیدنو،کتنو کامیابې پایلې نه دي لرلي.

ولې ناکامې خبرې؟

د ښاغلي هلال دا خبره پرځای او واقعیت دی،چې باید د سولې خبرې یوازې یوې ډلې پورې محدودې او ځانګړې نه شي،ځکه پروسله والو طالبانو سربېره د انجینرحکمتیار پلویان او ځینې نورې کړۍ هم شته،چې له دولت سره د وسله وال مخالفت تربریده پورې ستونزې لري او که د سولې لپاره هڅې کیږي،باید د ټولو د پخلاینې هدف او عمل پکې شامل وي.

خو دا چې کابل ته د سولې په نیت د حزب اسلامي د هیئتونو پینځلس ځلې سفرونو ولې قانع کوونکې پایله نه ده ورکړې،له حکومت،سولې شورا او خپله دې ډلې ټولو څخه د پوښتنې وړ موضوع ده.

دلته د دې لپاره چې دغه مراجع خلکو ته لازم ځوابونه نه وايي،ښه ده چې خپله د دې هڅو د ناکامۍ عوامل،هدففونه او حل لارې ولټوو.

پاشل شوی دریځ

د افغانستان په جهادي تنظیمونو کې د حزب اسلامي په نوم له پخوا راهیسې دوه ډلې شته وې،چې یوه یې حزب اسلامي حکمتیار او بله حزب اسلامي خالص یادیده.

لومړنۍ دغه ډله د جهاد پروخت له سرلارو او ډېرنفوذ لرونکو تنظیمونو څخه حسابیږي او همدا علت به وي،چې د بهرنیانو لخوا افغان مجاهدینو ته په ورکړل شوو مرستو کې دا ډله د اکثریت برخې مرستې ترلاسه کوونکې ګڼل کیږي.

د جهاد له پای ته رسیدو او تنظیمي واکمنۍ له پیل وروسته د ښاغلي حکمتیار تنظیم کیدای شي سرلاری هغه تنظیم وي،چې انشعابي هڅې او پایلې یې زیاتې لیدل شوي.

دغه کار تراوسه پورې جاري لیدل کیږي او د ځینو راپورونو له مخې اوس د ښاغلي حکمتیار ترڅنګ چې ځان د حزب اسلامي عمومي امیربولي او د پام وړ پلویان هم  په دې ډله کې لري،عبدالهادي ارغندیوال،وحیدالله سباوون او خپله قطب الدین هلال د یاد شوي تنظیمي نوم ترچترلاندې د ځانګړو ډلو لرونکي یادیږي.

د ښاغلي هلال په اړه چې وېل کیږي اوس هم په کابل دی،اوریدل شوي چې اوس یې د خپل مشر حکمتیار صیب پروړاندې خپل باور او اعتبار بایللی او نور د هغه استازیتوب نه شي کولای.

د سولې بهیر د یوه نېږدې څارونکي شنونکي وحید مژده په یوه لیکنه کې ښاغلی هلال په دې تورن شوی و،چې افغان حکومت سره له حکمتیار څخه د پټ توافق له مخې د سولې شورا د یوه مهم نا اعلان شوي همکار په توګه لوړ معاش او امتیاز اخلي او په بدل کې د حکمتیار ځینې مهم پلوي قومندانان د سولې پټو هڅو او موافقې ته راضي کوي.

پردې سربېره د حزب اسلامي د عمومي نوم ترسیوري لاندې فعال نورکسان چې څه برخه یې په دولت کې هم مهمې دندې لري،وخت په وخت د  جهادي تنظیمونو د دغه با نفوذه نوم نمایندګي او امتیاز اخلي.

له ښاغلي حکمتیار څخه د هغه ناراضه پلویان په ځینو پټو شکایتونو کې وايي،چې هغه د مشرۍ د انحصاري کولو ترڅنګ دا هڅه کوي چې د ګوند راتلونکي مشري یې هم د کورنۍ له غړو سره پاتې وي.

دوی په زیاتو مهمو مسایلو کې د خپل امیر د زومانو حضور او استازیتوب د خپلې ادعا لامل یادوي.

نامخصله اراده

د حزب اسلامي د داخلي ستونزو ترڅنګ سولې بهیر ته د دې ډلې په راګډیدو کې یو بل مهم خنډ د افغان حکومت نامخلصه اراده ده.

دا اراده به په حکومت کې له حزب سره د جنګیدلې شمال جنګي ټلوالې له پراخ نفوذ او واک څخه سرچینه اخلي،ځکه که حزب اسلامي په یوه قوت له افغان حکومت سره سوله وکړي،د خپل نسبتاً قوي قوت په زور به د دغې ټلوالې حکومتي او سیاسي موقف کمزوری شي.

که د افغان حکومت اراده له لویه سره دغسې ستونزې نه وای لرلې،له حکمتیار او پلویانوسره یې د سولې هڅې له دومره اوږده دوام او د کامیابۍ له ځینو مرسته کوونکو فکتورونو سره نه ناکامیدې.

 سره له دې چې خپله ولسمشرکرزي او مرستیالانو یې څو ځلې د حکمتیار له پلاویو سره رسمي لیدنې کړي او د مذاکراتو پردوام هوکړه شوې،خو د دې هڅو عملي پایلې نه دي لیدل شوي.

د دې هڅو د نه کامیابیدو یو دلیل که د واک پروېش د افغان حکومت او دغې ډلې اختلاف وي،یو دلیل دا هم دی چې د ځینو ادعاوو له مخې ولسمشرکرزی د حزب اسلامي د یوې خپلې کړې کړۍ په مرسته غواړي د سولې د مذاکراتو په نوم په دې څو برخه شوي تنظیم کې پخپله ګټه نورانشعابات وکړي او سولې ته راتلونکي هیتونه د ځان ملګري کړي.

په دې برخه کې پرقطب الدین هلال شوې ادعاوې ښه مثال دی.

هغه د سولې په مذاکراتو کې د دوی د ګډون خبره په داسې وخت کې کړې،چې د ځینو معلوماتو پربنسټ عملاً خپله په کابل کې اوسي او ترخپلې مشرۍ لاندې د راټولیدونکو حزبیانو پرمنظمولو او تنظیم بوخت دی.

زیانمنونکې هڅې

په ټوله کې دغه حالت د سولې بهیر ته په زیان تمامیږي،په افغان حکومت او حزب اسلامي حکمتیار دواړو کې هغه کړۍ چې د ذاتي ګټو لپاره یې د سولې هڅې تخریبوي،د افغانستان د ستونزو دوام ته زمینه سازي کوي.

د دې ستونزو دوام دغو تخریبي کړیو ته هم د افرادو او هم سیاسي او جنګي فعالانو په حیث د لنډمهالو ګټو ترڅنګ اوږدمهالی زیان کوي.

د سولې سمبولیکه او بې تفاوته شورا باید د دغو کړیو د هڅو په مخنیوي کې مسولانه هڅې او عمل وکړي.

6 thoughts on “د حکمتیار او حکومت ناکامې سوله ییزې هڅې/ ارشاد رغاند”
  1. د سولې تر ټولو لوی دښمن حامد کرزی دی. ده له مارشال سره توافق کړی دی چې په هیڅ صورت به نور نه پریږدي چې په واک ورګډ شي.
    دوی په ټولو تجارتونو کې شریک دي او کرزی هسې د پښتنو د تیر ایستلو لپاره د پښتون اکټ کوي.
    شمال ټلواله خو طبیعي ده چې سوله نه غواړي.
    البته امریکایان چې تر کرزي او فهیم دواړو ډیر موثر دي تر اوسه لا سولې ته کوم نیت نلري. حزب اسلامي او طالبانو دواړو ته پکار ده چې له امریکا سره خپلې ستونزې حل کړي. که دوی دغه ستونزې حل کړي، امریکا بې مروته او بی وفا ملګرې ده، کیدای شي شمال ټلوال او ددوی پښتو پوښ (کرزی) ایسته وغورځوي.
    البته د حزب اسلامي د بیلابیلو ډلو موجودیت فکر کوم یو تکتیک وي،. جمیعت هم دغسې په څو ډلو ویشلی ښکاري.

  2. The northran Alliance never want peace here in afghanistan. they have their own benefits. they search for their benefits in the instability of pakhtoon nation. there is no war in any of the northran areas. the war is there in the mejority(pakhtoon) areas. they want to stop pakhtoons from voting. i request all the pakhtoon to vote for their betterment. Long life pakhtoon.

    Liaqat

  3. لمړی می سلامونه او نیکی هیلی ومنی ښاغلیو وروڼو:
    ددی مضمون په اړه زه هم یو دوه کلیمی لیکل غواړم خدای دی وکړی چی څوک راڅخه نا راضه نشی .
    دا چی سوله ولی منیځته نه راځی یوه خبره خو دا داه چی پدی موضوع باندی باید پشتانه ډر ژر وپوهیږی ځکه چی جرګه او مرکه باید د یو دریمګړی پواسطه صورت وینیسی او زه خو وایم چی دا ددمره لویه مسله چی هیواد پکی راګیر دی نو ولی مسله نه حل کیږی دا ځکه چی دریمګړی داسی څوک دی چی پرون یی ویل په مخالیفینو باندی غټ غټ بمونه واچوی او نن راته سلحه کی او بل لامیل یی په دی ننی حکومت کی استاد سیاف هم کیدی شی ځکه چی بیا خلک دده له خوا څخه طرف واقع کیږی نو تر څو چی داسی خلک پدی سلحه او پدی نظام کی موجود وی نو اول که زه هم مخالف طرف یم ساحه نه کوم او نه ورته حاضریدی شم .او خبره داده چی حګمتیار له ده څخه ورسته د خپلی کورینی کس په واک ورسوی نو دا خبره هسی اضافی تور چی د هغه په لمنه باندی یی لږو نو هغه د مخالف حکومت سره د انتخاباتو له لاری جوړ جاړی کوی اوبیا به په خپل حزب کی شاهی نظام جوړوی دا بلکل ناشونی ده. مننه ستاسو کشر ورور

  4. Hizb-e-Islami kho hilal saib ye le khpale dale basalay da…. Ze hayran yam se wos ham hilal saib waly de Hizb-e-Islami dale ke zan shomare. No de hilal saib khabare bejaya aw be mana dee.

  5. پورته خبری ځکه پایلې نلری، چې ذیدخله فریفونه د پریکړو صلاحیت نلري، د مساییلو د حل د پاره دی په مساییلو کې ښکیلې ډلې اول د تصمیم نیونی واک او اختیار تر لاسه کړي، بیا دی خپلې مرکې په مخ بوځی، کنه مساییل به د پخوا څخه لا زیات حتی يو لایتنهي مسیر غوره کړي، د افغانستان مظلوم او ځوریدلی ولس به په یوه تیاره او مشکوک چاپیریال کې شپې او ورځی تیروي. هر څوک چې قلف خلاصوی او هغې ته مناسبه کیلی پیدا کوي، دا ډیر د افسوس ځای دی چې ۳۰ کاله تیریږي، تر اوسه پوری د حل کونجی نه پیدا کیږي. خو اوس مسله دومره بغرنجه او کړکیچنه شویده چې د یو کس او یا څو کسو د لاس څخه وتلی ده، ټوله نړی پکښې شامله ده. نو زما وړاندیز د مسلی د حل د پاره دادی چې داسی یو جرګه دی جوړه شی چی په هغه کې په واقعي ډول د افغانانو استازی(چې په چا پوری تړلي نه وي)، ګاوندي هیوادونه، د سیمي هیوادونه او نړیواله ټولنه شامله وی،په اخلاص سره د مناسبه او پریکنده پریکړه دی وکړي او عملي دی ګړي.

  6. بسمه تعالی
    تر ټولو دمخه اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته هیله چه د هیواد د کړکیچ او آرامی لپاره د الله (ج) او رسول (ص) لاره په پوره
    توګه بی له کوم چل و ول او خلکو غولول خپل لارښود وګرځوؤ دا چی ولی زمونږ جرګی او مرکی نتیجه نه ورکوي پدی
    باور او یقین ولری چه یوه خوا او یا دواړه خواوؤ کی چل او دغل شته او کنه نو الله (ج) هیڅکله د حق او صداقت فیصله ناکام او بی نتیجه نه کوي او حتماٌ کامیابی او نصرت ورته نصیب ګرځوی. نو راځی لمړی له هرڅنه خپل نیتونه پاک او خالصانه کړوؤ او بیاد دخپل دنیائی ګټونه دهیواد د سولی او آرامی په خاطرتیر شوؤ نو وګوری چه الله پاک به ټول مونږ او تاسی ته به هوسا
    .ژوند او ټولنیزه آرام او آزاد هیواد نصیب کړی
    نو همدا اوس هم وخت نه دی تیرشوی یو تینګ عزم او اراده وکړی الله پاک غیرتي ذات دی دبا غیرت اوبا همت بندګانو سره مل دی او ګوری کاوندیان مه خوښحاله کوی او دا ځان ځاني پریږدی نورمو وخت نه نسیم الله مو مل شه که کومه سهوه او لفظي خطا شوي وي بخښنه غواړم

ځواب ورکول Liaqat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *