خلیل خان –

اسلامي حزب کابو ۴۵ کلن دی ،معتبر او درانه خلګ یې روزلي او لري یې ،په تیرو لسیزو کې یې که څه هم تیروتني کړي خو بیا هم په افغانستان کې مینوال لري ،د شخصیت له لوري مشر یې خورا تکړه او د نیکو اخلاقو خاوند دی ،د قوي ارادې لرونکی او په خپل عزم ولاړ شخص دی لیکن د لیډرشپ له لوري ځینې خامۍ لري د مثال په ډول په خپله خبره دریدل ،خپله خبره په خلګو منل که څه هم د خلګو هو نه وي ، پرته له ځانه او خپلوانو د بل چا خبرې ته اهمیت نه ورکول، په هر حال انسان له هر لوري پوره نه وي څه نا څه خامیانې خامخا لري .

د حکمتیار راتګ به په افغانستان کې خورا ژورې مثبتې اغیزې ولري ،راتګ به یې د سولې د دروازې د خلاصیدو امید شي کیدای شي ګوندي په راتګ یې طالبان هم د سولې بهیر ته غاړه کیږدي ،کیدای شي د هغوی په زړه کې هم د افغان لپاره د رحم دروازه وټکیږي ،د حکمتیار راتګ ګڼې ګټې درلودلای شي چې یوه په یوه یې تاسو ته ذکر کوم.

۱ د حکمتیار راتګ به په شمال کې د شمالي ټلوالي د جوړ انډوخر مخه ونیسي د استاد عطا زور به راکم او د دولت په وړاندې به د خنډ جوړيدو سبب نه ګرځي ،په شمال کې به د زور تعادل رامنځته شي ،په شمال کې به بې ځایه له افغاستان څخه کیدونکی قاچاق ترڅه حده کنترول شي .

۲ د حکمتیار راتګ به په افغانستان کې د سولې نوی باب خلاص کړي ،نور مخالفین به سولې ته وهڅیږي او سوله به د افغانستان لپاره د حل لاره وبولي .

۳ د حکمتیار راتګ به د افغانستان لپاره د امریکا خارجه پالیسي ته کیدای شي تغیر ورکړي او امریکا به د طالبانو د کومک څخه لاس واخلي او فکر به کوي چې کیدای شي پخواني مجاهدین که ډېرپه تنګه راوستل شي مشکل راته جوړوي .

۴ د حکمتیار راتګ به په افغانستان کې د پښتنو د سهم دې زیاتېدو سبب وګرځي او په بهر کې میشت حزبي کدرونه به وطن ته ستون او په خدمت کې به ونډه واخلي .

۵ د حکمتیار راتګ به وطن ته د کډوالو په ستنېدو کې ونډه ولرلای شي چې دا به ۴۰٪ د سولې ظمانت وي همدارنګه که شمشتو کیمپ ختم کړای شي ګوندې نور کیمپونه هم ختم شي او کډوال وطن ته ستانه شي ،له دې سره به فایده دا وي چې په کیمپونو کې ذهني طور سره د دولت په ضد جوړې شوې مفکورې او اډې ورانې شي او له بله پلوه به د وطن سره د دوی د مینې د زیاتېدو سبب شي .

۶ په شمشتو او د پاکستان په نورو ځایو کې ډېر تکړه او با استعداده سپین ګري کدرونه اوسیږي او یوازې له دې بهانې وطن ته نه ځي چې مشر یې د دولت به خلاف وسلواله مبارزه کوي که چیرې مشر یې کابل ته راشي او په دولت کې برخه واخلي دوی دې ته تیاریږي چې دولت ته کار وکړي له یوه پلوه به افغانستان د کدرونه څښتن شي او له بله پلوه به د افغانستان په ابادۍ کې برخه واخلي .

۷ د حکمتار راتګ به په دولت د خلګو باور تر څه حده زیات کړي او په کابل کې د اسلامي حزب ۵ دفترونه به په یوه دفتر تبدیل او دریځ به یې هم له یوه ادرسه وي .

د حکمتیار په راتلو نورې هم ډېرې کټي شته که څوک غواړي په افغانستان کې د جنګ ټغر ټول کړي او سوله غواړي او په اصلي معنی وطن ابادولو ته چمتو شوی وي خدای دې راولي او پل دې خدای بختور کړي ،باید ښه دروند استقبال یې وشي ،افغانان دسولې تږي دي له جنګ څخه بیزاره دي ،که څوک یو قدم هم د سولې بهیر ته رامخته کوي افغانان یې استقبالوي او په ورین تندي یې مني .

6 thoughts on “د حکمتیار صاحب راتګ او د افغانستان په راتلونکې یې اغیزې”
  1. محترم ورور خلیل صاحب د نیکیو تله دی درنه شه .
    داچه دحکمتیار صاحب په راتګ کی دی د خیر خوا درنه ښودلی خدای جل جلاله دی وکړی چه سبب د خیرونو شی ددی مظلوم ملت لپاره،او ان شاءالله همداسی به وی خو ځینی انسانی رغبتونه د ځان او خپلوان سره فکر کوم دا به تر ډیره ځایه طبیعی غریزه وی د هر انسان لپاره،مګر ماچه دده وروستنی لیکنی لوستی په ډیرو ځایو کی د جاهلو دوستانو نه شکایت لری چه کیدای شی اشاره یی هم لنډی اقاربو ته او هم لنډی فرصت طلبه حزبی ملګرو ته وی خو الحمد لله اوس دی په قیادت او رهبری کی د پوخوالی مرحلی ته رسیدلی او هغه جاهل دوستان یی هم پیژندلی فکر نکوم چه د هغوی منفی رول دی نور اثر ولری خو په ټوله کی الله ربالعزت دی صلح او مصلحین پدی ملت او ټول امت باندی حاکم وګرځوی تر څو ظلم ختم او هر مسلمان په عزت ژوند وکړی او موږ ټول په اخوت سره د یو بل ممد او ښه ملګری واوسو او تل یو بل ته خیر وغواړو او د خطاوو مخنیوی وکړو.

  2. حکمتیار د شلمې پېړۍ د څلورمې لسیزې یو تو ټولو غښتلی ، مخکښ اسلامي مبارز او د کورنیو ، سیمه ئیزو او نړیوالو زدو بندونو او توطئیو د مخنیوي له پاره متخصص او معالج طبیب ، د حکومت او حکومتدارۍ له پاره تر ټولو مدبر او غوره خپلواک مدیر ، د اسلامي ودې او ټولو افغانانو د لارې مشال ، د حزب اسلامي په نامه د پراتستو هټۍ والو او دکانونو تړونکی او د کاذیو تپل شویو پرازیتو ذوال دئ . الله (ج) دې هغه په خیر راولي . محمد انور ولید

  3. حکمتیار صاحب په تنظیم کی ‌‌‌‌‌‌ډیر مخور او غښتلی مشران شته او په حزب کی ‌‌‌‌‌‌ډیر لایق کدرونه شته جنرالان دی او یا انجنیران چی د مشر امر ته په انتظار دی

  4. Salamoona.
    Where is Zardad khan, Chaman Khan ?Hekmaatyar Killed toegether with masood more than 60,000 Afghans in Kabul.
    He will take racket and Klashenkoof.Idont belive him .Becareful with him He is the first ISI Agent.He also wanted to kill Sardar Dawood Khan,He is verey dangerus man.He is Killer

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *