محمد یار یار

د حزب اسلامي یوه ډېر نژدې سړي، چې نور نو د دغه تنظیم او په تېره بیا حکمتیار صاحب غیبت ورته سم- دم عبادت ایسي، را ته کیسه کوله چې د پېښور د قصه خوانۍ بازار په ډهکۍ نعلبندۍ کې د خپلې کتابفروشۍ پر پارچال ناست وم، یو ملګری مې کتابونه په لاس تېرېدی، ومې پوښت چې چیرته روان یې؟ ویل دا کتابونه دې آشنا (حکمتیار) ته ور وړم.

ما ورته وویل چې که زما منې نو د دې کتابو پر ځای یوه قاعده بغدادي سیپاره او یو د کڼو لپاره جوړ شوی د اورېدو ماشین ور وړه؛ زما د سلام تر څنګ ور ته ووایه چې تېر سبقونه دې سم نه وو زده کړی ځکه یې هیڅ فایده درته ونکړه او هر څه دې له افغانستان سره یو ځای په اوبو لاهو کړه نو دا قاعده له سره ولوله، سمه یې زده کړه او د کڼو آله هم تر دې وروسته استعمالوه په دې چې غوږونه دې سم کار نه کوي څکه چې په ټول ژوند کې دې د  هیچا مشوره وا نه ورېده، هره کیسه و فیصله دې پر خپل سر وه او د یوازې سر پرېکړو نتیجه نو دغسې بدمرغې را وزي لکه اوس چې ته او ټول ملت دې په اخته یاست.

د ثور پر شلمه د کلید راډیو په یوه ګردي مېز کې له ښاغلي حکمتیار سره د سولې پر خبرو په بحث کې د دغه حزب په نمایندګې له فضل من الله ممتاز او استاد حبیبالله رفیع سره د بحث ګډونوال وم، ما وویل چې د محترم حکمتیار رواني جوړښت له یوه مطلق استبداد څخه عبارت دی، له بلې خوا دی په خيل ټول ژوند کې جګړمار پاته شوی، اصلاً د سیاست له علم و هنر څخه بې خبر دی ځکه خو په خپل تمام ژوند کې له جګړې، شخړو او خونړیو اختلافاتو پرته د سولې، تفاهم او جوړ جاړي هیڅ فصل نه لري، نوموړی دومره مستبد دی چې د سولې لپاره یو له اساسي شرایطو څخه یې دا دی چې هیڅوک به له ده پرته د حزب اسلامي له نوم، نښان او کړنلارې څخه استفاده نه کوي؛ ښه! له دې څخه اوس یو بل لوی بحث جوړيږي چې د ده حزب (اسلامي) دی نو څوک به له ده پرته د اسلام ږغ نه پورته کوي او کړنلار یې قرآن دی، فلهذا دا به هم د ده ملکیت وي او بل څوک ور ته د کتلو حق نه لري او محترمین هر یو وحیدالله سباوون، خالد فاروقي، ارغندیوال او قاضي محمد امین وقاد به د حزب اسلامي له ټولو بې شمېره شوراګانو سره یو ځای او غونډ منډ تر هر چا مخکې، هم تر اسلام ور ته تیریږي او هم تر کلامالله مجیده.

ښاغلي ممتاز زما په جواب کې وفرمایل چې اول خو باید له دې ناحیې ټول خاطر جمع شي او په دې نه بدلېدونکې واقعیت سر خلاص کړي چې: (حزب اسلامي، یعنې حکمتیار او حکمتیار، یعنې حزب اسلامي) نوموړي زما سره په همدغه راډیو کې پر عین موضوع یو بل وخت هم ویلي ول چې: حکمتیار داسې دی لکه اوبه او دا نور فرکسیونونه او ټوټې یې تیمم غوندې دي، کله چې اوبه را ښکاره شي نو تیمم اوتومات باطلیږي.

اوس نو تاسو د یویشتمې پېړۍ په بشرپالونکې او ډیموکراټه فضا کې د مطلقیت و استبداد لپاره تر دې ټیټ حد څنګه ټاکلای شئ؟ کله چې د نوموړي چلن له خپلو همسنګرو سره دغسې وي، څه فکر کوئ چې له نور افغان ولس سره به د بیان آزادۍ، فکري تولید، ذهني خلاقیت او ډیموکراسۍ په حصه کې څنګه وي؟

زه د خپلې مطالعې و مشاهدې او د حکمتیار د لارویو له کیسو څخه دې پایلې ته رسېدلی یم چې د ده رواني ساختار داسې جوش خوړلی چې غواړي ټول افغانان او په نهایت کې ټول بشر یو مخ محوه او دی یې پر ارواوو یوازنی حاکم اوسي. په اصطلاح د جهاد په دوران کې، ټول هغه ملي شخصیتونه چې د افغان- شوروي جنګ په نتیجه کې یې یو ولسواک افغانستان غوښت او ترور شول نو د تور ګوته یې په ټول عامه ذهنیت کې حزب اسلامي ته نیول کیږي، لکه، شهیدان: عزیزالرحمان الفت، ډاکتر پوهاند بهاؤالدین مجروح، جنت ګل غروال، جنرال عبدالحکیم کټوازی، شګیوال او…د دوی تر څنګ یې پر څینو روشنفکرو و ملي ګرایانو لکه، ډاکتر صمد حامد، عبدالرحمان پژواک، ډاکتر حسن کاکړ، سید مسعود پوهنیار او…باندې داسې د تنفس ساحه تنګه کړه چې هغوی یې له دارالجهاد څخه دارالکفر ته په تېښته مجبور کړل. همدا روحي جنون دی چې دغه منحصر بفرد فرد له هر چا سره، له هر ډول تفاهم څخه را ګرځوي؛ د پاکستانیو انصارو په غېږ کې همدغه د انجنیر حکمتیار ماجراجو و ځانغوښتونکې اروا وه چېجهاد مهال د افغاني ارزښتو پر ضد د سي آی اې او آی ایس آی له سیاسي روان سره په ټوله همرنګۍ غاړه غړۍ شوه. نن هم په دې نه شرمیږي چې په شمشتو کې مېشت دی خو د خپل وطن د مور غېږې ته د راګرځېدو لپاره شرطونه ږدي.

له پېښوره کابل ته د شمشتو کمپ د کټ و پیسټ مسله هم د دې واقعیت څرګندویه ده چې ښاغلی ګلبدین له خپل همدین ولس سره د اوسېدو فرصت نه خوښوي؛ غواړي د تل غوندې په افغانستان کې هم له افغان ملت څخه په تجرید او خاص سنګر کې ناست اوسي.

دغه جالب شخص د علم هغو لوړو ښاخو ته لاس اچولی چې دا پنج ګنج خو بېخي کتاب نه ور ته ایسي کنه نو د دغه اخلاقي کتاب دا یو بیت هم ور ته کافي و شافي دی چې:

چهل سال عمر عزیزت ګذشت

مزاج تو از حال طفلی نګشت

د نوموړي خو خبره تر څلوېښتو هم ور تېره او ۶۸ کلنۍ ته رسېدلې مګر خوی و بوی یې هماغه په کابل پوهنتون کې د طفولیت دی؛ هماغه بغاوت او هماغه ځانغوښتنه، ته به وایې چې دی باور لري چې رحمان بابا ټیک د ده په باب فرمایلي چې:

هیڅ تغیر او تبدیل نه لري رحمانه

 تل تر تله برقرار دی رب زما

۲۲/ ۲/ ۱۳۹۵

13 thoughts on “د حکمتیار صاحب رواني کچ- مېچ/ محمدیار یار”
  1. زما په نظر یار صاحب ته بهتره ده چې ادبي لیکنې وکړي او بس

  2. محمدیار صاحب،اوس چې حکمتیار صاحب د سولې خبره کوي ته لکه شو رای نظار قهریدلی یې، د هغوی خو ګتې دي ،ستا کوم ځای درد کوي؟

  3. یار صاحب لکه د ګچ خانو مرکب چی سترګی یی سری شی بیا هیڅ نه وینی یوازی لیکل کوی!

  4. ډیر په واقیعتونو ولاړه لیکنه ده ډیره می خوښه شوه خیر دی یار صیب ځینی بالمثل کسان یی نشی زغملای داسی به واقیعتونو ولاړی لیکنی په ځانګړی ډول د حکمتیار صیب مریدان چی تر اوسه یی لیدلی هم دی او ځان یی دده په دین کړی حتی العیاذباالله.

  5. زه فکر کووم چې په خودخواهی، استبداد او سرتمبه ګی کې د حکمتیار او ملاعمر ترمنځ کوم فرق نشی پیدا کولی ، یوازینی فرق دادی چي دغه استبداد خو د ملاعم سروخوړ خو حکمتیار زوړ کړ. هغه متل دی چې هندو زور شو خو…………… نشو

  6. يار صاب د هر چا تحليل خپل حق دي. ستا ددي مثال په مقابل کي چي حکمتيار صاحب سياست نه ده زده . ستا بيا ديني علم نه ده زده نو ځکه دي نظر هم نيمګړي دي. دا چي دي څلويشت کاله ددي تنظيم مشري کوي نوموړي نوم ساتل دده سياسي حق دي. . که اوس يو څوک دا ستا د کوچني د ګوند په نامه يو ګوند اعلانوي ته يي حتما مخالفت کوي نو بيا حکمتيار صاحب ولي دا حق نلري . او پاته سوه دا خبره چي يو څوک به دا اسلام او قران نوم نه اخلي دا خبره پکي هيڅنه ځاييږي

  7. چي هرڅه مي کي کتلي دي حکمتیارته بیله توپک سالاره او یو دروند قوم پرسته بل نوم نه سم ورکوای ځکه چي ۴۰ کلني دورې یې موږته هرڅه په ډاګه کړه

  8. عزتمندو :
    دافغانستان خلک ، دولت اونړیوال رښتینی دوستان په افغانستان کی دسولی اوثبات غوښتونکی دی چی حکمت یار صاحب همپه دی هیله ا وارمان افغانستا ن ته راځی . نوځکه په ښه داوی چی دخوښی او یا ناخوښی په هر صورت دافغان سولی دپاره دانیک پال اوښه ګام وپولو اوپه خپلو لیکونو او،نظرونو او ویناوکی دسولی په هیله او ارمان دژبی او قلم حرمت وساتو . په درنښت

  9. ښاغلی محمدیار،‌ تاسو د تعلیم او تربیې پوهنتون د نامه د بدلولو پر وخت چې د رباني نوم پرې اېښودل شوی وو په یوه بیان کې ویلي ول چې کورنۍ مو د رباني له ګوند سره جهاد کړی وو.‌که چېرې تاسو د رباني خېلو په ډله کې یئ او غواړئ چې حکمتیار له هغې زاویې وټکوئ بیا خو بېخي درته شرم دی ځکه چې د رباني ګوند له رباني نه رانیولې تر کثافت داني پورې ټول د غلا، چور او چپاول، رذالت، پستۍ او ټیټوالي تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدل. مونږ د عادي افغانانو په توګه ګلبدین او بل او بل په ته چې غواړي وسله واله مبارزه پای ته ورسوي او د خپلو خلکو تر څنګ د وطن د ابادۍ له پاره کار وکړي ښه راغلاست وایو.‌تل دې وسوله،‌مړه دې وي د سولې دښمنان

  10. ښاغلی محمدیار یار صاحب

    دخدای په خاطر سوال، ننواتی او زاری درته کووم، دسولی مخه مه ډب کوه، پلارونه ، مورګانی، خویندی، ورونه اوبچیان مودلاسه ورکړی دی اونور هم دلاسه ورکوو، حیوانات، نباتات، غرونه اورغاونه مودلاسه ورکړی دی، په وطن مو اور بل دی
    اودغه اور ورځ په ورځ ځما اوستا په شان ، خلک په لوی لاس په بی غوره لیکنو، مقالو، قیصو اوتبصرو سره اضافه کوی.

    دټولو افغانانو څخه په ډیر درناوی خواست کووم، چه دسولی په باره کی لیکنی وکړی، نه داور بلولو په باره کی

    سوله، صلحه اوسوله

  11. Hizb-e Islami was the first reactionary political party during cold war in 1975 started anti state activity,and took refuge in Pakistan. Later one CIA also close relation with HIA in order to counter the most progressive change in Afghanistan. Surely now they will join the western Liberal democracy. Islam, jihad and shariyat were just the tools and slogan through which these Islamic fundamentalist made that illiterate Afghan fools and deceived.

ځواب ورکول فرید احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *