په دې لیکنه کې له دولت سره د حکمتیار سولې ته د حکمتیار د یوه خواخوږي له نظره کتنه شوې ده. د نورو لیکنو په شان تاند د لیکوالو له نظر سره موافق یا مخالف نه دی.
———————-
ذاکرالله کونړی
د مې میاشتې په اتلسمه نیټه د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې د هوکړه لیک مسوده نهایي شوه. په دغه مسوده کې د حزب اسلامي له خوا د هیڅ کوم امتیاز غوښتنه نه ده شوې او د مسودې ټولې پنځه ویشت مادې د افغانانو ترمنځ د تلپاتې سولې لپاره اساسي او بنیادي ټکي رانغاړي.
د حکمتیار صاحب په لاس د دې مسودې لاسلیک د سولې د پروسې اخري پړاو دی چې په دې سره به د حکمتیار صاحب ټول پلویان په حکومت کې سیاسي فعالیت بنا او د ټوپک پر ځای به د قلم ژبه د اصلي دشمن پر خلاف وکاروي.
د حکمتیار صاحب راڅرګندیدلو په اړوند د ګوندي او غیر ګوندي خلکو له خوا رنګارنګ غبرګونونه وښودل شول چې ځینې یې د توقع خلاف او ځینې نور یې د وړاندوینو سره سر ول. ومې غوښتل چې د دوی پر غبرګونونو، نیوکو او توصیو لنډه کتنه وکړم او له تاسو عزتمنو سره یې شریک کړم. دغه ګوندي او غیر ګوندي خلک به د بیل بیل عنوان لاندې د دوی له هر رنګه غبرګونو سره وښودل شي، تمه ده چې لوستل درباندې و نه غمیږي.
د افغانستان ملي اسلامي محاذ:
د افغانستان ملي اسلامي محاذ په افغانستان کې یو رسمي ګوند دی چې د روس پر وړاندې یې په سپیڅلي جهاد کې هم برخه اخستې ده او د دې ګوند مشري د ښاغلي پیر سید احمد ګیلاني تر غاړې ده. ښاغلی پیر سید احمد ګیلاني څه وخت وړاندې د سولې عالي شورا مشر وګومارل شو او د حکمتیار صاحب سره سوله یې حتمي وګڼله او د نه منلو په صورت کې یې حکومت ته ګواښ وکړ چې دی او د ده پلویان به له حکومته لاس په سر شي او د ملاتړ پر ځای به یې د مخالفت لاره وټاکي. د پیر صاحب غبرګون ډېر مثبت او له اخلاص ډک وو، تبصیرې ته پرې ضرورت نشته.
اتحاد اسلامي افغانستان:
اتحاد اسلامي افغانستان، چې مشري یې د استاذ سیاف پر غاړه ده، له حکمتیار سره د سولې په باب څرګند او ډاګیزمثبت غبرګون نه دی ښودلی شاید علت یې د شمالي ټلوالې د خوښۍ ساتل اوسي ځکه ده محترم تل د شمالي ټلوالي د خوښۍ په منظور د هغوی سره ګډ سنګر نیولی وي او څه چې شمالي ټلواله غواړي دی یې هم غواړي نو ښه به دا وي چې د ده ګوند او یا د ده همنظري او پلویان د شمالي ټلوالې یو شاخ وګڼل شي.
شورای نظار او جمعیت اسلامي:
د جمعیت اسلامي د رهبریت معاون چې کوم بهر ملک کې د تداوۍ لاندې دی، له حکمتیار صاحب سره سوله یو نیک ګام وباله، خو اوس جمعیت اسلامي یو نوم پاتې دی چې سرپرستي یې د برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني پر غاړه لري. صلاح الدین رباني له حکمتیار صاحب سره د سولې په اړوند ښکاره کوم مثبت یا منفي غبرګون ندی ښودلی خو څومره چې ګومان کیږي د جمعیت اسلامي ډېری غړي د حکمتیار صاحب راتګ د ځان لپاره خطرناک ګڼي چې دا ګومان یې د ډیرو په اند حقیقت ته نژدې هم دی.
شورای نظار، چې د جمعیت اسلامي په منځ کې تر ټولو متعصبه ډلګۍ ده او په اوس وخت کې جمعیت اسلامي ګوند د همدې شورای نظار تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي، غالباً به د حکمتیار په راتګ خفه او غمجنه وي، د دوی خفګان او وارخطایي د امرالله صالح په منفي غبرګون کې له ورایه څرګندیږي.
د حزب اسلامي هئیت بار بار دې ټکي ته اشاره کړې چې ځینې کړۍ ډېرې هڅې کوي چې د سولې پروسه ناکامه کړي چې اشاره یې همدې دوه نومه خو یوې ډلې ته کوله.
هزاره ګان او ګوندونه یې:
خلیلي، محقق، دانش او نورو هزاره ګانو له حکمتیار سره د سولې د پروسې په وخت کې د ټوټاپ د پروژې په بهانه لاریونونه او حکومت ته ګواښونه کول چې د ځینو په اند دوی د ایران په غوښتنه هڅه کوله دا پروسه ناکامه کړي چې تر ډېره بریده یې نظر په حقیقت څرخي.
د بشري حقوقو کمیسون چې مشره یې یوه هزاره د وحدت اسلامي غړې ده، له حکمتیار سره سوله ناروا وګڼله او هغه یې یو جنایتکار او د محاکمې وړ وګڼه، دا په داسې حال کې چې وحدت اسلامي په ځانګړي ډول د وحشت او بشر دښمنۍ سر لاری دی، هیڅ بله ډله په وحشت کې له دوی سره سیالي نشي کولی.
ملي جنبش:
دوستم له حکمتیار سره د سولې په اړوند تر اوسه کوم ښکاره غبرګون ندی ښودلی.
افغان ملت ګوند:
افغان ملت ګوند چې تر اوسه یې مشري د ډاکتر صاحب احدي پر غاړه وه او اوس یې مشري ستانه ګل شیرزاد پر غاړه لري د ګوند په نماینده ګۍ کوم خاص مثبت یا منفي غبرګون په اوایلو کې و نه ښود خو د ګوند مطلق ډیری غړي یې له حکمتیار سره سولې ته لیواله دي او د حکمتیار صاحب راتګ د افغانستان د سیاسي ټیکاو لپاره او د انحصاري قدرت د له منځه وړلو لپاره اړین بولي.
که څه هم د افغان ملت ګوند غړي له حکمتیار سره تقریبا ژور سیاسي اختلافات لري خو سره له دې د دوی لیوالتیا د حکمتیار سره په سوله کې تر نورو ډلو ډېره زیاته بریښي او بنیادي علت یې ماته په حکومت کې د دوی صفري ونډه ښکاري، سره له دې چې دوی مسلکي کادرونه لري خو بیا هم په حکومت کې د دوی ځای د شمال ټلوالې شپږم، لسم او دولسم پاسو نیولی او دا حالت نه یواځې دوی ته بلکې ټولو افغانانو ته د منلو وړ ندی. د افغان ملتیانو دا ګام د ستایلو او هڅولو وړ دی، دوی باید پوه شي چې په یواځې به نه پښتو وګټي او نه پښتانه چې د دوی د شعار عمده ټکي دي، حزبیان دې هم په دې پوه شي چې دوی سره په سوله کې تر ټولو زیات افغان ملتیان خوښ او تازه ول او د سولې شعارونه یې تر نورو ډېر زمزمه کول، ښه دا ده چې له دې وروسته پر یو ټغر را ټول او د اسلام وژنې او پښتون وژنې لړۍ ته د پای ټکی کیږدئ.
طالبان:
طالبان هم د شورای نظار، هزاره ګانو او فیسبوکي مجاهدینو سریندې غږوي، دوی له ټولو ډېر ناراضه او غمجن بریښي، ټولې فیسبوکي او انټرنیټي پاڼې یې د حکمتیار صاحب سره د سولې په خلاف او پر هغه باندې له نیوکو ډکې دي.
طالبان وایي: حکمتیار خپل اصلي مسیر یانې جهاد في سبیل الله پرېښود.
طالبانو ته وایو: حکمتیار جهاد ستاسو د خوشحالولو او یا خفه کولو لپاره نده شروع کړی، دهغه دواړه سیاسي او نظامي مبارزې په ملک کې د څښتن تعالی د قانون نافذول، د ظلم ټغر ټولول، د میراثي او شاهنشاهي حاکمیت فکر او موجودیت له منځه وړل، د بهرنیو جاسوسي کړیو پورې تړلو ډلو ټپلو تضعیف او د افغانانو لپاره په ازاده فضا کې د افغانانو په خوښه یو عادل حکومت رامنځ ته کول دي.
تاسو ته به په یاد وي چې لمړی کس حکمتیار صاحب وو چې له تاسویې د هغو کفارو پر وړاندې ننګه وکړله چې ټوله نړۍ یې پلوي کوله خو تاسو بیا لومړني خلک وئي چې د حکمتیار صاحب پلویان مو چې د امریکایانو پر وړاندې جنګیدل په شهادت ورسول او د حکمتیار صاحب په شمول مو ټول حزبیان واجب القتل ګڼل او ګڼئ یې. دا نیوکه باید هغه خلکو کړې وی چې حکمتیار صاحب یې خپل هم سنګری ګڼلی نه واجب القتل.
طالبانو تاسو يې وواییئ هغه نظامي مبارزه چې حکمتیار صاحب د امریکایانو پر وړاندې کوله ولې مو ورته مخه ونیوله، ولي مو ورته پلویان چې د امریکایانو پر وړاندې جنګیدل په شهادت رسول، ولي مو حزبيان او حکمتیار صاحب واجب القتل ګڼل، ستاسو تر ټولو غټ دلیل همدا دی چې حکمتیار صاحب له ملا محمد عمر سره بیعت نه وو کړی او اوس مو همدا دلیل ستاسو خپلو طالبانو پر وړاندې هم ټینګ نیولی چې ملا رسول او ملا نیازی باید قتل شي ځکه چې ملاصاحب اختر محمد منصور امیر المومنین سره بیعت نه کوي. هو تاسو که هر باسواده اوبې سواده مونږ ته را وښود چې دا زمونږ امر المومنین دی نو پر نورو یې بیعت فرض دی او د نه بیعت په صورت کې یې قتل واجب دی، هو دا فتوی تاسو له خلاصې او شروط صلات نه را خستلې، رښتیا هم چې په خلاصه او شروط صلات کې په دې اړوند واضح دلایل راغلي، ځکه د قران شریف په تفسیر او ترجمه خو تاسې نه پوهیږئ، که پوهیږئ هم بیا یې د خپلې فرضې د اثبات لپاره تحریفوئ.
د نظامي مبارزې په ضعیفوالي کې ستاسو ونډه تر هر بل علت زیاته وه، نور علتونه یې هم موجود دي، هغه داچې اوس له حزبي اسلامي سره هیڅ کوم بهرنی ملک نظامي مرسته نه کوي، دا ځکه چې حزب اسلامي ورته په بدل کې د څه کولو او څه ورکولو تغهد نه کوي.
دا چې د نظامي مبارزې دروازه ستاسو په واسطه د هغوی پر مخ وتړل شوه نو په اوس کې د حکمتیار صاحب لپاره تر ټولو مناسبه لار د خپلو سپیڅلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره سیاسي مبارزه ده او د سیاسي مبارزې لپاره له حکومت سره جوړجاړی لازمي او حتمي دی.
ځینې سوالونه او لنډ ځوابونه:
ولې حکمتیار صاحب له داود خان سره جوړجاړی و نه کړ چې لدې حکومت سره یې کوي؟.
حکمتیار صاحب د داود خان په وخت کې خپله سیاسي مبارزه پر مخ وړله چې په نتیجه کې یې د ورور او پلار په شمول ډېر سیاسي مبارزین په زندانونو کې د کمونستانو له خوا په شهادت ورسیدل، پر حکمتیار صاحب یې هم پرته له محکمې د اعدام حکم صادر کړی وو، هغه مجبور شو چې له هیواد لمړی کډه او بیا په نظامي مبارزې پیل وکړي.
ولې حکمتیار صاحب له حفیظ الله امین او ډاکتر صاحب نجیب سره سوله ونه کړله؟.
حفیظ الله امین او ډاکتر صاحب نجیب الله له حکمتیار صاحب سره د ائتلافي حکومت غوښتونکي وو او دا حکمتیار صاحب ته ځکه د منلو وړ نه وه، چې په هغه وخت کې خلق او پرچم په خپلو منځو کې سره جدي اختلافات لرل او هره ورځ یې یو بل ته دسیسي جوړولې نو څنګه به له هغو سره ائتلاف نتیجه ورکړې وی چې کلونه کلونه یې د یو بل پر وړاندې جنګونه کړي وو او داوړو خواوو ته لسګونه زره انسانان په حق رسیدلي ول.
ولې حکمتیار صاحب له اوسني افغان حکومت سره سوله وکړله؟.
د حکمتیار صاحب نظامي مبارزه د طالبانو له خوا وځپل شوه، کوم بهرني ملک هم له حزب اسلامي نظامي حمایت نه کاوه ځکه په بدل کې یې ورته د څه ورکولو اراده نه لرله. د سیاسي مبارزې لپاره یې له حکومت سره هوکړه وکړه تر څو خپلو سپیڅلو اهدافو ته ځان ورسوي.
شاید حکمتیار صاحب ته په پټه د مالي امتیازاتو د ورکړې تعهد شوی وي؟.
که حکمتیار صاحب مالي امتیازات او یا دنیوي امتیازات غوره ګڼلی نو بیا یې ولې هغه وخت نه منل چې امریکا تر نورو لمړی ده ته د ډېرو مالي او دولتي امتیازاتو د ورکړې وعدې کولې، ولې یې دا پنځلس کاله له اوړ او زوړ ځان پټ کړی وو، ولې یې ځان د ازاد ژوند له ډېرو خوندونو بې برخې کړی وو، اوس خو نه د امریکا هغه ډالرې شته او نه هغه وړیا وړیا کمکونه چې ډېر موچیان او کسب ګر یې پکې وزیران، ښاغلي او کروړپتیان شول، دا د امتیازاتو خبره هسې د طلوع خیلو او نورو متعصبو تش او بې ځایه تبلیغات دي، او هغه فیسبوکي ماشومان چې دا تورونه لګوي هغوی ملامت په دې ندي چې دوی خپل ایمان د حکمتیار صاحب له ایمان سره مقایسه کوي، داسې ګڼي چې حکمتیار صاحب به هم د دوی په څېر د څو روپو او مالي امتیازاتو په بدل کې د خپل ایمان پلورلو ته چمتو اوسي خو تاریخ مونږ ته د ده شخصیت داسې خوار نه راپیژني، تاریخ مونږ ته دی د فرعونیانو پر وړاندې موسی را پیژني.
غیر ګوندي کسان:
ټول هغه وګړي چې کوم خاص ګوند پورې تړلي نه دي د حکمتیار صحب راڅرګندیدل د نننیو بدبختیو د له منځه وړلو لپاره اړین او په افغانستان کې د سولې لپاره سر لاره ګڼي.
څښتن تعالی دې وکړي چې د حکمتیار صاحب راتګ د بهرنیانو په وتلو او په داخل کې د افغانانو تر منځ په تلپاتې سولې منتج کړي.
ستاسو ورور ذاکرالله کونړی
Salaamona
Where is Chaman and Zardad Khan?year 1992 plus 62000 people
افرين په قلم دي برکت سه بيکل واضيح توظيات ديورته ورکړه مننه يوجهان
حکمتیار صاحب په افغانستان کې د ټولو اسلامي مبارزینو او مجاهدینو له پاره د منلو وړ یو دروند شخصیت او د جهاد او وسله والې مبارزې یوازینی علمبردار او سټه ده ، د افغانستان ټول مسلمان او پر دسیسه او توطئه باندې پوه مخکیني مبارزین ورته درناوی لري او لبیک ورته واي ، تر ما پورې یې ملاتړهم کوي . خو له نوموړي سره لا هم داسې طفیلي کسان شته چې دده د جزب ( جوانان مسلمان ) بېخ ااو بنیاد همدغو کسانو ور و ایست .ټول افغانستان له حزب اسلامي حکمتیار سره ؤ ، خو حکمتیار دومره په مسائلو کې غرق او همدې طفیلي کړۍ محاصره کړی ؤ چې حتی د جوانان مسلمان د هغه وخت هغه پېژندل شوي د (۱۳۴۸ ) او (۱۳۴۹ ) کلونو اعلی ناظمان هم لا تر اوسه پورې نه پېژني . دا ځکه چې نوړی همدغې حلقې له خپلو اصلي مبازرو وروڼو لیرې او په عالم نا شناختۍ کې ساتلی ؤ او هغوی یې هم ده نه ور پرېښودل ، چې ور سره وویني او په دې اړه څه ور ته وواتیي . دا ځکه چې دوی ټول عمر حکمتیار ته درواغ ویلي دي او اوس هم در واغ ور ته وایي . او پر حکمتیار صاحب باندې هم ددوی درواغ داسې لګېږي لکه د اسپرین بائیر ګولۍ . زه به تاسو ټولو وروڼو ته یو بېلګه وړاندې کړم ، او هغه داچې تېر کال څارنوال صاحب نقیب الله له ما (محمد انور ولید ) سره تلیفوني اړیکه ونیوله او را ته ویې ویل چې ډېر ضرور کار در سره لرم . ، ماور ته وویل چې سمه ده ماسپښین دوه بجې د ګلبهار سنټر په مسجد کې در سره لیدلی شم . دوه بجې زه هلته ورغلم ، ده راته وویل چې :هغه لومړی کوم کال ؤ چې تاسو د سید آباد له لېسې څخه مظاهره وایستله ؟ ما په ځواب کې ور ته وویل چې پر هغه کال باندې څه کوې ؟ ده راته وویل چې سبابه خلک وایي چې څارنوال نقیب الله هېڅ هم نه دي کړي . زه یو څه لیکم په دې اړه . ماور ته وویل چې هر څه لیکې ، ویې لیکه ، خو درواغ به لکه د تېرو کلونو په څېر په مبارزه او جهاد کې نه وایې ، که دې وویل او زه در باندې خبر شوم نو ټول افغانستان ته به دې رسوا او افشأ کړم . ځکه موږ لا تر اوسه پورې ژوندي یو او د ټولو صحنو ژوندۍ نمونې یو . او د سید آباد په ؤلسوالۍ کې شهید څارنوال صاحب ګلاب الدین تر ټولو لومړی دعوت کړی او د لومړي ځل له پاره یې ددوآب په کلي کې لومړی موږ دوه وروڼه ( انجنیر عبدالشکوزخادم الله او محمد انور ولید ) د ( ۱۳۴۸ ) لمریز کار د ثور په (۲۰مه ) نېټه د پنجشنبې په ورځ جوانان مسلمان ته دعوت کړو بیا موږ پپه خپل څلور تنه همزولي او همصنفان دعوت کړل ، څارنوال ګلاب الدین به رسالې او نوټونه را ته راوړل او موږ به په کاربن پيپر کاغذ باندې کاپیانې خپلو ملګرو ته لیکلې او ور باندې وېشلې . دې کار یو کال دوام وکړ ، خو خپل رسمي کار مو د (۱۳۴۹ ) لمریز کال د مولود شریف له ورخې نمانځلو پیل کړ ، او هغه هم داسې چې تردې یوه اوونۍ مخکې موږ څارنوال صاحب ګلاب الدین را وغوښت ، په بله اوونۍ یعنې د مولود شربف په ورځ موږ له کابل څخه په ټوکرانو کې لیکل شوي شعارونه را وغوښتل او څارنوال صاحب ګلاب الدین ،مولوي حاب عبد الرب احدي ، محمد عارف پیماني ، قاضي حاصب محمد سلیم فرقاني ، استاذ ګل محمد د ترخ ، ډاکټر صاحب عزیز ، زمرک یاسر ، فضل کریم ( ډاکټر مسلم ) او نور ورونه د مولود شریف په پلمه په دې مراسمو کې را سره ملګري شول . ټوله د سید آباد لېسه موږ را وایستله او بیا موږ خپل موجودیت اعلان کړ، زما ورور (( عبدالشکور ( خادم الله ) )) په رسمي شکل د سید آباد د حوزې ناظم اعلی وټاکل شو . او له هغه سره په ملګرتیا موږ په پوله ؤلسوالۍ کې (۲۷ ) فعالې حوزې جوړې کړې . او د هغوی نظارت او څارنه مو خپله کوله . خو کله چې د مهارت لړۍ پیل شوه ، هلته بیا قصه سر چپه شوه . ځکه د صحنې ځينې اصلي وروڼه شهیدان او بندیان شول ،او ځینې ورک شول ، خو حکمتیار صاحب هم په انقلابي شرائطو کې تصفیې ته اړتیا لرله ، او دده د تصفبې فلترونه د وردکو له پاره یو څارنوال محمد رسول (نقیب الله ) ؤ او د شمال له پاره یې سید امیر ( انجنیر عبدالسلام ) . او داسې نور ؤ چې هغوی به یوازې خپل ارتباطي کسانو ته ترجېح ور کوله او په نورو به یې د بطلان کرښه را کاږله . هغوی هم ټول مجبور شول چې یاتپه کو کښېني ، او یا کوم بل چاته ور شي ، له کمونېستانو سره خو یې هسې هم د دین او عقیدې پر سر بدي وه او د وینو پور یې ور باندې ؤ . همدلته نور تنظیمونه له جوانان مسلمان څخه جوړ شول . خو موږ بیا هم مقاومت وکړ ، او لومړنۍ جبهې موږ په ګوربت کې جوړې کړې . لومړني عملیات هم موږ د کابل کندهار پر سرک وکړل او دوه ټانکونه موږ په تش لاس ونیول . خو څارنوال صاحب نقیب الله خان پر دې ټولو سترګې پټې کړې او نور خلک یې زموږ پښو ته را واچول ، دا ځکه چې نوموړي څارنوال صاحب یوازې په چک ؤلسوالۍ کې دعوت کړی ؤ ، خو حکمتیار صاحب ته یې د ټول وردک ددعوت ویلي وو . ولې داسې نه وه ، او نه ده . او حکمتیار صاحب دهغو کسانو خبرو ته ډېر قائل ؤ چې په سمت شمال کې به اوسېدل او ناقلین وو . اوس هم که حکمتیار صاحب پر خپله همغه زړه عرابه باندې روان و اوسي . نو دا پاتې به هم ټول ترې ولاړ شي ، ځکه اوس خپله اصلي صحنې ته داخلېږي . او هغه ډول زړې څېرې یې څوک نه مني . دا خو ملت دئ . خدای مه کړه د نورو په څېر به داځل یوازې په میدان پانې وي ، ستسې د عقیدې او مبارزې ورور : ( محمد انور ولید)
خدای ج دی افغانانو ته سوله او ورورولی په نصیب کی. نور باید افغانان په ماضی پسی و نه گرزی. دا هم یو چانس دی او گته ورنه پورته کی او افغانستان د تباهی نه راوگرزوی. گذشته را صلوات
ښاغلی ذکرالله خانه زه هم د حبیب خان لیکلی تکی در ته تکرا روم چی آفرین په قلم دی برکت شه دیر شکلی مطالب دی لیکلی دی کور ودان کامیاب او سرلوړی اوسی
دلاور ورور تبصره درسته ده کوندی خدای ورسره ارامی راولی که دظلم او زیاتی مسله وی خو شورای نظار او -هزاره اول لمبردی تیر هیر باقی خیر هر سړی تر خپل حده ظلم کړیده دهغه جزا به خدای ج ته پریږدو .
یارہ ذاکراللہ، ستا لہ دې لیکني نہ بعد د اول ځل لہ پارہ د انجنیئر صاحب د سولی پروسی تہ مي زړہ ښہ شو. کنی ریښتیا در تہ وایم هیڅ خوند یې نہ را کاوہ.
محمد انور(ولید
حکمتیار صاحب په افغانستان کې د ټولو اسلامي مبارزینو او مجاهدینو له پاره د منلو وړ یو دروند شخصیت او د جهاد او وسله والې مبارزې یوازینی علمبردار او سټه ده ، د افغانستان ټول مسلمانان او پر دسیسه او توطئه باندې پوه مخکیني مبارزین ورته درناوی لري او لبیک ورته وایي ، تر ما پورې یې ملاتړهم کوي . خو له نوموړي سره لا هم داسې طفیلي کسان شته چې دده د جزب ( پخواني جوانان مسلمان ) بیخ او بنیاد همدغو کسانو ور و ایست . ټول افغانستان له حزب اسلامي حکمتیار سره ؤ ، خو حکمتیار دومره په مسائلو کې غرق او همدې طفیلي کړیو محاصره کړی ؤ چې حتی د جوانان مسلمان د هغه وخت هغه د ولایتونو او ؤلسوالیو په سطحه پیژندل شوي د (۱۳۴۸ ) او (۱۳۴۹ ) کلونو اعلی ناظمان هم لا تر اوسه پورې نه پیژني . دا ځکه چې نوموړی همدغې حلقې له خپلو اصلي مبازرو وروڼوڅخه لیرې او په عالم نا شناختۍ کې ساتلی ؤ او هغوی یې هم ده ته نه ور پرېښودل چې ور سره وویني او په دې اړه څه ور ته ووایي . دا ځکه چې دوی ټول عمر حکمتیار ته په خپله مبارزه کې درواغ ویلي دي او اوس هم در واغ ور ته وایي . او پر حکمتیار صاحب باندې هم ددوی درواغ داسې لګیږي لکه د اسپرین بائیر ګولۍ . زه به تاسو ټولو وروڼو ته یوه بیلګه په دې اړه وړاندې کړم ، او هغه داچې : تیر کال څارنوال صاحب نقیب الله له ما (محمد انور ولید ) سره تلیفوني اړیکه ونیوله او را ته ویې ویل چې ډېر ضرور کار در سره لرم ، ماور ته وویل چې سمه ده ماسپښین دوه بجې د ګلبهار سنټر په مسجد کې در سره لیدلی شم . دوه بجې زه هلته ورغلم ، ده راته وویل چې :هغه لومړی کوم کال ؤ چې تاسو د سید آباد له لیسې څخه مظاهره را وایستله ؟ ما په ځواب کې ور ته وویل چې پر هغه کال باندې څه کوې ؟ ده راته وویل چې سبابه خلک وایي چې څارنوال نقیب الله هیڅ هم نه دي کړي . زه یو څه لیکم په دې اړه . ماور ته وویل چې هر څه لیکې ، ویې لیکه ، خو درواغ به لکه د تیرو کلونو په څیر په مبارزه او جهاد کې نه وایې ، که دې وویل او زه در باندې خبر شوم نو ټول افغانستان ته به دې رسوا او افشأ کړم . ځکه موږ لا تر اوسه پورې ژوندي یو او د ټولو صحنو ژوندۍ نمونې یو . او بل دا چې تا یوازې د چک په ؤلسوالۍ کې د حاجي ایوب له کوره مبارزه پیل کړې ، نورو ؤلسوالیو ته نه یې تللی او نه چا پیژندلې او د سید آباد په ؤلسوالۍ کې شهید څارنوال صاحب ګلاب الدین تر ټولو لومړی دعوت کړی ، د هغه شهید پر حق ګونډې مه ور وهه ، ځکه هغه شهید د لومړي ځل له پاره ددوآب په کلي کې لومړی موږ دوه وروڼه هریو انجنیر عبدالشکور(خادم الله) او محمد انور( ولید ) د ( ۱۳۴۸ ) لمریز کار د ثور په (۲۰مه ) نیټه د پنجشنبې په ورځ جوانان مسلمان ته دعوت کړو بیا موږ په خپل کلي کې خپل څلور تنه همزولي او همصنفان دعوت کړل ، څارنوال ګلاب الدین به رسالې او نوټونه را ته راوړل او موږ به په کاربن پيپر کاغذ باندې کاپیانې خپلو ملګرو ته لیکلې او ور باندې وېشلې . دې کار یو کال دوام وکړ ، خو خپل رسمي کارمو د (۱۳۴۹ ) لمریز کال د مولود شریف له ورخې نمانځلو پیل کړ ، او هغه هم داسې چې تردې یوه اوونۍ مخکې موږ څارنوال صاحب ګلاب الدین را وغوښت ، په بله اوونۍ یعنې د مولود شربف په ورځ موږ له کابل څخه په ټوکرانو کې لیکل شوي شعارونه را وغوښتل او څارنوال صاحب ګلاب الدین ،مولوي صاحب عبد الرب احدي ، محمد عارف پیماني ، قاضي صاحب محمد سلیم فرقاني ، استاد ګل محمد د ترخ ، ډاکټر صاحب عزیز ، زمرک یاسر ، فضل کریم ( ډاکټر مسلم ) او نور ورونه د مولود شریف په پلمه په دې مراسمو کې را سره ملګري شول ، د سید آباد ټوله لیسه موږ دواړووروڼو را و ایستله د ؤسوالۍ تردو دوسرکې موږ لاریون وکړ او بیا موږپه رسمي شکل د جوانان مسلمان موجودیت اعلان کړ، ور پسې زما ورور انجنیر عبدالشکور (خادم الله ) د سید آباد او جغتو د لویې حوزي ناظم اعلی وټاکل شو ، موږ په سید آباد کې (۲۷ ) فعالې حوزې جوړې کړې . او د هغوی نظارت او څارنه مو خپله کوله . خو کله چې د مهاجرت لړۍ پیل شوه ، هلته بیا قصه سر چپه شوه . ځکه د صحنې ځينې اصلي وروڼه شهیدان او بندیان شول ، او ځینې ورک شول ، خو حکمتیار صاحب هم په انقلابي شرائطوکې تصفیې ته اړتیا لرله ، او دده د تصفبې فلترونه د وردکو له پاره یو څارنوال محمد رسول (نقیب الله) او د شمال له پاره یې امیرامیر ( انجنیرعبدالسلام ) او د نورو سیمو له پاره یې دېته ورته کسان ټاکلي وو . هغوی ته به چې هر څومره پخواني د لومړۍ لیکې متعهد او مکتبي وروڼه ورغلل ، پر هغوی به یې یو ټاپه ووهله او د حکمتیار په تور لیست کې به یې همداسې شامل کړ ، لکه اوس چې امریکا خپله حکمتیار په تور لیست کې شامل کړی دئ . پر هغوی به یې ساحه را تنګه اوآخر به کرار په کور کښيناستل او یا به کوم بل جهادي تنظیم ته ورغلل ، ځکه له کمونیستانو سره خو یې هسې هم د دین او عقیدي او مبارزې دښمني او د وینو پور ؤ .
همدلته نور تنظیمونه له همدغه حزب اسلامي ( پخواني جوانان مسلمان ) څخه جوړ شول . او لاتراوسه هم په دې مخکښ تنظیم کې تجزیه روانه ده . ځکه د مخه راغلي د حزب اسلامي په نامه تنظیمونه هیڅکله هم د خانۍ دغه پیزوان له خپلې پزې نه را ښکته کوي . په ظاهره د ورورۍ نارې وهي او په باطن کې د حکمتیار پر راتګ خپلې ګوتې مروړي . همدا اوس چې کوم نوي حزبیان د خپلو ګټو په خاطرچاپلوسي ور ته کوي ، زه به یې وګرم چې په عمل کې څوتنه مرد میدان ور سره پاتې کېږي .ځکه مبارزه خو د قربانۍ حس و خود ارادین او کلک ایمان ته اړتیا لري . نه د حکمتیار پیسواو څوکۍ ته . کیداشي ډېر خلک لکه د لوګر مدیر سید رحمان او شهیدیان چې دوردکو د مجاهدینواړوند د یابیانو کتې به یې پلورلې ورته ووایي چې : دادي موږ له تاسره پاتې وو او تاته وفاداریو . نو وفادار خو دېته وایي چې باید دوی د حزب اسلامي هغه پخواني حدود ، جغرافیه ، نفوذ ، حیثیت او باور ساتلې وای ، هغه اوس په کومه کچه کې قرار لري ؟ خو موږ بیا هم هغه مهال مقاومت وکړ او لومړنۍ جبهې موږ په ګوربت کې جوړې کړې . لومړني عملیات هم موږ د کابل کندهار پر سرک وکړل او دوه ټانکونه موږ په تش لاس ونیول . خو څارنوال صاحب نقیب الله خان پر دې ټولو سترګې پټې کړې او نور خلک یې زموږ پښو ته را واچول ، دا ځکه چې نوموړي څارنوال صاحب یوازې په چک ؤلسوالۍ کې دعوت کړی ؤ ، خو حکمتیار صاحب ته یې د ټول وردک ددعوت ویلي وو . ولې داسې نه وه ، او نه ده . او حکمتیار صاحب دهغو کسانو خبرو ته ډېر قائل ؤ چې په سمت شمال کې به اوسیدل او ناقلین وو . اوس هم که حکمتیار صاحب پر خپله همغه زړه عرابه باندې روان و اوسي ، کمونیستان او نور چپیان او حزب دښمنه عناصر یې د حزب د نماینده په صفت پر پوست ور ننوزي ، او کابل ته تږي پخواني حزبیان ددغه ډول خلکو میلمستیاوې خوري ، او د سید امیر او نقیب الله په څير همغه ډول مشاورین او اجرائیه ولري . نو دا پاتې به هم ټول ترې ولاړ شي ، ځکه اوس خپله اصلي صحنې ته داخلیږي . او هغه ډول زړې څیرې یې څوک نه مني . دا خو ملت دئ . خدای مه کړه د نورو په څیر به داځل یوازې په میدان پاتې وي . په افغانستان ، سیمه او ټوله اسلامي نړۍ کې د تل پاتې سولې او سوچه اسلامي نظام په هیله .
ستاسې د عقیدې او مبارزې ورور :
( محمد انور ولید)
ولید)