تاند- د جمعیت ګوند مشرانو د حکمتیار پر وروستیو څرګندونو عکس العمل وښود خو په دفاع وزارت کې یې د ۶۰۰ پنجشیري جنرالانو په اړه د حکمتیار ادعا رد نه کړه.

اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، د بلخ والي عطا محمد نور، او د احمدشاه مسعود ورور احمدولي مسعود په جلا جلا پیغامونو کې د حکمتیار پر څرګندونو خپله غوسه ښکاره کړې ده.

ښاغلي عبدالله د کابینې په غونډه کې د احمد شاه مسعود په اړه د حکمتیار څرګندونې د نوموړي له عقدې سرچینه اخیستونکې وبللې او ویې ویل چې حکمتیار په دې ډول خبرو غواړي چې ځان شهرت ته ورسوي.

ښاغلي حکمتیار د جمعې په ورځ د بدخشان ولایت له یو شمېر خلکو سره په کتنه کې احمدشاه مسعود له آی ایس آی سره په تار لرلو تورن کړ او ویې ویل چې د دفاع وزارت ۶۰۰ جنرالان د پنجشېر اوسېدونکي دي چې زیاتره یې په اصل کې کلینران دي.

د احمدشاه مسعود د بنسټ مشر احمد ضیا مسعود هم د خپل ورور په اړه د حکمتیار پر څرګندونو عکس العمل وښود، ویې ویل چې حکمتیار په دې توګه قومي او سمتي تبعیض ته لمن وهي.

د بلخ والي عطا محمد نور، چې د خپل ولایت د ولایتي شورا د یوه غړي پر وهلو- ټکولو تورن شوی، د حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې تور ولکاوه چې د اسلامي حزب مشر د پردیو له لوري ګومارل شوی چې په افغانستان کې قومي، سیمه ییزو او ژبنیو اختلافاتو ته پوکی ووهي.

ده همداراز حکمتیار د پنحشېریانو په سپکاوي تورن کړی دی.

خو نه عطانور او نه د جمعیت نورو مشرانو د حکمتیار د دې ادعا په اړه چې په دفاع وزارت کې یوازې د پنجشیري جنرالانو شمېر ۶۰۰ تنو ته رسېږيو څه ویلي دي.

حکمتیار د بدخشان له خلکو سره په کتنه کې احمد شاه مسعود له آی ایس آی سره په اړیکو تورن کړ، ویې ویل«یو چا له مسعود څخه پوښتنه وکړه چې پر طالبانو څرنګه باور کوې؟ مسعود ورته وویل چې په آی ایس آی کې زموږ دوستانو ډاډ راکړی چې طالبان به موږ ته مشکل جوړ نه کړي.»

8 thoughts on “د حکمتیار پر څرګندونو د جمعیت مشرانو توند عکس العمل وښود”
  1. هسې خو اکثره جمعیتیان بې شرم او بې حیا دی، خو په جمعیتیانو کې د نظارشورا او پنجشیر ډلګۍ هیڅ حیا او ابرو نه لري. ډبل عبدالله هیڅ حق نه لري چې د کابیني په غونډه کې د خپل کلي د لنډهغر و دفاع وکړي. د کابینې غونډه د پنجشیری لنډه غرو د دفاع کچې ته ټيټول هم د دوی بې حیايي او سپینسترګي ښئ

  2. د پنجشیریانو یا شورای نظار په باره کې که چا کومه خبر وکړه خصوصا که د هغوی بدیې وویل ، نو د افغانستان ملی وحدت خبرابيږي لکه احمدضیا مسعود چې وایی « د پردیو له لوري ګومارل شوی چې په افغانستان کې قومي، سیمه ییزو او ژبنیو اختلافاتو ته پوکی ووهي.»
    بنا د افغانستان خلک باید لږ احتیاط وکړی او واقعیت باید ونه وایی.
    د افغانستان یو ولایت چې شپېته زره اوسېدونکي لري او په ملی اردو کې 600 جنرالان ولري یعني په هر 100 نفرو کې یو نفر جنرال دی.
    که دوي له خپل قوم او موقف نه دفاع نه کوي نو څوک به یې کوي؟

  3. تاسو څه فکر کوي چې د ا پنجسیري جنرالان به په کومو مهمو دندو بوخت وي؟
    دوی به کوم بل هېواد فتحه کړي؟
    دوی به له خپل وطن نه دفاع وکړي؟
    اوکه د نورو قومونو د ذلت او نابودي لپاره به مصروف وي؟‎

  4. موچې بسم الله خان د پچو غل چې سترجنرال شي، ملا تاج محمد چې جنرال او د کورنیو چارو وزارت ته رسيږي ، مرده شوی ملا معنوی چې پنجشیریانو قاضی القضات او بیا د انتخاباتو د کمیسیون لوی رییس ټاکل کيږی، د ټکسی دریور محمد قسیم فهیم چې مارشال کیږي نو بیا د پنجشیر د ولسوالي نور کلینران هم حق لري چې د بابه جلندر یا ګډا او ظاهر اغیړلي په شان جنرالان شي.
    اسلام دین ماست . افغانستان به ….. ماست

  5. PAST 40 YEARS WE SAW MANY PROBLEMS/THINK WHAT WE WILL DESERVE FROM THIS GAME/ALL OF WARLORDS FIND SOME SENSATION ABOUT NATION/
    IF STOP ANY SABOTAGE AND GAVEHANDS FOR PEACE/
    TIME TO REBUILD AND START HUMAN LIFE.
    WE ARE TIRED FROM YOUR GAME/ NO MORE WAR ZARGARY/
    THANK YOU

  6. د حکمتیار په مېړانه او جرئت د سل افرین وي،
    تر اوسه کوم یوه پښتانه یا غیر پښتانه مشر د هېواد اصلي دښمنانو (جمعیت پیپسي یا شورای نظار) په اړه دومره مردانه خبرې کړې؟! خو دا دی حکمتیار په نره او له هر ډول پردې او مصلحت پرته دا خبره په واضحو الفاظو وکړه.
    حکمتیار به ان شاالله ورځ تر بلې ملي ملاتړ خپلوي، هر هدفمد او د افغانستان سوکالي غوښتونکی افغان خوښوي او ټینګ ملاتړ به یې کوي.

    عابد

  7. سلام
    زه فکر کوم چې د هېواد لپاره بې له سولې بل هېڅ ډول تګلاری سیا ست او پالیسی کار نه وزکوی سوله د افغا نستان ولس لپاره یوه داسې جهان بینۍ د چې هېڅ ډول انحصار په یوه ټولنه کې نه منی چې عدالت مساوات انصاف او اخوت ېې ستر مثالونه دی
    داچې هابیل او قابیل د کومو شخصی ګټو په خا طر چیغی وهې او د کا بینې په غونډه کې ورته رېېښې اوخاښونه ورکوی دا بیا زما او ستا مشکل نه دی
    واېې چې : مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید

  8. اګر این کجکول خان ظر فیت وضا بطه کشور میدانست ویا کم از واجد چنین شخصیت میبود نزاکتا در کا بینه از تعریف شخصیت پرستی یادی بعمل نمی اورد ملت افغا ن وتاریخ قضاوتکرده می تواند که سنګ لارجورد چی کسی حیف و میل کرد وخبر نګار فرانسوی از کی تحفه بدست میاورد؟

ځواب ورکول عابد وردګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *