نیمه شپه ده، تنهايي ده، خاموشي ده
د زړګي له درزا جوړه موسیقي ده

ستا په هره بې رُخۍ کې څومره درد دی
ستا په هر نظر کې څومره دوايي ده

ستا په یو لمس مې تر روحه سکون راشي
دا څه کیف، څه عجیبه مسیحايي ده

دا د څنګه آینې مخ ته ولاړ یم
نور پخپله، خو څېر مې اجنبي ده

زه له خپل وجود سروشه نه راوځم
زما خپله دنیا، خپله پاچاهي ده

۲۴ اګست ۲۰۱۳

One thought on “د حکمت الله سروش نوى غزل”
  1. زه له خپل وجود سروشه نه راوځم
    زما خپله دنیا، خپله پاچاهي ده
    زړګیه که غواړی چه له حقیقته خبر شی نو له خپل وجوده راوتل په کاردی نهنګ هغه وخت د سمندر اصلی څیره لیدلای شی چه له سمندره د باندی راووځی که څه هم خلک وایی چه نهنګ بی له اوبو ژوند نه شی کولای خو تر څو چه دا قربانی ورنه کړی هیڅکله به هم په حقیقت ونه پوهیږی او تل به د سمندر په تیارو کی پاته شی. موږ که اسلام ته د مسلمان له نظره وګور،افغانستان ته د افغان له نظره وګور او خپل قوم ته د فلانکیزی له نظره وګورو نو هیڅکله هم سالم قضاوت نه شو کولای ځکه هر چاته خپل شی ښاغلی ښکاری او خپل د اوږو د منځ لیدل ګرانه خبره ده. َ

ځواب ورکول عبدالله خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *