د طالبانو د قطر دفتر

تاند- وسله وال طالبان وايي چې د دوی استازي به سبا /شنبه/ په قطر کې د پګواش کاناډايي موسسې له لوري په جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلي د پګواش له لوري په جوړو شویو بحثونو کې ګډون کړی دی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې ویلي چې د دوحې په غونډه کې به د طالبانو د قطر د دفتر غړي برخه واخلي.

دې غونډې ته له افغانستانه هم یو شمېر شخصیتونه، د ټولنیزو ادارو او سیاسي ګوندونو استازي بلل شوي دي.

د تاند د معلوماتو پر اساس دولتي چارواکي او د سولې د عالي شورا غړي به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په قطر کې د طالبانو دفتر وايي چې د شېرمحمد عباس ستانکزی په مشرۍ به د دوی ۱۰ تنه د پګواش په غونډه کې ګډون وکړي.

د غونډې هدف د ښکېلو خواوو ترمنځ د اعتماد رامنته کول بلل شوي دي.

دوی به دغه راز د سولې پر لارو چارو خبرې وکړي او د یو بل له دریځونو سره به اشنا شي.

ګومان کېږي چې د پګواش په نوښت دا جوړېدونکې غونډه به د دې ټولنې تر تېرو غونډو د برخوالو د شمېر له نظره لویه وي.

د پګواش موسسه، چې د نوبل جایزه یې هم ګټلې، په نړۍ کې د شخړو د هواري هلې ځلې کوي.

One thought on “د حکومت، مدني ټولنو او طالبانو استازي په قطر کې غونډه کوي”
  1. I think pagwash must directly workout plan not with talban but thire masters bcz talban are just foot soldiers from top to bottom no leadership

ځواب ورکول Pakhtoonstoray ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *