تاند- د افغانستان حکومت به ډېر ژر کې له یوې مخالفې وسله والې ډلې سره د سولې په باب جوړجاړی نهايي کړي او د افغانستان د ۱۵ کلنې جګړې د پای ته رسولو لور ته به یو ګام واخلي.
دا خبره اسوشیتید پریس خبري اژانس نن /شنبه/ د افغانستان د حکومت او د یوې وسله والې مخالفې ډلې د استازو په قول وکړه.
د کابل د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې معاهده به سبا /یکشنبه/ نهايی شي.
د حزب اسلامي سرمرکچي امین کریم هم هیله ښکاره کړه چې ولسمشر محمد اشرف غني سبا د موافقې وروستۍ بڼه تصویب او لاسیلیک کړي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې دا جوړجاړی د ولسمشر غني لپاره، چې هڅه کوي د وسله والو طالبانو له ډلو سره هم روغه جوړه وکړي، زیات اهمیت لري.
که څه هم د حکمتیار اسلامي حزب په جګړه کې زیات اغېزمن رول نه لري خو له ده سره د حکومت موافقه له طالبانو سره د روغې جوړې په برخه کې د اعتماد فضا رامنځته کولی شي.
ټاکل شوې ده چې حکمتیار ژر کابل ته راشي.
پرون نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي و چې د افغانستان حکومت د حکمتیار لپاره د کور او دفترونو بندوبست کړی دی.
هر هغ څوک چی سوله غواړي کور یی اباد
دا خو غوره او نيك ګام دى الله د يى بريالى كړى
Will be one of the best thing ever for all Afghans.May Allah sw guide us all.
دا به دسولي راوستلو په اړه لمړنۍ او مهمه ګام وی!