قاضي صیب! تاسو خو په ښکاره رشوت اخلئ؟ غږ یې ونه کړ. پېسې یې شمارلي.
ځان یې تیر ایسته. موسکی شو. پېسې یې په جیب کې واچولې. په څنګ کې یې درې کسه ناست ول. دوو اوږده ویښتان درلودل او د یوه مخامخ تندۍ تش و. په لاسو کې ولچکې وې. له دوی نه مې وپوښتل، ولي یې راوستي یاست؟
ستونی یې صاف کړ. او په افتخار سره یې وویل: موږ یې په غلا کې راوستي یوو. په همدې خبرو کې و چې پولیس دوه کسه له اوږو رانیولي ول او په کوټه رادننه شول.
صیب! دې دوو نه هم پوښتنه وکړه.
ـ څه یې کړي؟
ـ یو مې په زنا کې نیولی او دا بل سود خور دی.
ولي سود خوري؟ موږ قانون لرو. ته پوهیږې چې د سود خور ګناه څه ده؟
هو، خو خلکو راته ویلي چې کوه کوه د حکومت یوه سترګه ړنده ده، ځکه مې د هغې یوې سترګې لاندي خپل کاروبار کاوه؛ خو دا دی د روغې سترګې لاندې یې ګیر شوم.
په دې وخت کې نورو هم را غبرګه کړه، هو قاضي صیب، موږ هم همداسې اوریدلی ول او غلاوې مو کولې.
هه هه هه… ريښتیا هم چې د حکومت یوه سترګه ړنده ده، خو زه د حکومت دواړه سترګيې یم. تاسو به دا هم اوریدلي وي چې کله به هم د روغې سترګيې لاندې راشی او کنه؟
اوس تاسو د حکومت د روغې سترګي لاندې راغلئ او خپله سزا به وګورئ.
له قاضي مې وپوښتل: تاسو خو هم رشوت اخلئ؟
ـ هو، خو زه اوس هم د حکومت تر ړندې سترګې لاندي دا کار کوم.
اوس خو د وړو غلو به همدا حال وی مګر هغه چه ۲۲۵ میلیون ډالره غلا کوی یا د زرهاوو امنیتی قواوو ډوډی،البسه، وسله او تجهیزات خوری اوپه سلګونو غصب او جنایت کوی نوهغه باید حکومت وکړی ؟ آیا دداسی حاکم به دواړه سترګی ړندی نه وی ؟ آیا دومره علیل او بی ایمانه خلک باید حاکم وی؟ چیرته چه حکام فاسد وی هلته به هرڅه فاسدیږی ځکه چه فاسد ،فساد زیږوی ،دامنیتی قواوو لاس او پښی تړی او دښمن ته یی سپاری ځکه چه ډوډی،تیل او وسله یی دوی خوری ،صف کی نفاق راولی او قوت له مینځه وړی که نه ددی ملت واحد صف هره فتح کولی شی چه تاریخ پری شاهد دی.