خبرپاڼه؛

زموږ په هیواد کی د سولی او امنیت تامین زموږ او ستاسو افغانانو په ګډ او صادقانه کار پوری اړه لری، راسی د خپلو جګړه ځپلو هیوادوالو د ژغورنی لپاره د ملی یووالی لاسونه سره ورکړو او رښتنی سوله  تامین کړو، چی داخپله د شهید حشمت خان کرزی ملی ارمان دی.

داخبره د افغانستان اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال او د شهید خان ورور حکمت خان کرزی د خپل شهید ورور د دریم تلین لمانځنغونډی او د قرآن کریم د ختم په هغه مراسمو کی وکړه کوم چی د سلګونو دینی عالمانو، د سولی ولاتیی کمیټی رئیس ، قومی مشران، د فوځی او ملکی ادارو  استازو، ځوانانو او دشهید خان د دوستانو په ګډون د زمری د میاشتی په ۲۹ نیټه د هغوی په کلا او ټاټوبی کی جوړه سوی وه.

د مراسمو په پیل کی د قرآن عظیم الشان تلاوتونه ترسره او د ختم دعاوی وسوی، وروسته یوه تن برخه وال دیادو مراسمو په اړه معلومات وړاندی کړل، بیا کندهار والی زلمی ویسا د شهید خان حشمت خان کرزی د خدمتونو، میړانی او هیوادپالنی په اړه خبری وکړی هغه یی د هیواد رښتینی بچی یاد کړ خو له بده مرغه هغه د هیواد د دښمنانو دسیسو راڅخه واخیست، خو خان شهید د افغانانو په زړونو کی خاص ځای لری او هیڅ وخت به یی له یاده ونه باسی، الله تعالی هغه ته جنت الفردوس نصیب کړی.

وروسته د ولایت مقام مرستیال حاجی آغالالی دستګیری هم د شهید خان د میړانی او کارنامو په اړه بحث وکړ، دغه راز هغه د افغانانو پر ملی یووالی ټینګار وکړ وویل: که موږ سره یو نه سو نور به هم موږ د جګړی د ناخوالو قربانی کیږو.

ورپسی د هلمند ولایت ولایتی شورا رئیس کریم الله اتل، د زابل د خلکو قومی مشر حاجی عبدالمجید، د ارزګان ولایت څخه پخوانی د پارلمان غړی حاجی امان الله عظیمی، د کندهار څخه څارنوال حاجی محمدعیسی خان، د زابل والی بسم الله افغانمل او په کابل کی دملکی خدمتونو د اداری کارکونکی بریالی په وارسره د شهید خان د خدمتونو، میړانی، مسکین پالنی او خواخوږی په اړه خبری وکړی، هغوی د سولی تامین د افغان ولس لومړی اړتیا یاده کړل، پر وسله والو ناراضو یی ږغ وکړ چی نور د پردیو د ګټو لپاره خپل هیوادوال  ورانه کړی، پرتی ستونزی د خبرو او تفاهم له لاری وړاندی کړی او دجګړی پر ځای سوله وکړی.

وروسته د شهید خان ورور په خپلو خبرو کی د برخه والو د ګډون څخه مننه وکړه او د شهید خان د سخاوت، بشردوستی او له بی وزلو سره د هغه د خواخوږئ په اړه خبری وکړی، دغه راز هغه وویل یو پیسی ګټل دی بل قیصی ګټل دی خان شهید قیصی ګټلی دی موږ د شهید خان په نوم خیریه بنسټ جوړکړی چی له بی وزلو سره مرستی وکړی، د ورزش کارانو، مسجدونو او ښوونځیو په جوړولو او فعالولو کی هم مرستی کوی، هغه د ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چی لوړی زده کړی وکړی ترڅو د خدمت کولو اهلیت ترلاسه کړي.

One thought on “د خان شهید د ملی ارمان لپاره باید کار وکړو”

ځواب ورکول Suliman Zahid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *