ډیر ځل به مو د خپلو مشرانو او ملګرو په مجالسو کې د میړه او ښځې د اړیکو ټینکښت او ثبات تر غوږو شوی وی، ښايې چې ځینو په خپل ژوند کې ازمايلې هم وي.

دا به مو هم ليدلي وي او يا به درته تجربه شوي وي، چې يو دوست مو له واده وروسته تر ډيرې مودې پورې د کور له انګړه بهر نه راوځي، چې لأمل يې د خپلې ميرمنې سره د ښې اړيکې درلودل او ټينګښت دی.

که څه هم داسې ډیرې بیلګې شته، چې تر واده وړاندې د میړه او ښځې اړيکې ناوړه وي خو تر واده وروسته يې اړيکي رغيږي؛ دا د مينې او محبت يوه داسې نمونه ده، چې له دې پرته يې په نړۍ کې هيڅ ساری نه شو موندلی، د دې محبت ريښې په زړونو کې دومره ژورې وي، چې په پرې کيدو او جدا کيدو سره يې ان په رګونو کې د وينو جريان ودريږي.

د نکاح وروسته له ميرمنې سره نيکې او سالمې اړيکي د انسان د ټول ژوند په چارو اثر غورځوي، د رسۍ په څېر مضبوطي وي او ورځ تر بلې نورې هم پياوړي کيږي؛ د نړۍ هېڅ یو طاقت هم په دې نه دی توانیدلی، چې د دوی تر مینځ اړيکي اغیزمنې او یا هم غوڅې کړي.

د یادو اړیکو د ټینګښت راز لوی څښتن تعالی دی، چې زړونه يي دیو بل لپاره دمیني څخه ډک کړي . رب العلمین  فرمايي:

وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً

ژباړه : او ګرځولی ده په مینځ دستاسي کښې مینه او رحمت

له دې ایت څخه په ډاګه څرګندیږي چې د زړونو څښتن د نوموړو په زړونو کې د مینې ډیوې روښانه کړي او د ړندو مینانو په څير یو بل سره په تول تللې مينه کوي، چې د همدې مينې په پای کې يي الله تعالی په خپل رحمت (بچیانو) ونازوي.

One thought on “د خاوند او ښځې د اړیکو دټینګښت لأمل/ عطاءالله مظلوم”

ځواب ورکول سیدامین سیدي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *