تاند- د افغان خبریالانو د خوندیتوب یا مصونیت کمېټې په یوه خبرپاڼه کې د فرانس پریس خبري اژانس د افغان خبریال سردار احمد او د هغه د کورنۍ د غړیو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه.

د خبرپاڼې پر اساس سردار احمد، چې د هیواد یو پېژندل شوی مسلکي خبریال و، تېره شپه د کابل پر سرینا هوټل د طالبانو په برید کې له خپلې مېرمن او دوو تنکیو ماشومانو سره «شهید» شو.

د افغان خبریالانو د خویندیتوب د کمېټې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سردار احمد دوه کوچیني ماشومان وژل شوي خو یو بل یې، چې یو کلن دی، سخت ټپي شوی او په داسي حال کې چې حال یې نازک دی، په روغتون کې بستر دی.

د خبریالانو د خونیدیتوب ټولنې ویلي چې د دې خبر خپرېدا د افغانستان د خبریالانو ټولنه سخته غمجنه کړې ده.

1د سرینا په هوټل کې څلورو وسله والو طالبانو د تمانچو په ډزو ۹ تنه ووژل چې ۴ یې بهرنیان او ۵ افغانان دي. ډېر نور د حمله کوونکو له حملې وژغورل شول.

د خبریالانو د مصونیت کمېټې ویلي، سره له دې چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان ادعا کوي چې په خپلو بریدونو کې ملکیانو ته زیان نه اړوي خو د تېرې شپې برید یو وار بیا ثابته کړه چې دوی په کومه بې رحمۍ پر ملکیانو په تېره بیا ماشومانو باندې ډزې وکړې.

د سردار احمد دواړه ماشومان پر سر او تندي ویشتل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، سره له دې چې خبریالان بې پرې دي او د دواړو خواوو خبرونه خپروي خو بیا هم تل له تاوتریخوالو او بریدونو سره مخامخ کېږي.

په سرینا هوټل کې د ژوندي پاتې شویو کسانو په وینا سردار احمد وسله والو طالبانو ته وویل چې «افغان دی، خبریال دی» خو هغوی پرې رحم ونه کړ او نه یوازې پر ده یې د تمانچې ډزې وکړې بلکې د ده پر مېرمن او معصومو ماشومانو یې هم ډزې وکړې.

د خبریالانو د خوندیتیوب د کمېټې په خبرپاڼې کې ویل شوي:« نن /جمعه/ یو شمېر افغان خبریالان په سردار محمد داوودخان روغتون کې راغونډ شول او د جګړه مارو دا د نه بخښلو جنایت یې د نه توجیه وړ وباله. خبریالانو پرېکړه وکړه چې د طالبانو د دې عمل په غبرګون کې به د پنځلس ورځو په مخه د جګړه مارو (طالبانو) اړوند خبرونه نه خپروي.»

کمېټې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د خبریالانو بې پرې توب ته په کتو د هغوی ژوند او خوندیتوب ته پام وکړي.

د کابل د سرینا هوټل له پېښې جلا د راپورونو پر اساس نن وسله والو طالبانو په ننګرهار کې څلور قومي مشران ووژل او دوه نور ژوبل کړل.

وسله والو طالبانو د ننګرهار په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

2 thoughts on “د خبریالانو مدافع ټولنې سردار احمد د وژلو په غبرګون کې د طالبانو پر خبرونو د بندیز غوښتنه وکړه”
  1. 21st Mar 2014 | 2 notes
    Statement of Afghan Journalists on the Murder of Our Colleague Ahmad Sardar and His Family

    د خبرېال احمد سردار او کورنۍ په اړه ېې د افغان خبريالانو اعلامیه

    جمعه، د وري لومړۍ نيټه، ۱۳۹۳، کابل
    یو ځل بيا د افغانستان د رسنيو کورنی په یوې دردونکي پېښې کې د خپل یو فعال غړي په ضایعه وير کوي.
    په سيرينا هوټل د طالبانو د پنجشبې په ډارن او وحشي برېد کې د ېو شمېر نورو بې ګناه ملکېانو تر څنګ یو وتلی او نامتو افغان خبرېال احمد سردار، ميرمن او دوه ماشومان ېې په شهادت ورسېدل، او درېم ماشوم ېې سخت ټپي شوو.
    که څه هم افغان خبريالان نه ستړې کيدونکي هڅې کوي چې په سختو حالاتو کې د خپلو راپورونو په ورکولو کې بې طرفه پاته شي خو له دې سره سره بېا هم داسې بوږنوونکي پيښې رامنځته کيږي.

    په دې پيښه کې طالبانو قصدا او په بې رحمۍ ملکيان د خپل بريد هدف وګرځول او د ډوډۍ خوړلو په مهال ېې په ښځو او ماشومانو وويشتل.
    د طالبانو داسې بريدونه په هېڅ وجه د منلو وړ نه دي او له داسې وحشي بريدونو ېې موخه د رسنېو پام ځانته اړول او د افغانانو تر منځ ترهه خورول دي.
    د دې لپاره د افغانستان د خبريالانو کورنۍ په ګډه دې پريکړې ته رسېدلې چې د ۱۵ ورځو لپاره به د طالبانو اړوند خبرونه نه خپروي او د طالبانو د ترهې د خپرولو څخه به ډډه کوي.
    موږ له طالبانو هم په دې اړه د توضیحاتو غوښتونکي چې له نږدې څخه د بې ګناه ماشومانو ويشتل څنګه توجیح کيږي.
    موږ د خپل همکار او د هغه د درنې کورنۍ اروا ته لاس په دوعا یوو.

    د افغان خبريالانو راټولېدنه
    سردار محمد داودخان روغتون
    کابل

  2. ، خدای ج بښلي سردار احمد ، کډی او دوه ماشومانو ته د الله ج ښایسته جنتونه په نصیب کړی او کورنۍ ته یی د جمیل صبر غوښتونکی یو او هر چا چی دا عمل تر سره کړی وی د خدای ج په قهر یی اخته کړی
    امین ثما امین

ځواب ورکول NaBI ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *