تاند- د مشرقي قومي مشرانو او سیاسيتوالو په خپلو ولایتونو کې د ناامنۍ په وړاندې حکومت ته خبرداری ورکړ.
دوی چې د یکشنبې په ورځ /سپټمبر۶/ په کابل کې راټول شوي ول، حکومت ته ۱۵ ورځې ضرب الاجل وټاکه چې په دې موده کې په ختیځو ولایتونو کې امنیت راوړي او کنې په خپله به په خپلو امکاناتو د امنیت راوستلو هلې ځلې پیل کړي.
د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د داعش د فعالیت له زیاتېدو سره د خلکو ژوند لا تریخ شوی دی.
د ځینو سیمو اوسېدونکو ته داعشیانو خبرداری ورکړی چې یا داعش ته بیعت وکړي او یا کډې بار کړي او له بلې خوا د داعش او طالبانو ترمنځ پر له پسې جګړو د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي مجبوره کړي چې کور اور جګړه مارو ته پرېږدي او په خپلو دښتو ته مخه کړي.
د کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار قومي مشرانو د سیمې استخبارات د خپلو ولایتونو د ناامنۍ سبب وبلل.
د مشرانو جرګې غړي فضل هادي مسلمیار غونډې ته وویل چې په ختیځو ولایتونو کې له پخوا څخه هم امنیت ښه نه و خو د طالبانو او داعشیانو د جګړو له زور اخیستو سره لا خراب شوی دی.
مسلمیار وویل چې جګړه مارې ډلې د مشرقي د خلکو ماشومان او قومي مشران وژني او کورونه یې وروانوي.
دلوي مشرقي دقومي مشرانو دغونډي په تا يد دا چه زه هم دهغه ولايت يو غړي يم غوا ړ م خپل نظر شريك كړم.!
واءي چه په جنګ شي په تنګ شي؟
دا يو واقيعت دي چه ننګر هاريان او لوي مشرقي داور په لمبو كي سوزول كيږي،مشران ءي په قتل رسيږي،،كو چنيان ءي درنګأرنګ ت تكليفونه سره مخامخ دي.
د څښا ك اوبه نشته ،ډ و ډ ي نشته ،لباس نه شته ،دخوب وسائل نشته د ژ وند د شپواو ور ځو تيرولو وسائل نشته ، دور ځي د ګر مي او دشبيي ديخني لاندي را ګيردي .
ځوأنان ءي دمختلفو شكنجو او ديوي كپلي ډ و ډ ي په غم كي را ګيردي .
دولت شته مګر امنيت نه شته .؟)
دولت شته مګرباز خواست نشته .؟
دولت شته مګر حمايه او پشتباني دخلكو نشته .؟
لنډه دا چه كور او وطن ورته أور ګر ځيدلي او دوي په كي سو ځيږي بيا هم څوك دانساني كرامت او بشري حقوقو دلاري نه ملت او نه دولت دكمك او همكاري لاس نه ور او ژدوي .
ديته واءي بشر دوستي ؟
چيري ءي سيما ثمر؟
چيري ءي اشرف غني؟
چيري ءي عبدالله؟
چيري ءي وزير دفاع ؟
چيري ءي وزير داخله ؟
چيري ءي ريس عمومي امنيت ملي .؟
چيري ءي ډ ګر وجنرال او دريس جمهور اول معاونه .؟
ايا لوي مشرقي دافغانستان يوه برخه ده او كه نه .؟
داجه دمشرقي اولس شرافت لري ، پوهه لري ،علميت لري ،دانش لري. حبصله لري ،تحمل كوي .او دخپلو دحقوقو په خاطر د چا ګريوان ته لاس نه دي ا چو لي نو ژ وند خو ددوي طبعي حق دي نو داخو ور ځني مه اخلي .؟
خپلي خبري لنډوم احترامانه وايم اي اولسمشره ؟اي بي قانونه إجرايه رئيسه ؟ كه چيري ننګرهار او لوي مشرقي ته تو جوه ونه كړي دا أور چه نن هغو پري سوزول كيږي نژدي دي چه ددي أور لمبي ستاسي لمنو ته هم درورسيږي؟
خپل منځي عياشي پهلواني تعصبي،منطقوي،قومي بي اتفاقي ته خاتمه ور كړي او ملت ته متو چه شي .جنايتكاران ،قاتلان،او دديپو ګانو خاوندان أودّ خراسان أطباع چه افغانستان دافغانستان په نامه نه پيژ ني ژوندي او دستاسي حيثيت په صفر كي ضرب وي داسي اشخاص په ځان مه را ټولوي همدي خلقو اوله لومه تاسي ته ايښي ده بيا ملت ته .
لګ څه خپل ماغزه په كار وأجوى او تدابير ونيسي .؟
ننګرهار يأنو او دلوي مشرقي عزيزانو زه او زما ويني ستاسي په خدمت كي دي زه نظامي جنرال دستاسي دامنيتي چا رو خدمت د پاره هر نوعه آماده ګي لرم . امر كوي ځان در رسوم .
په اخر كي په رسا تو ګه وايم چه ددي او داسي نورو فجايعو مسول .
-اولسمشر اشرف غني دي.
-بل داجرايه ريس عبدالله دي .
دنظام څخه ءي دكو چنيان ما شو مانو دفو تبال ميدا ن جو ړ كړي او هيخ مسوليت نه احساسوي .