د شیخ اکبر محمد الطاهر ابن عاشور: مقاصد الشریعة الاسلامیة کتاب لولم چې په درې ټوکه کې د قطر د امیر شیخ حمد بن خلیفه الثاني له لورې چاپ شوی.
په لومړي ټوک کې ئې د نولسمې پیړۍ په اوږدوکې پر عثماني خلافت، اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د عربي نړۍ پر لري پرتو هیوادونو؛ مصر، تونس، آستانې او نورو سیمو باندې د لویدیځوالو یرغلونو او زړه بوږنونکو مظالمو او دهغو په ترڅ کې، د مسلمانو مخورو پوهانو اصلاحي او نجات بښونکو حرکاتو ته هم ګوته نیول شوې، چې تر ټولو ستر او زړه راښکونکی عنوان ئې د شرق د نابغه؛ علامه سید جمال الدین الافغاني رحمه الله په اړه دی.
تر لاندې دو عنوانونو وروسته تقریبا لس مخه، یواځې ددغه ستر شخصیت د بیلابیلو اړخونو او کارنامو په هکله لنډ بیان شوی او بیا دهغه د شاګردانو؛ محمد عبده، رشید رضا، شکیب ارسلان او نورو په اړه بیان کوي.
ددغو دو ورقو د عنوانونو لنډه ژباړه داسې کولی شو چې: د ختیځ ستوری چې د نظر، فکر او اجتهاد له سره پییلې ډلې ( ملغلرو) څخه جوړ او د اصلاحي فکر د خاوندانو دویمه ډله تمثیلوي، په سرکې ئې افغاني او ( دهغه شاګرد) محمد عبده ځای لري…….
2په دویمه پاڼه کې د مرحوم علامه په هکله د هغه د کورنۍ، ځای او نسب د شرافت له بیان وروسته وایی چې: هغه خبرو او بیان امیر، د نابغه حکیمانو سردار، د خطیبانو او بلیغانو امیر، تر بل هرچا صائب الرایه، د کلک استدلال او غوڅ دلیل، لوی زړه او له شوره ډک عزم څښتن او ډیر سخت سهم او تاثیر ئې درلود. ډیر ستر او عالي سجایا یی درلودل او د مسلمانانو په منځ کې داسې یوې عالي مرتبې ته رسیدلی و چې له هغه پرته به ډیر په ګرانه، بل څوک دهغه مرتبې ته رسیږي………
دغه ستر نړیوال، مسلمان شخصیت او د اسلامي نړۍ ستر محسن د نورې نړۍ له لورې پداسې القابو، شان او شوکت یادیږي او د نورې نړۍ په وړاندې پدې ناز او ویاړ کوي چې اسلامۍ نړۍ هم د نابغه سید جمال الدین افغاني پشان سترې هستۍ بشري ټولنې وړاندې کړې.
خو زمونږ افغانانو دې نو خدای مل شي، خدای خبر ددغې سترې هستۍ، تر خاورو او خزلو لاندې قبر به، کله هم کوم چا پدې نیت جارو کړی وي، چې تر دې خاورو لاندې دهغې هستۍ هډوکي پراته دي، چاچې خپل ټول ژوند د اسلامي نړۍ او په مجموع کې د ټول انسانیت په غم کې خاورې کړ، ټولو مسلمانو حاکمانو ته ئې دروازې ور وټکولې، ټولو د غفلت په خوب ویدو ته یې کوکې کړې، د راتلونکو بلاؤ په وړاندې ئې په ټولو کې د نوې روح پوکلو لپاره پخپله مرۍ کې ساه وچه کړه، ټول یې د انساني او اسلامي ورورګلوۍ لورته را وبلل، خو افسوس چې نه ئې په ژوندکې چا د کوکو او خیر خواهانه تدابیرو درک او تحمل و درلودلی شو، هره ورځ به لکه بې کوره او نابلده مسافر کډه په شا و او نه ئې هم له مرګه وروسته، چا په حقیقي مانا قدر او منزلت و پیژندلی شو، یواځې پر نوم او ویاړونو یی سره اخته او باټیږو خو نور مو یو وخت په دعا کې هم یاد نکړ؟
رښتیا ده چې مرګی کله پردې کوي او کله بیا نخرې.
روح دې ئې ښاد او قبر دې ئې د الله تعالی په ازلي او سرمدي انوارو منور وي. امین.
یادونه: د لاندې عباراتو ژباړه ټکې په ټکې نده شوې، هسې مې آسانه حاصل ترینه را اخیستي، هیله ده وبه مې بښئ. مننه
3 thoughts on “د ختیځ افغاني ستوری او د افغانانو بې وفائي/ مولوی عبدالرحمن هوتک”
  1. مولوی صاحب محترم! ستاسو د لیکنی څخه می ډیر خوند واخیست
    .آو ډیرخو لاپدی خوشحاله یم اول ځل می يو مولوی صاحب پیدا کړوچی د نوی تخنیک نه استفاده کوي…..
    مولوی صاحب رابه شو یو بل مطلب ته چه هغه دی د سیرت النعمان چی علامه شبلی نعمانی رح لیکلی دی… ما یی اردو ترجمه لوستلی دی او ډیر زیات می خوښ شوی دی ځکه په عربی نه پوهیږم او پشتو او انګریزی ترجمه یی نشته او غواړم چه داسی څوک پیدا شی چی دا کتاب په صحیح معنا ترجمه کړلی شی او بیا چاپ کړل شی…….. دا یوه صدقه یی جاریه ګڼم او انشاَالله امید لرم چی تاسی به مونږ سره په دی صدقه جاریه کی کومک وکړی ……………

  2. ښاغلی ورور همت صاحب
    داچې د یوه نیک او پر ځای اقدام هوډ مو کړی هڅې او فکر مو د ستایلو دی.
    دغه کتاب ما هم یو څه لوستلی رښتیا هم لکه تاسو چې ویلي ډیر غوره کتاب دی، زه په ټوله مانا دا دخیر په کار کې له تاسو سره مل او هر ډول مرسته چې مې په توان وي، نه یې سپموم.
    بریالی اوسي.

  3. سلام
    په کال ١٣٥٦ د کابل پوهنتون کې د سيد جمال الدين افغاني په نوم نړيوال کنفرانس جوړ شوى وه په دې کنفرانس کې د ايران، تاجکستان، پاکستان او ترکيې هېوادونو اوچتو څېړونکو او پوهانو هم برخه اخيستې وه. په دې کنفرانس کې ډير عالي او په زړه پورې مطالب مطرح شول منظور مې له عالي څخه دادي چې زياته علمي برخه يي درلوده او په عين زمان کې په جګه سويه وه د سيد جمالدين افغاني قبر چې ستر منار ورباندې ولاړ دى د کابل پوهنتونن په محوطه کې ېې موقعيت درلود. له دې څخه اوچته ما ددې رښتيني او کلک مسلمان د مبارزو تاريخ، شخصيت،مېړانه، نارينتوب او ملي هويت لنډ تاريخ د يوهان ولف ګنګ ګويته پوهنتون د ختيځ پېژندنې په څا نګه کې هم مطالغه کړي.
    زما هدف له تبصرې څخه اخلاقا کومه بيوکه نه ده او نه کومه بله انګيزه نه پوهېږم چه دغه پورته ليکنه په کوم وخت او دچا له خوا شوې ده يوه خبره او بله داچې څومره تاريخي او علمي بڼه لري ددې تبصرې دوهمه برخه تشکيلوي.
    االعذر عند کرام الناس

ځواب ورکول هوتك ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *