سپوږمۍ ډوبه وه. ستورو وړه وړه پړکا کوله. خدای(ج) لومړي اسمان ته راغی او غږ يې وکړ؛ ايا څوک ويښ دي چې څه وغواړي؟

څاروي ډېر خو انسانان لږ ويښ وو! يو نوی پاچا چې همدا ورځ پاچا شوی و معمولاً د شپې کار ته راپورته شو مګر د زړه په غوږو يې د خدای(ج) غږ  واوريدو! پاچا حيران شو خو سملاسي يې په غوښتنو پيل وکړ: خدايه! اې خدايه!! اې د پاچاهانو پاچا!!! زه پاچا نه بلکې د ولس خادم يم او ته پاچا يې! که د خدمت لپاره توان رانه کړې نو د ولس هيلې به مې خاورې شي! ولس د پاچاهۍ امر ته زه انتخاب کړم. ولس زما هر امر مني چې دا په حقيقت کې ستا امر منل دي! نو اې پاچا! خولې ته مې د رښتيا ويلو هنر او د وجود ټولو غړو ته مې حقيقت راوبښه ترڅو په ولس باندې ستا پرځای د شيطان امرونه ونه چلوم!

د پاچاهۍ په يوه لرې کلي کې يوه زړه ښځه چې هره شپه به يې د شپې په اخره برخه کې د پخواني ظالم او دروغجن پاچا څخه د ولس د خلاصون غوښتنه له خدايه کوله مګر نن يې غوښتنو تغير کړی و: اې لويه پاچا زموږ نوي پاچا ته عدل ورکړه! ستا د ټولو امرونو د منلو توان ورکړه!! اې ربه زموږ لپاره يې د دواړو جهانونو د ښېګړو سبب جوړ کړه!!!

د پاچا پاچاهي روانه شوه. پاچا څلوېښت کاله پرلپسې د خدای(ج) غږ همهغه شان اوريدو او د همهغو غوښتنو ترڅنګ به يې د ولس لپاره نورې ښايسته غوښتنې هم کولې او الله تعالی به پوره کولې مګر ولس ته د پاچا دا حال څه چې ډېرو نېږدې کسانو ته هم نه وو مالوم.

يوه شپه داسې وشول چې په همدې پاچاهۍ کې د خدای(ج) يوه دوست او مشهور عالم له ځنکندنه وړاندې داسې وصيت وکړ: زما جنازه دې داسې څوک ادا کړي چې څلوېښت کاله يې د تهجد لمونځ ادا کړی وي! زمنو ته يې دا کار ډېر مشکل وبرېښيدو خو د وصيت د پوره کولو هڅه يې پرې نه ښوه!

سبا چې د عالم جنازې ته د پاچاهۍ ډېر خلک راغلې وو زمنو يې د وصيت مطابق اعلان وکړ خو د ورځې تر ناوخته پورې څوک د وصيت برابر پيدا نه شو. په دې وخت کې ناڅاپه د پاچا عسکر راورسېدل. لږه شېبه وروسته پاچا هم راغی. پاچا مخامخ لاړو د جنازې په جاينماز ودرېدو. صفونه برابر شول او جنازه يې ادا کړه! بس همدا شېبه خلک پوی شول چې پاچا د الله تعالی دوست دی او څلوېښت کلن تهجد کوونکی دی!!!

۰۷ حوت ۱۳۹۲

حيدرآباد

4 thoughts on “د خدای(ج) غږ او پاچا/ ساده حیدرخېل”
  1. سومره شکولی او له پند نه دکه قیسه خدای ج دی وکری زمونژ را تلونکی پاچا هم دی رحمان خدای ج دوست وی تر سو دی دغه غریب او غم زفلی ولس غمه وخوری تاسو هم امین وویاست
    له حیدار خیل صیب نه یو جهان مننه
    دی تاند له خپرولو نه هم منندوی یم
    اتل

  2. د ساده حیدرخيل د لیکنو انداز مې ډیر خوښیږي، دی چې په هر څه لیکنه کوي، انداز یې کیسه ییز وي او لوستونکی نه پریږدي چې له لیکنې یې تر اخره مخ بله خوا واړوي… د ده د لا بریالیتوب په هیله

  3. سلام!
    که د ليکوال او لوستونکو ترمنځ د مشترکو ځانګړتياو پر اساس مينه نه وي نو بويه چې ليکوال په خپل کار کې پاتې دی!
    که ليکوال بې لوستونکو شي نو مړ شو!
    همدا تاسو لوستونکي ياستی چې د څه ليکلو توان راکوی!
    تل راته اباد اوسی!
    بازيد صيب او بهير صیب! ښېرازه اوسی!
    ساده حيدرخېل

  4. LE PANDA AO ALY MAFHOOM NA DAKA KESA ALLAH DE DER TA AJER DERKI AO LLAH TALAH DE ZE MONG DARDEDALY MILAT TA LE GHEBA HOMDASY YAO PAREHZGARA ADIL ZAEEM NASEEB KI AMEEN, DE TASO NORO LEKONO PE TAMA,FARIDULLAH AHMADZAI, LE HOLLAND NA,

ځواب ورکول نوراجان بهیر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *