په کندهار کې د ولایتي چارواکو له لوري د خرقې مطهرې او د احمدشابابا د مقبرې د بيارغوني چارې پرون پیل شوې.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم د يادو ځايونو د بيا رغونې چارې د کندهار والي، ولايتي شورا رئيس او غړو، دولتي رئيسانو او د خرقې مطهرې د خادمانو له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پيل شوې .

کندهار والي توريالي ويسا د خرقې شريفي او احمدشابابا د مقبرې د بيارغونې د چارو د افتتاح پر مهال خبريالانو ته وويل، د دغو دوو مقدسو او تاريخي اماکينو د بيارغونې چارې به د يو کال په جريان کي بشپړې شي.

ښاغلي ويسا زياته کړه، د يادو تاريخي ځايونو د بيارغونې ټول مالي لګښت دوه ملیونه افغانۍ کېږي او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت لخوا څخه ورکول کيږي.

هغه دغه رازوويل، ټول هغه مقدس او تاريخي اماکين، چې بيا رغېدو ته ضرورت لري ډېر ژر به يې د رغېدو چارې پيل شي.

د کندهار والي تر څنګ د همدې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال وويل، چي د خرقې شريفي او د احمد شابابا د مقبرې دېوالونه، دروازې، کړکۍ، چت او نور هغه ځايونه چې ترميم او بيا رغونې ته ضرورت لري ورغول شي.

هغه همدارنګه وويل، چي د نورو مقدسو اماکينو د بيا رغولو چاري به هم ډير ژر پيل کړي تر څو تاريخي او مقدس اماکين له هر راز خطر څخه خوندي پاته سي.

3 thoughts on “د خرقې مطهرې او احمدشابابا د مقبرې د ترميم چارې پيل شوې”
  1. داحمدشاه مسعوددی ورځ دلمانځلو لپاره په ملیونونو ‌ډالره مصرف کیګی خود ی احمدشاه بابا دی مقبری لپاره دوه میلیونه افغانی دی دی دواحمدشاه شخصیت وطنپالی او افغانی ا حساس په نظر کی ونیسی بیا نو خپله فکروکی چی زمونږ دولت مدارانو ته واقعی ملی مشر او تصنعی اتل څومره ارزښت لری دی ته وای دکرزی صاحب ملی وحدت که داسی ونه کی نو بیا دی فاشیست تور په لګول کیګی خو دایران اوپاکستان سپیان څه چی کوی معاف دی زما په نظر دادی وزیر صاحب رهین ملنډی وهل دی کاشکی یو نفر دپښتنو دی ګټو لپاره ځان الوزولی وای بیا به مو زړه درد نه کاوه هغوی خدای شرمولی برعکس کارکوی چی هم ځان شرموی هم قام.

  2. ډیری ښی اشاری ته یی فکر سوی دی چی د تاریخی اماکینو بیا رغونه وکړی خو یو وار بل هم رغونه سوی وه خو هغه د ستایلو وړ نه وه زه د کندهار والی او دولتی مسولینو څخه دا هیله لرم څو د یادو تاریخی ځایونو بیا رغونه په ښه معیار سره وکړی باید تر سر تیر نه سی ځکه رغونه هره ورځ نه کیږی او یادو ځایونو ته دلیرو ځایو څخه خلګ راځی نو معیار یی باید سم وی او د تاریخی دروازو او نورو سامانونو ساتنه هم باید په نظر کی ونیول سی څو په یاده بیا رغونه کښی انتقال نه سی مننه فریداحمد فیضی

ځواب ورکول سید الر حمن زیا ر مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *