تاريخ:

د خلق ديموکراتيک ګوند بنسټ په ښکاره ډول د ۱۹۶۵م ز کال د جنورۍ د مياشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې د نور محمد تره کي په کور کې کېښودل شو. دا يې په ښکاره ډول د راټولېدو لومړنی ځای وه؛ خو مشرو غړو يې له ډېر پخوا څخه د شوروي استخباراتو سره اړيکې درلودې او هلته يې غېر رسمي سفرونه هم کول. مؤرخ حسن کاکړ د تره کي او کارمل په اړه ليکي، چې دوی ان د ۱۹۵۰ مو کلونو راهيسې د کې جي بي (شوروي استخباراتو) ايجنټي منلې وه. د دغه ګوند د چلولو لپاره يې پېسې ورکولې او هم يې د ګوند د مشرانو لپاره د تنخوا په ډول پېسې ورکولې.

   په پورته ذکر شوې نېته، د ګوند لومړنۍ غونډه جوړه شوه، چې تره کی په کې ګوند د عمومي منشي او ببرک کارمل په کې دويم منشي وټاکل شو. همداسې د ګوند مرکزي کمېټه هم د اوو کسانو نه جوړه شوه. د همدې کال په وروستيو کې وه، چې د ګوند لخوا د خلق په نوم يوه جريده نشر شوه، په دې جريده کې د ګوند اساسي موخې خپرې شوې وې.

   خو، د ګوند له ښکاره رامنځته کېدو نه ډېره موده لا نه وه تېره شوې، چې اختلافات په کې رامنځته شول او ګوند په دوه ډلو خلق او پرچم باندې ووېشل شو. د خلق ډلې مشري تره کي او د پرچم ډلې مشري ببرک کارمل په لاس کې ونيوه. دغو اختلافاتو ډېر لاملونه درلودل؛ خو د ټولو ليکوالو پر دې يوه خبره اتفاق دی، چې د ګوند دننه د ګوند د مشرۍ پر سر اختلافات موجود ول، عبدالقدوس غوربندي ليکي، چې د ګوند دننه دوه داسې کسان (امين او کارمل) ول، چې د يوه بل نه پخلا کېدونکي دښمنان ول. غوربندي په خپل کتاب کې د ګوند د وېش پړه په کارمل اچوي او هغه ځان غوښتونکی او ځای غوښتونکي بولي، چې د ده دغه خبره يو شمېر نور ليکوالان هم تأييدوي.

   د دوی تر منځ دغه اختلاف نږدې لس کاله دوام وکړ، د ۱۹۷۷م ز کال په اوږدو کې دواړه ډلې بيا د محمد داود پر ضد سره يو ځای شوې. د ثور له کودتا وروسته، چې واک د خلق ډلې په لاس کې وه؛ نو د خلق ډلې مشرانو په حکومت کې د پرچم ډلې ته ځای نه ورکاوه. اقبال وزيري ليکي، چې د شوروي مشرانو په غوښتنه او ټينګار سره پرچميانو ته په حکومت کې ځای ورکړل شو. د دواړو تر منځ بيا هم اختلافات رامنځته شول، چې پايله له واکه د پرچميانو لرې کول شول. لرې کړای شوي غړي نورو هېوادونو ته د سفيرانو په توګه واستول شول، د نيولو او له واکه لرې کولو کې يې د امين رول ډېر زيات وه. کارمل په کې چکسلواکيا ته ولېږل شول، جنرال لياخوفسکي ليکي، چې کارمل خپلو ملګرو ته ويلي ول، چې (حتماً هېواد ته راستېږم او له سره بېرغ سره يو ځای). له دې وروسته د پرچم د ډلې ځينې غړي نيول کيږي. جنرال عمرزی، چې د پرچم د ګوند پټ غړی وه، هغه په خپل کتاب کې د خپلو نيولو په اړه ښه وضاحت ورکړی دی.

   کله، چې تره کی په امين باندې بد ګمانه کيږي او اقبال وزيري د دغو ټولو پلان شويو پېښو پړه په کې،جي،بي ور اچوي؛ نو تره کی د مسکو له راتګ نه وروسته غواړي، چې امين ووژني؛ خو امين تښتي او امين په دې بريالی کيږي، چې تره کی ووژني او واک په خپل لاس کې واخلي. امين درې مياشتې واکمني کوي او لکه څرنګه چې کارمل ويلي، چې بيا به د سره بېرغ سره هېواد ته راځي، هماغسې وشي او د ۱۹۷۹م ز کال د دېسمبر په ۲۷ مه د روسانو په ټانک سپور کابل ته راشي، شوروي کوماندويان توانېږي، چې امين د تاج بېګ په ماڼې کې ووژني. په دې ډول واک د پرچم ډلې ته انتقاليږي. په ۱۹۸۶م ز کال کې کارمل په زور سره د شورويانو لخوا ګوښه کيږي او نجيب چې دی هم د پرچم د ډلې غړی وه، د حکومت واګې ور سپارل کيږي. درې کاله وروسته شوروي ځواکونه له افغانستانه وځي. نجيب د ګوند نوم بدلوي او د (وطن ګوند) نوم پرې ږدي، د ملي روغې جوړې سياست پېلوي او هغه خلقيان، چې د پرچم لخوا بنديان شوي ول، له زندانه راخلاصوي، دواړه ډلې سره بېرته يو ځای کيږي؛ خو د کارمل پلويان، بيا د نجيب سره مخالفت کوي او مزدک، کاوياني، بريالی، نادري او يو شمېر مجاهدين سره يو ځای کيږي. د غوربندي له مخې، چې همدوی د نجيب د حکومت د ړنګېدو اصلي لامل شو. نجيب استعفاء کوي او په دې سره د خلق ديموکراتيک ګوند د دوو ډلو (خلق او پرچم) حکومتونه پای ته رسيږي.

ايډيالوژي:

   په دې کې شک نشته، چې د خلق ديموکراتيک ګوند ايډيالوژي سوسيالېستي ايډيالوژي وه. د پرچم ګوند هغو کسانو، چې د محمد داود د سرطان په کودتا کې يې برخه اخيستې وه، د هغو په اړه انتوني ارنولد ليکي، چې اته تنه يې د کمونېزم پياوړي ملاتړي ول، چې مارکسېستي – لېننېستي ايډيالوژي يې درلوده.

   جنرال لياخوفسکي ليکي، چې په ۱۹۶۶م ز کال کې د بنسټ ايښودونکې کنګرې لخوا د خلق په جريده کې د ګوند وروستۍ کړنلاره (موخه) داسې ليکل شوې وه. (د افغاني ټولنې له ملي شرايطو سره سم د مارکسېزم – لېننېزم د ټولو انقلابي قانونو د نوښتګرې پلې کونې پر بنسټ د سوسيالېستي ټولنې جوړول).

   کله، چې د پرچم د جريدې مشري د کارمل په لاس کې وه او مسئول يې سليمان لايق وه؛ نو هلته د لېنن په اړه د بارق شفيعي لخوا ليکل شوی شعر يا درود په کې خپور شو، چې د افغانستان د خلکو د سخت مخالفت سره مخ شو. غوربندي ليکي، چې مسئول (سليمان لايق) د دغه کار مخالفت کړی وه، ولې کارمل پرې تأکيد وکړ، چې دغه درود بايد نشر شي. خپله غوربندي وايي، چې زموږ د ګوند ټولو غړو په شعوري ډول کمونېزم نه وه منلی، بلکې زياتره غړي مو د خپلوۍ او قوم ولۍ پر اساس ګوند ته راجلب کړي ول. خو دلته بايد يوه خبره وويل شي، چې د ګوند زياتره مشرانو غړو يې په شعوري ډول کمونېزم منلی وه او لکه چې ثابته شوې ده، د همغې ايډيالوژۍ د خپراوي لپاره يې کار کاوه.

   مؤرخ حسن کاکړ ليکي،… ځانونه يې د کمونېزم په پړي سره تړل شوي او پياوړي ګڼل.

   سربېره په پورته ليکل شويو خبرو، دا هم بايد وويل شي، چې د دغه ګوند لخوا ځينې داسې کارونه وشول، چې د دوی کمونېستي ايډيالوژي ترې جوته ښکاري. په کابل پوهنتون کې د ځينو داسې کړنو تر سره کول، چې د اسلام د دين او افغانې ټولنې د فکر سره مخالف ول. همداسې کله، چې دوی واک ته ورسېدل؛ نو د حکومت ډول او ځينې فرمانونه يې داسې ول، چې د شوروي اتحاد د کمونېستي نظام او ايډيالوژۍ سره يې ورته والی درلود. غوربندي ليکي، چې کارمل به د لېنن په عکس ښکلې شوې غالۍ شوروي چارواکو ته ډالۍ کولې.

   لياخوفسکي ليکي: آن تر دې، چې ګڼ شمېر عبادت کوونکي به په رڼا ورځ د ديندارو خلکو د سترګو په وړاندې وژل کېدل.

   مؤرخ حسن کاکړ ليکي: دغه ګوند د مارکس او لېنن د فکرونو پر بنسټ تنظيم شوی او کمونستي ګوند وه. دغه څه د دوی د لويانو له ویناوو نه پوره څرګند دي. د ګوند عمومي منشي نور محمد تره کي د شوروي اتحاد د کمونست ګوند عمومي منشي بريژنېف ته په کال ۱۹۷۰م ز کې يې د اکتوبر په لومړۍ ورځ په يوه ليک کې څرګنده کړې وه، چې: د افغانستان خلق دموکراتيک ګوند له پېل نه په افغانستان کې د مارکسېزم-لېننزم فکرونه خپرول….موږ له لېنن نه زده کړه کړې وه او لا هم ترېنه زده کړه کوو. کارمل هم شوروي سفير ته ويلي ول… دغه (بد) حال زما لپاره د يوه کمونست په توګه غټه تراجيدي ده.

5 thoughts on “د خلق ديموکراتيک ګوند/ زاهد خليلي”
  1. لیکنه ۵۰ – ۵۰ ده؛ یو څه ریښتیا دي او یو څه یې هسې باټې. لیکوال په کلکه داسې کوشش کوي چې کمونیزم د کفر په توګه معرفي کړي په داسې حال کې چې زه پخپله په اصطلاح د جهادي لنډغرو تر نظام لاندې سیمو کې پاتې شوی یم (پخوانیو او شهید شویو ریښتینو مجاهدینو ته په درناوي)، خو کمونیزم د کارل مارکس د تعریف په اساس یوه طبقاتي مبارزه ده چې په نتیجه کې یې داسې یو ټولنیز نظام یا سیستم رامنځته کیږي چې په هغه کې ټول ملکیت عام ګرځول کیږي، هر شخص د خپلې وړتیا له مخې کار کوي او د خپلې اړتیا له مخې لګښت کوي. زما په نظر دغه نظام اسلامي اقتصادي نظام ته د کاپیټالیزم په نسبت ډېر نژدې دی ځکه نننی کاپیټالیزم یا سرمایه داري نظام خو هغه دی چې عطامحمد، عبدالله، ګل اغا، توریالی ویسا، سیاف، محقق، بسم الله……. هر څه په واک کې لري او دسترخوان یې د خدای له هر ډول نعمت نه ډک دی خو د کور په کوڅه کې یې له لسو څخه په ۵ کورونو کې توده ډوډۍ نه پیدا کیږي.

  2. ښاغلی ګنډیری سلامونه اودناوې مې ومنی ! زه ستا سې تبصرې په تاند کښې لولم تر ډیره سره همنظره یو.ځو دغه اوسنۍ تبصره دې فکر کوم چې څنګه به وې؟ تیره شپه مې بې بی سې راډیو فار سې خپرونه کې (افغانیستان در قرن بیستم ) بروګرام اوریدې چې ظاهر تنین پرچمې تر تیب کړیدی. حسن شرق چې دداود خان په حکومت دویمه درجه اود پر چمیانو په حکومت کې هم په وروسته کې غوښنه چوکۍ ورکول شوه. حسن شرق وویل چې ما دنورمحمد تره کې اودداودخان شهید ملااقات سره وکې.چې نورمحمد تره کې دخبرو په سر کې داوخان ته وویل چې : دخدای اورسول په با ره دې څه نظردی؟ داودخان ورته وویل چې زه په دواړو عقیده اوایمان لرم. تره کې وویل چې که یې څوک وه نه منې ده هغه په اړه څه فکرلرې؟ نور بیا

  3. شهید داودخان ورته وویل چې په سیا ست کې با ید دا خبرې ونشې. دغه د بې بې سې برا یې ما ښام پروګرام کې دغه خبرې نشر شوې. په کندهار دارالمعلمین دپاچا دحکومت په وخت کې کې کمونیستانو اعتصابونه کول چې معلم به صنف ته راغلې ددرس ویلو لپا ره خلقیانو به صنف ته نه پریښودې ورته ویل به یې موږ ایکس او وای ته ضرورت نلرو موږ فلسفې ته ضرورت لرو!!!!!!. کیدلای شې ستا سې عمر به کم وې اودغه خبرې به تا سې دیوچا څخه اوریدلې وې.خوزما په اند لیکوال حقا یق اوواقیعتونه ته لیکلې دې. اوموږ په خپلو سترګو ددوی ډیرې کړنې لیدلې دې.خو لمر په دوو ګوتو نه پوټیږې.او دغه غله چې داسلام اوجهاد په نامه یې غلاوې کړیدې ددغو زه هم سر سخت مخالف یم. لکه څنګه چې نورمحمد تره کې او دده همقطا ران دکې جې بې جا ساسن وو همدغسې ګلبدین او دده همقطا ران دګاونډې هیواد داستغفاراتو جا سوسان دې.نور بیا

  4. په لنډه به ووایم چې دکمونیستانو دالله دوجود څخه انکار او قران شریف دخپل وخت (۱۴۰۰) مخکې قا نون اولمونځ دهغه وخت سپورټ اونور …………. خرافا تې ددوی اکثریت شعورې خلقیان اوپرچمانو عقیده وه. دا بیان لیکل ډیر اوږد اوډیره حوصله غواړې.چې زه دونده حوصله نلرم. اونه به تا ند محترمه اداره دهغو دخپرولو حوصله ولرې.
    اود شورویانو په لمن کې موږ همدغه بې شرفه امریکې او همدغه بې شرفانو دوو ګاونډیانو ورواچولو. چې شیطان امریکا پا کیستان او ایران حما یه کول او زموږ ګران هیواد یې نه حمایه کوی. نور بیا

  5. مرحوم عبدالرحمان پیژواک دژوندیو خاطرو په کتاب کې وایې چې زه مدیر سیا سې وم په وزا رت خا رجه کې جې دداود خان دصدراعظمۍ په وختونو کښې. ۶ ځلې زما په واسطه دامریکا سره تماس ونیول شو چې زموږ سره د۲۴ میلیونو ډالرو په اندازه اقتصادې اونظامې مرستې په پور امریکا وکړې. ۲وا ره دوزیرخارجه مرحوم محمد نعیم خان اویو وار خپله دصدراعظم داود خان په واسطه تماس ونیول شو . خو دامریکا ځواب منفې وو. اوس بیا داسې مالومیږې چې شیطانه او بې غیرته امریکا موږ دروسانو ولمنې ته بیا ور اچوې. خدای دی پر موږ اوزموږ پر ګران هیواد ورحمیږې.

ځواب ورکول بلال واثق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *