سپنتا له ترهګرو سره مرسته رد کړه

تاند- د افغانستان د خلکو محور په نوم ايتلاف د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې لویه جرګه د افغانستان اوسنۍ ستونزې حل کولی شي.

د افغانستان د خلکو محور ايتلاف د کرزي د حکومت له هغو پخوانیو چارواکو جوړ دی چې د ملي یووالي په حکومت کې چوکۍ نه دي ورکړل شوي.

د دغه ايتلاف مشرانو نن /یکشنبه/ په یوه خبري غونډه کې د افغانستان حالات بیړني وبلل او د دغه حالت د پای ته رسولو لپاره یې د حللارې غوښتنه وکړه.

د افغانستان د خلکو د محور ايتلاف یوه مشر رنګین دادفر سپنتا او د ايتلاف نورو مشرانو یې وروسته له دې د لویې جرګې د دایرېدو غوښتنه وکړه چې تېره اوونۍ کرزي د داسې یوې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

سپنتا وویل، ولسمشر د شفافو انتخاباتو پر اساس واک ته نه دی رسېدلی او ولسي جرګه له انتخاباتو پرته د ولسمشر پر فرمان کار ته دوام ورکوي نو «د اساسي قانون ارکان ځنډول شوي دي.»

ده د ملي یووالي پر حکومت نیوکې وکړې، ویې ویل چې «جنګ، وینې بهېدا او وژنې دوام لري، بېوزلي او بې روزګاري دوام لري، د نړیوالې ټولنې غړي د افغانستان پر مسله اختلاف لري.»

دسپنتا همداراز وویل «یوه اضطراري حللارې ته اړتیا لرو. یوازینۍ ممکنه لار به دا وي چې د افغانستان خلک لویه جرګه جوړه کړي او د یوه له وړاندې ټاکل شوي پروګرام پر اساس، چې په هغه کې د قانون او عدالت بیا اعاده کېدا، انتخاباتو ته د لارې هوارل او د اساسي قانون بیا انفاذ شلمل وي، سره راټول شوو.»

ارګ مخکې لا د لویې جرګې د دایرېدو غوښتنه رد کړې ده.

د کرزي او د نوموړي د ټیم مخالفان وايي، کرزي ولې د هغې مشورتي جرګې پرېکړې ته درناوی ونه کړ، چې د امنیتي تړون په اړه یې په خپله رابللې وه.

دوی وايی، څوک چې د لویې جرګې پرېکړو ته درناوی نه لري حق نه لري چې د بلې لویې جرګې د رابللو غوښتنه وکړي.

د دغه ايتلاف یوه مشر رحمت الله نبیل، تېره اوونۍ په یوه تلویزیوني خپرونه کې وویل چې پښتو پوښتنې ته د دې لپاره په فارسي ځواب وايي چې ټول خلک پرې پوهېږي.

د نبیل دا خبره، چې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شوه او ګڼو خلکو نبیل ته سپکې سپوربې وویلې.

6 thoughts on “د خلکو محور ايتلاف د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه”
  1. که څوک رښتیا هم د هېواد د مشکلاتو دحل لار غواړي له اوسني دولت او حکومت سره دې مرسته وکړي.
    د هېواد مشران دې د ښاغلي دوکتور محمد اشرف غني تر قیادت لاندې سره راټول شي، صادقانه او په اخلاص سره دې ټولې ستونزې او مشکلات مطرح او د هغوي د حل لپاره دې وړاندیزونه د افغانستان دولت ته ورکړي.
    د لویې جرګې رابللو لپاره اقتصادی ، قانوني او امنیتي ستونزې موجودې دي.
    که احیانا د مخکنیو جرګو په شان د پېشنهاد شوې لويې جرګې کار څو ورځې دوام وکړي او لږترلږه دوه زره کسان راوبلل شي ، د هغوي د اعاشې او اباطې ، امنیت ، اوسېدو لپاره بلا مصارف باید وسنجول شي. د هغوي لپاره به د کابل پولیتخنیک پوهنتون او د هغوي زرګونه محصلین رخصت وي.
    د امنیتی او نورو ستونزو له امله لا تراوسه د ملي شورا ، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو غړي ندې ټاکل شوي. که د هغوي په نمایندګي د ملت استازي د لویې جرګې په خیمه کې ګډون کوي ، حتما هغوي به د اوسني دولت استازي وي. نو چې د دولت استازي کابل ته راغوښتل کيږي ضرورت به يې څه وي چې لویه جرګه را وغوښتل شي.
    د لویې جرګې د استازو د امنیت لپاره باید په زرګونو سرتیري او امنیتي قوا موظفه شي ، د هغوی سفربري هم مصارف ایجابوي ، په ضمن کې د کابل زرګونو ښاریانو لارې به بندې وي او د خلکو کار وبار به مختل شي.
    بنا وړاندیز کيږي چې د لویو جرګو پرځای د افغانستان اساسي قانون عملي کړل شي، له دولت سره همکاري وکړئ چې سراسري امنیت راوستل شي او راتلونکو انتخاباتو لپاره زمینه مساعده کړل شي.

  2. کرزی او د هغه مفسده ډله هره خوا لاس اچوي او د بیا رویکار کیدو هلې ځلې کوي ددوي هدف د لوی جرګې له راغوښتلو څخه یوازې او یوازي د قانون هغه ماده تعدیل کول دي چې د کرزي مخه یې ډب کړې ده ، که دوی دومره په وطن میئن او په وطنوالو زړه سوی لاره نو هغه د خپل واک په ۱۴ کلونو کې یې څه وکړل . تاسې فکر وکړئ چې په ننګرهار ولایت کې د مشهور زمانه مفسد او لوی غل له خوا خلک د پیسو په زور راتولیږي او د لوی جرګې غوښتنه کوي د څه لپاره ؟ نوموړي غل د هیواد د لویو ګمرکونو ریاستونه له محمود کرزي او قیوم کرزي څخه په ټیکه اخیستي وو او له نشت څخه اوس د هیواد په لویو مالدارانو کې حساب دی او د ولسي جرګې چوکې په پیسو ډیرې په اسانه رانیولای شي لکه په تیرو انتخاباتو کې . نوموړی اوس را پاڅیږي د ننګرهار ولایت څخه د کرزي په نفعه د لوی جرګې غوښتنه کوي چې په یقین سره درته ویلای شم چې په تعریف او مهام به یې هم نه وي خبر .
    سپنتا خو تر اوسه مونږ ته هوښیار او پوه سړی ښکاریده سره له دې چې ځینې خلک یې په ژبني تعصب تورنوي خو دده له خولي د لوی جرګې خبره او بیا د لوی جرګې رول د هیواد د اوسني کرکیچ په حل کې ، دی پرې ښه پوهیږي خو چون دی هم اوس د کرزي د داړه مارانو په ډله کې ناست وي او د هغه سره سر خوروي نو طبیعی ده چې – با ماه بیشیني ماه شوي با دیګ بیشیني سیاه شوي .

  3. د کرزى خان لالا ډله ادعا کوى چى د اوسنى حالاتو لپاره د لويه راوغوښتل شى او دا يي دليل دۍ چى ملک بى امنى او وينه بهيږى که فکر وکړو ددوى په دا تيرو څوارلسو کلونو څومره وينه توى شوى ده او ددوى په وخت کى څومره فساد شوۍ دۍ په ملک کى خو د فساد ريښي دوى کرلى دى چى تر اوسه هم پاتى او دوى بيا هم لګيا دى او دى فاسدو ريښو ته پراختيا ورکوى
    زما سوال دادۍ چى د کرزى په ګډون دا ډله بيا هم د خپل واک پخوانى خوبونه رښتيا کوى نه د ملک پرمختګ

  4. کرزی خانه او غنی خانه او که د ولس په اند ش …خانانو

    یه هلکانو سم شی، دخدای پار ته وګوری، افغانستان ته وګوری ، دخپلو پلارونو او نیکه ګانو زحمتونو او میړانو ته وګوری، دخپلو خلکو او ولسونو اوسنیو غمیزو ته وګوری، دغه د ګاونډیانو او یا ټولی نړی مداخیلو او دسیسو ته وګوری.

    يه هلکانو آیا تر اوسه تاسی پدی خبر یاستی چه مونږ په دغه ټوله نړی کی دوست هیواد لرو او که نه ؟ آیا تر اوسه تاسی په دیی خبر یاستی چه په وطن کی د جګړی اصلی موخه څه ده؟ آیا په دیی خبر یاستی چه په وطن کی به روانه جګړه ډیره ګټه ولری، او که دغه بهرنی سوالی او خیراتی مرستی به ډیره ګټه ولری؟ او آیا په دیی خبر یاستی چه د یوه افغان مینه او مړینه به څومره قیمت ولری.

    يه دوه هلکو فکر وکړی آیا د برهان الدین ربانی او ملا محمدعمر په ضعیفه حکومتولی کی چا د افغان کلیمی ته په کږه سترګه کتلای شو، او یا پاکستان د ډیورند په کرښه آغزن تار پرانیستلی شو، او یا پاکستان د افغانستان په کوم ولایت توپ ویشتلی شو، مګر ستاسو په پاچاهی کی د افغان نوم او جغرافیه د ختمیدو په حال کی ده.

    دا ولی؟ دا ځکه کرزی خان او غنی خان د هیواد دغمیزی لپاره سمه تلن لاره او پالیسی نلری.

    دا ولی؟ دا ځکه دغی دواړو د خپل نامشروع مشرتوب په خاطر خپل ورونه په خپل مینځ کی په نفاق او جګړه اچولی دی.

    نور بس دی، بس دی، دغه او هاغه لوبی پریږدی، په بشپړ یووالی او اتفاق د وروری لاسونه ورکړی، او افغانستان ددغی روانی غمیزی او تباهی څخه وژغوری.

    دخدای په امان

  5. khamid karzi and his team was in power for 12 years,we saw corruption of that,
    now doctor ashrafghani is one economist,thousands of projects is under plan,
    if ashrafghani replace from power,all project will stop,
    hamid karzai can not bring security to the country,
    for the getting ower he spoke with russia and iran,
    we tested russia,russia is pussy, what russia did with doctor najibullah,
    russian are hungry,thay cannot support afghanistan,
    united states have greatest economy,spend dollers in afghanistan like papers,

    from us help many afghans become millionaire,afghan army become rebuild and more,
    we must strongly support this government,
    doctor abdullah also much better from karzai,
    karzai don,t have quality of one small office,uneducated,thank you

ځواب ورکول فريدالله شيرزاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *