تاند- په خوست کې د پولیسو پر اکاډیمۍ د وسله والو انتحاریانو برید په دوو ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شو.

د الجزیرې تلویزیون د راپور له مخې نن درو انتحاریانو هڅه وکړه چې په خوست کې د پولیسو اکادیمۍ ته ننوځي. له چاودنې وروسته د پولیسو او انتحاریانو ترمنځ وسله والو نښته پیل شوه.

ویل شوي چې د طالبانو د ډله ییزو انتحاري بریدونو د معمول په شان لومړی یوه تن د اکاډیمۍ مخته ځان والوزاوه څو نورو ته لاره پرانستل شي او اکادیمۍ ته ننوځي.

د الجزیرې خبریاله جینفر ګلاس وايي، په داسي حال کې چې یو انتحاري په دروازه کې ځان وچاوداوه، دوو نورو له پولیسو سره ډزې تبادله کړې خو ونه توانېدل چې اکاډیمۍ ته ننوځي او بالاخره ووژل شول.

د راپور مطابق په دې پېښه کې درې انتحاریان وژل شوي، ۲ پولیس او ۳ ملکیان ټپیان شوي دي خو امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید د دوی کسانو کړی دی.

خوست له وزیرستان سره پوله لري چې د حقاني شبکې مرکز دی.

د کندهار په چاودنو کې یو ماشوم وژل شوی او ۱۱ تنه لویان ژوبل شوي

له دې جلا په کندهار کې نن په جلا چاودنو کې یو ماشوم ووژل شو او ۱۱ تنه ژوبل شول.

لومړۍ چاودنه د ژړۍ ولسوالۍ د سلواغې په سیمه کې وشوه چې په نتیجه کې یې یو ماشوم ووژل شو او بل ټپي شو.

بله چاودنه په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې وشوه.

دوهمه چاودنه د ماین وه چې په پایله کې یې ۱۰ تنه ټپیان شول.

پولیس وايي چې د ۷ ټپیانو حال نازک دی.

طالبانو تراوسه پوري د کندهار د چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.

One thought on “د خوست او کندهار په بریدونو کې ۳ انتحاریان او یو ماشوم وژل شوي”
  1. د خوست پولیسو سل او زر ځلې درباندې افتخار کوم چې پاکستانۍ ملېشې (طالبان) مو د سپو په څېر مردار کړل او پرې مو نه ښودل چې افغان زلمي ترور کړي. لعنت دې وي پر هغو چې د افغانانو له پاره قاتلان روزي. آی ایس آی

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *