کورمه

تاند- افغان او پاکستاني چارواکي وايي چې د خوست او کورمې ایجنسۍ ترمنځ پر ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې او دواړو خواوو په اوربند سلا کړې ده.

د پاکستان پوځ وايي چې لږترلږه ۲ سرتېري یې وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې لږترلږه ۶ پاکستاني پوځیان یا ملېشه وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.

د افغانستان خوا ته د ځاځي میدان دوه ځوانان او یو سرحدي پولیس شهیدان شوي دي.

خو د خوست والي حکم خان حبیبي ویلي چې یو پولیس او یو ځايي اوسېدونکی شهیدان شوي دي.

والي همداراز ویلي چې جګړه د پاکستان په غوښتنه ودرول شوه.

یوه پاکستاني چارواکي د خپل هیواد ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د جګړې د درولو لپاره په لوړه کچه تماسونه نیول شوي دي.

ورځپاڼه وايي، دې سرچینې په دې باب چې افغانان وايي د پاکستان په غوښتنه یې اوربند کړی دی، څه ونه ویل.

ډیلي ټایمز زیاتوي چې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې هم په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو ورځپاڼه د یوه پاکستاني چارواکي په قول، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، لیکلي«موږ له افغان لوري سره په لوړه کچه تماس ونیوه چې له خپلې خوا پر کرښه زموږ له لوري د ازغن سیم د نصبولو پر کار ډزې ودروي.»

د خوست چارواکي وايي چې پاکستاني پوځیانو هڅه وکړه چې د ځاځي میدان ولسوالي اړوند په جندوسر سیمه کې پوسته جوړه کړي خو زموږ خلک او سرحدي ځواکونه یې په وړاندې ودرېدل.

په خوست کې امنیتي ځواکونه وايي چې د ۴ پاکستاني ځواکونو مړي ورسره پاتې دي او د مرکزي دولت له لوري به د نړیوالو قوانینو پر اساس اسلام اباد ته وسپارل شي.

دوی همداراز وايي چې پاکستاني ځواکونه یې ژوندي هم نیولي دي.

د کرښې د دواړو خواوو پښتنو قبیلو هم له یو بل سره خبرې کړي او په دې یې سلا کړې چې جګړه به نه کوي.

د پاکستان استخباراتو او پوځ پرون هڅه وکړه چې د جوماتونو له لارې بنګښ او توري قبیلې د خپلو پوځیانو ملاتړ ته وهڅوي.

دوی د جوماتونو په لوډسپیکرونو کې په خلکو ږغ وکړ چې د پوځ مرسته وکړي خو داسې ښکاري چې د کورمې ایجنسۍ قومونو، چې هغوی هم پښتانه دي، دې غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

آی ایس آی د سیمې د سپاه صحابه په شان د سختدریځو ډلو په ذریعه په سلګونو ځلې د توریو او بنګښو وینې تویې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان له سفارت سره تماسونه نیولي دي.

د چارو کتونکي د پاکستان له لوري په ځاځي میدان کې د وروستیو پارونو انګېزه د پښتون ژغورنې غورځنګ د کمزورولو لپاره هڅه بولي.

One thought on “د خوست او کورمې ترمنځ پر ډیورنډ کرښه اوربند ټینګ شوی”
  1. هره پوسته ، تاڼه ، تجارتي او ګمرکي تاسیسات او د سرکونو جوړول د دوهېوادونو په ګډ تفاهم او د مربوطه اداراتو په توافق جوړیږي.
    مګرد پنجابي پوځیانو چرګ یوه پښه لري او هرڅه چې زړه یې وغواړي هغه کوي. بنا د دو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پورته یادشوي تصادم مسولیت سل په سلو کې د پنجابی تجاوزګرو په غاړه دی.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *