په خوست کې د افغانستان کرکټ بورډ اداري چارواکو او د خوست ولایت مشرتابه له لوري د پنجشنبې په ورځ /اکتوبر۱۶/ د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د خوست نړیوال کرکټ لوبغالي رسمي پرانسته وشوه.

په دغو مراسمو کې د خوست ولایت سرپرست والي عبدالجبار نعیمي، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، د کرکټ بورډ عمومي ریاست مرستیال نسیم الله دانش، د کرکټ بورډ چارواکو، د خوست ورزشي آمر عزیز ملنګ، د ولایتي شورا مرستیال، د رسنیو همکارانو او د کرکټ مینه والو ونډه درلودله، د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي په وینا سره پیل شوه.

نعیمي په خوست کې د کرکټ نړیوال سټیډیم رغنیزو چارو پیل د نویو استعدادونو رابرسیرن کیدل وبلل. نوموړي ووییل، “خوست میشتي ولسونه با استعداده ولسونه دي. په دغه ولایت کې د کرکټ معیاري لوبغالي رغیدل به دغو استعدادونو ته نوره وده هم ورکړي. زه ددغه لوبغالي د پروژې منظوریدو او د عمل ډګر ته د سپارل کیدو په برخه کې د کرکټ بورډ رول خورا غیزمن بولم. د کرکټ بورډ ادارې په دغه برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دي او زه یې د خوستوالو په استازیتوب د زړه له کومې مننه کوم. هیله من یم ددغه لوبغالي د رغنیزو چارو بهیر اغیزمن ترسره شي او د کرکټ بورډ اداره یې په مختلفو فرصتونو کې جدي څارنه وکړي.

1د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ووییل، خوست او د افغانستان ټول ولایتونه زموږ کاري لومړیتوبونه دي. په خوست کې خورا زیات استعدادونو شته، په دغه ولایت کې د کرکټ نړیوال لوبغالي رغول به ملي لوبډلو لپاره د تل په څیر د ښو لوبغاړو او ښو استعدادونو ورکولو ته ستره زمینه مساعده کړي. موږ د دغه لوبغالي پرمختیایي پروژې ترلاسه کولو په برخه کې ډیرې هلې ځلې کړي دي او د لوی خدای ج په مرسته دادی زموږ هلو ځلو د سترې لاسته راوړنې رنګ راوړ او دغه لاسته راوړنه به په دغه ولایت کې د کرکټ ډیرې ودې په برخه کې اغیزمن رول ولوبوي. زه په دغه برخه کې د خوست ولایت مقام او ولسونو له مرستې او لیوالتیا څخه د زړه له کومې مننه کوم او باور لرم چې ددوی هیلې به ددغه لوبغالي په رغیدو سره پوره شي.

د کرکټ بورډ عمومي ریاست مرستیال نسیم الله دانش په خپله وینا کې د خوست ولایت له مقام او ولسونو څخه د کرکټ نړیوال لوبغالي پرمختیایي پروژې په برخه کې د ملاتړ او لیوالتیا څخه مننه وکړه. نوموړي ووییل، ددغه لوبغالي رغیدل به یوازې د خوست لوبغاړو په وده کې نه بلکه د زون په کچه لوبغاړو لپاره اغیزمن ثابت شي. موږ هوډ لرو تر څو له رغیدو وروسته په دغه لوبغالي کې د هیواد په کچه سترې سیالۍ په لاره واچوو تر څو د کرکټ پرمختیایي بهیر د ځوانانو په هراړخیزه وده کې اغیزمن ثابت شي.

د غونډې په ترڅ کې د خوست ولایتي شورا سرپرست جان میر ځاځي هم خپله وینا واوروله او د خوست نړیوال لوبغالي رغنیزې پروژې په برخه کې د کرکټ بورډ ادارې له موثر رول څخه مننه وکړه.

د غونډې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي او ورزشي آمر عزیزملنګ ته ستاینلیکونه هم ورکړل. په پای کې د خوست ولایت مختلفو سپورتي ادارو لخوا نمایشونه وړاندې شول او د ملي اټنونو په کولو سره غونډه پای ته ورسیده.

له غونډې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ هیئت په خوست کې د سیمه ایزو لوبغالو څخه لیدنه وکړه او د کرکټ مینه والو له لوري یې تود هرکلی وشو.

3 thoughts on “د خوست د کرکټ د نړیوال لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه”
  1. خوست کی ښکلی استعدادونه ټول مړاوی اوزهری شول جبار نه عواړی استعدادونه رشد وکړی په نطفه کی خنثی کړی خدای دژر په پمن مرض ګرفار کړی که انتهاری ووایم هغه ټول دده بانډ ده انتهاری پری نه کیږی مرض ورته بهتر ده چه خپل پرادی نه ور نږدی کیږی

  2. يا هلکه وراندي جرته وي لکه د دااکترصيپ اشرف غني دي اوريدلي ههههههه ته او کار؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ يوه عادي امضا دي هم پي له رشوته نکوله

ځواب ورکول خوستی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *