تاند- د خوست یو شمېر قومي مشرانو د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت اداره په تبعیض تورنه کړه او ویې ویل چې دا اداره قصداً نه غواړي چې د خوست ډېری اوسېدونکي تذکرې واخلي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د خوست د احمدزیو، توتاخېلو، نیازیو، ځدراڼو، ځاځیو، تره کیو او دولتزیو قومي مشرانو په یوه خبري غونډه کې وویل چې د نفوسو د احوالو د ثبت اداره د متعصبو عناصرو په کنټرول کې ده او د قومي تعصب پر اساس نه غواړي چې خوستیان په انتخاباتو کې په پراخه پیمانه ګډون وکړي.

د توتاخېل قومي مشر ډاکتر ګلاب توتاخېل وویل، دا د حکومت مسوولیت دی چې د هیواد ټولو قومونو او اوسېدونکو ته په انتخاباتو کې د ګډون کولو شرایط برابر کړي.

ده زیاته کړه«که حکومت غواړي چې خلک په انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپلې رایې استعمال کړي، باید خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي. زموږ ځوانانو، زړو، نارینه – ښځو او کونډو ته باید تذکرې ورکړي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د احمدزیو قومي مشر اسدالله احمدزي وویل، په ځلونو یې ستونزه د نفوسو د احوالو د ثبت له ادارې سره شریکه کړې، خو هغوی مثبت ځواب نه دی ورکړی.

One thought on “د خوست قومي مشران د تذکرې د وېش اداره په قومي تعصب تورنه کړه”
  1. عجبه معمله ده
    رئيس جمهور احمدزئ
    د تذکرئ ادارئ مسئول احمدزئ
    شکايت کونکئ هم احمدزئ
    بېا هم تعصب لګ تفصيل ورکړئ دا ځه انډوخر دئ

ځواب ورکول Sajna ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *