ارشیف

تاند(دوشنبه، د حوت۱۲) په داسې حال کې چې ځینې رسنۍ د طالبانو په قول وايي چې تر هغو د افغانستان د حکومت په وړاندې د تشدد له کمېدا لاس نه اخلي چې حکومت د دوی ۵ زره بندیان خوشي کړي نه وي، له خوسته رارسېدلي راپورونه وايي چې د فوټبال په یوه میدان کې چاودنه شوې ده.

د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالي د لوبو په میدان کې نن ناوخته چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.

مرګ ژوبله یوازې عامو خلکو ته اوښتې ده.

طالبانو ویلي چې دا برید له دوی سره تړاو نه لري.

د اورکم په اوونۍ کې هم یو شمېر حملې وشوې چې د حکومتي سرچینو په وینا ۲۹ تنه پکې ووژل شول خو طالبانو د هیڅ برید مسوولیت په غاړه وانخیست.

له بلې خوا رویټرز خبري اژانس د طالبانو د ویندوی له قوله وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي پر اساس د اورکم موده د یکشنبې له ورځې وروسته پای ته رسېدلې او د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې، باید د دې ډلې ۵ زره بندیان خوشي شي.

ولسمشر اشرف غني پرون (یکشنبه) وویل چې د طالب بندیانو د خلاصون واک یوازې د افغانستان د حکومت په لاس کې دی نه د امریکا.

غني دغه راز وویل، تر څو چې حکومت له طالبانو سره په خبرو کې پر دې موضوع پرېکړه نه وي کړي، هغوی به خوشي نه شي.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رویټرز ته ویلي«موږ بین الافغاني خبرو ته تیار یوو مګر د خپلو ۵ زره بندیانو خلاصون ته انتظار یوو. که دا ۵ زره بندیان خوشي نه شي، ۱۰۰ یا ۲۰۰ تنه لږ یا ډېر پروا نه لري، بین الافغاني خبرې نه شي کېدای.»

ذبیح الله مجاهد وایي، دا ۵ زره کسان امریکایانو نیولي او د افغانستان د حکومت به محبسونو کې ساتل کېږي او د هغوی په منځ کې زاړه او ناروغان هم شامل دي.

مجاهد په عین حال کې د خوست پر حملې ضمني اعتراف کوي او وايي چې خلک له اورکمه خوشاله دي خو د دې معنا دا نه ده چې دوی به د معمول په شان له جنګي عملیاتو لاس اخلي.

ده دا هم ویلي چې طالبان به د پخوا په شان بریدونو ته شدت ورکړي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس طالبان باید تشدد کم کړي او امریکا به په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ تنو ته راکم کړي.

امریکا په عین حال کې خبرداری ورکړی چې که طالبان پر خپلو ژمنو ونه درېدل سخت غبرګون به وښيي.

ټرمب څو ځلې ویلي چې نه غواړي لس ملیونه خلک ووژني. د امریکا د ولسمشر اشاره دې ته وه چې له ډېرو پرمختللیو وسلو کار اخیستلی شی خو دا کار نه کوي.

د طالبانو له لوري د موافقې سرغړاوی امریکا ته پلمه په لاس ورکوي چې له طالبانو سره بېګناه افغانان له خاورو سره خاورې کړي. د ذبیح الله مجاهد له څرګندونو ښکاری دا ډله لا هم سولې ته حاضره نه ده.

طالب مشران فکر کوي چې که جګړه سړه کړي ممکن د دوی جنکیالي د تل لپاره له جنګه لاس واخلي.

2 thoughts on “د خوست پر حملې د طالبانو ضمني اعتراف: تر هغو جګړه نه سړوو چې بندیان مو خوشی نه شي”
  1. مخترمو وطنوالو او مشرانو سلاموعلیکم ۰
    تاسی فکر مه کوی چه طالب د اعتبار وړ دی۰ دا جنګ پاکستان رهبری کوی۰
    تر پرون پوری یی ویل چه تر هغی امریکایان وتلی نه وی مونګ جنګ کوو۰
    اوس وایی چه تر څو بندیان ازاد شوی نه وی مونږ جنګ کوو معنی دا چه د زور له لاری کار اخلی۰
    که طالبان ازاد شی نو بیا به اسلامی امارت غواړی دا د علم او منطق خلک نه بلکه د ټوپک خلک دی۰
    د طالیبانو مشر چه په قطر کی دسولی د موافقی په اخر کی خبری وکړی چه د کاغذ له مخی یی لوستلو۰
    که چا اوریدلی وی نو په خدای قسم چه د یو مملکت مشر باید دومره بی سواد وی چه ساده روانه پشتو نه شی لوستلای۰
    مطلب دا چه که د سولی تر مخه بندیان ازاد شی ټول د جنګ لیکو ته ځی ۰
    او که سوله ونه شی نوبیا به بندیان له وخت د مخه خوشی شوی وی۰
    د پاکستان نه باید تظمین واخستل شی چه په هیڅ نامه جنګ جویان په افغانستان ته نه رالیږی۰
    مننه

  2. کچیری دا کار طالبانو نه وی لدی ښکاری چی دا کار پاکستان د برتانیی او امریکا په مشوره د لښکر طیبه یا هغه ډله چی مخکی هم په خوست یا ښکته پښتونخوا کی شتون درلود د البدر په نوم وو کړی ترڅو د طالبانو او افغان دولت ترمینځ د وضعیت د ترینګولو لپاره شوی نو لومړی موږ افغانان باید امریکا دریځ ته ډیر خوشباوری نشو ځکه دوی هر کار د پاکستان او برتانیه یعنی پاکستان د پلار په مشوره سیاست او همکاری کوی

ځواب ورکول رازمخمد کاماوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *