خان ولي خان بشرمل

خان ولي خان بشرمل –

په منځنیو پيړیو کې هغه وخت چې اروپا په تیارو کې ډوبه وه، د عادي وګړو یا رعیت د ویرولو لپاره د کلیسا په تندي داسې لیکل شوي وو:

تاسو باید د خدای دربار ته چې انصاف پکې پریمانه دی، په زوره را کش کړای شی، له تاسو څخه به په داسې توګه د بدن غوښې غوڅې شي چې درد یې احساس کړای شی. وروسته باید درنه سر پرې کړای شي. خو له دې مخکې ، باید ستاسو زړونه او پښتورګي راوباسل شي او اور ته واچول شي. دا هر څه به تاسو په خپلو سترګو ګورئ او په وروستي پړاو کې به د پاچا د خوشالۍ په خاطر ستاسو سر له تنه جلا شي.

ددغه متن له لیدو وروسته به عادي خلکو د باچا او کلیسا پر وړاندې د هیڅ ډول مزاحمت جرات نشوای کولای. دوی به په پرله پسې توګه تر جبر او څارنې لاندې ساتل کېدل. پر دوی به یې لکه د مریانو په څير درانه کارونه کول او له سزا ورکولو څخه به یې باچاهانو خوند اخیست.

د منځنیو پیړیو په تورو تیارو کې کلیسا او بادشاه تر دې بریده واکمن وو، چې وروسته یې د عیسي (ع) ضرورت هم نه احساسوه بلکې په خپله خدایان وګرځیدل. دوی به د رعیت د کنټرول او ډارولو په موخه مست آسونه له ځان سره ساتل، کله چې به یو عام سړي تیروتنه وکړه نو هغه به یې د څلورو آسونو په مرسته له لاسونو او پښو وتاړه او آسونو ته به يې منډه ورکړه او دغسې به دا سړی څلور ټوټې شو او راټولو شویو چارواکو به له دې سزا نه خوند اخیست. غلامان به له زمري سره په ګډه لویو پنجرو کې اچول کېدل او بیا به یې ورنه غوښتل چې زمري سره جنګ وکړي. اخر به سړی د زمري د پنجو ښکار شو او باچا او اشراف به ورته له خندا شنه شول.

د ډول ډول سزاګانو په خاطر به باچاهانو بېلابېلې وسېلې کارولي. کله یې خلک ژوندي سوځول، کله به یې لوی ډنډ کې غورځول چې له چیغو او بغارو يې خوند واخلي. یا به یې ټول په یوې لویې خونې کې راټول کړل او بیا به یې وحشي او ډارونکي ځناور ور خوشي کړل، خو د لړمانو او موږکانو ورخوشي کول تر ګردو درنه سزا وه. یا به په اونیو اونیو وږي ساتل کېدل او د مرګ نندارې ته به یې چارواکي راټولیدل.

دا خو د پخوا زمانو سزاګانې وي، خو په اوسني عصر کې له دغه سزاګانو سره په نوې بڼه مخ کېږو. د بیلګې په توګه په بیوزلۍ او له بنسټیزو حقونو څخه لري په تیاره کې د خلکو ساتل چې هیڅ سیاسي شعور پیدا نکړي،د خلکو لرې ساتل، دوی په جهالت کې ساتل، له سیاسي کړنو او شعور څخه لرې ساتل، اقتصادي مسایل او په لوړه کچه زده کړې تر یوې خاصې طبقې پورې محدودول، د خلکو ترمنځ فکري وټن را پیدا کول او بیا دا تاثر ورکول خلک باید خوشاله اوسي.

د خلکو ترمنځ د مذهبي، سمتي، قبایلي، طبقاتي، لوړ، ټیټ او د شهرت په شان زاويي ساتل او ترنیګلتیاوي رامنځته کوي او بیا خلکو ته دا تاثر ورکول ��ې دا چارواکي د خدای یو نعمت دی او همدوی دي چې د خلکو او وطن غم خوري کنه هر څه به په ټپه ودریږي.

دوی ولس ته داسې تاثر ورکړای دی چې یوازې چارواکي په ګران بیه موټرو کې ګرځیدای شي. یوازې چارواکي دی، چې په لویو لویو میلمستونونو کې خوراک څښاک کولای شي. یوازې چارواکي ښه زده کړه، باشعوره او هوښیاران کیدای شي. دوی عادي خلکو ته دا تاثر ورکوی که چېرې دوی مړه شي، نو ملت به مړ شي، یعنې د دوی حضور د ملت په ګټه دی. حال دا چې دوی د ملت وینې څکي.

که چېرې ملت د حق غوښتنه کوي، د دوی پر فساد نیوکه کوي، دوی بربنډوي او له دوی څخه پوښتنه کوی نو بیا دوی پر ځانمرګو بریدونو او په بمې چاودنو خلکو ته دا تاثر ورکوي چې حالات ډېر خراب دي، باید له زغم څخه کار واخیستل شي. یعنې ځانمرګي بریدونو چې د انسانانو غوښې پکې ورکیږي، هم د چارواکو داخلي ګټي پر ځای کوي. دوی په وژنو کې هم یو ډول کاروبار ته لاره اواروي. تر څو په خلکو کې د دوی د فساد او جنایت په حواله شعور پیدا نشې. دوی تل غواړي چې خلک په یو نه یو کړکیچ او رواني ستونزه کې وساتي او دوی هر ډول عیاشي وکړای شي.

د خوست د ځانمرګي برید تر شا هم سیاسي موخې پټې دي. د پښتنو د وروسته پاتیوالي، سخت دریځۍ، لوږې، فکري کنګلتیا او غیرسیاسي خوی څه زیات سلیزه کیږي. د پښتنو نفوس تر ۵۰ ملیونه اوړی، جغرافیا یې له سویزرلینډ ښکلی ده، بشري ځواک یې له غربیانو زیاته وړتیا لري، اقتصادي، ستراتیژیک او نظامي وړتیاوې یې د نړۍ له ډېرو قامونو او ملتونو پیاوړي دي. خو له بده مرغه کوزه پښتونخوا لا تر اوسه د (FCR) د انګریز د وخت د تور قانون تر چتر لاندې غلامانه ژوند تیروي. دوی لا تر اوسه پورې اپیل، دلیل او وکیل نلري. یانې که یو چا جرات وکړ چې ځان ته اپیل، دلیل او وکیل پیدا کړی نو تر ۲۴ کالو پورې قید مومي. قبایلي جوړښت د پخوا په څير دوامداره او پیاوړۍ دی. خلک په پخواني فکر ژوند کوی، له تمدن څخه تیښته په میراث کې ورته پاتې کیږي، پر ماشومانو تعلیم نه کول ورته د مولانا مودودي څخه په میراث پاتې دي. فضل الرحمان، منور حسین او حمیدګل یې مشران ځان ته ټاکلي دي.

د بره پښتونخوا او کوز پښتونخوا ترمنځ زیات توپیر نشته دی، بره پښتونخوا کې هم خلک له ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او کلتوري ودې څخه نا خبره دي. البته توپیر د دې، چې په کوزه پښتونخوا کې فکري جوړښت مخکې له مخکې د یو پلان له مخې پلان شوی دی. چې هلته نه څوک لاریون کولای شي، نه څوک غږ پورته کولای شي، نه څوک د خپلو بنسټیزه حقوقو غوښتنه کولای شي. په دی سیمو کې د پاړه چنار، وزیرستان، اورکزاي، کرمه، باجوړ او نورو سیمو یادول غلط نه دي.

دا یوازې د خوست خلک وو، چې د پخواني ولسمشر حامدکرزي له دورې را پدې خوا د خپلو بنسټیزه حقوقو لپاره لاریونونه کوي، د فساد پر ضد چیغې کوي، له مفسدو چارواکو څخه په سولیزه توګه غوښتنه کوي چې استعفا ورکړي او له خوسته کډه وکړي، خو ولې په ځواب کې دوی ته د منځنیو پیړیو په نسبت سخته جزا ورکول کیږي. په داسې صورت کې چې نه یوازې د خوست خلک بلکې د ټول افغانستان خلک د دې خبرې جواز د اساسي قانون له مخې له ځان سره لري، چې دوی د خپلو اساسي حقوقو په خاطر خپل غږ چارواکو ته ورسوي، البته چارواکي هیڅکله د دې خبرې حق نلری، چې د دوی سولیز تاثر او غږ ته د وسلې په زور ځواب کړي یا د دوی سولیز لاریون په غم او ماتم بدل کړي.

د خوست د ځانمرګي برید تر شاه فکري ځانمرګي برید واقع دی، په دي برید کې ښکیل عناصر پاکستان ته تر ټولو ستر خواخوږې ښکاري، ولې چې خوست یو ستراتیژیک، اقتصادي او فکري ولایت دی چې کوچنې او په لویه کچه خوځښتونه یې د قبایلو د آزادي او ولسواکي سبب کیدای شي. په خوست کې ولسواکي او د بیان آزادی به وکولای شي، چې په سیمې کې پرتې پښتني سیمې تر خپل نفوذ لاندې راولي او له ځان سره لوی فکري انقلاب راوړي.

خوست چې له ډېرې مودی د پټ نارسیسټي ډیکتاتوري لاندې یې ژوند کاوه تر یو لوی فکري برید لاندې راځي. له دې وړاندې هم د بیان د آزادۍ خوله تړلو په موخه ژورنالیسټانو، ملکانو، جنایتکارانو او خاینانو ته پیسې ورکړل شوې دي. دوی ته د دولتي کورونو قوالي په غیر قانوني توګه ورکړل شوې دي. لوړ پوړو چارواکو خپل نږدې کارکونکي ګواښل او له دوی څخه یې غیر اخلاقي ګټه پورته کوله، دي کارکوونکو هم له لوړ پوړو چارواکو سره په خیانت کې په لویه کچه لاس درلود. البته د کارکوونکي د غیر همکاري په صورت کې بلیک میل شوي هم دي. رښتیا خو دا دی، چې د بیان د آزادی مرګ لپاره هر هغه څه ترسره شوې دي، چې یادونه یې ډېر لیکلو ته اړتیا لري، خو دومره ویلی شوو، چې د بیان د آزادي له منځه وړلو لپاره د استخباراتي تخینکونو ترڅنګ د خلکو له مرګ کار اخیستل، په واقعیت کې هغه څه دي، چې د سیمې په شمول پوره افغانستان ته لمبه ورکولای شي.

جارج اول په ۱۹۴۵ کې لیکي: که چېرې یو څوک په یو ځای کې په اکثریت سره د بیان د آزادی ملاتړ کوي، نو هلته څوک د بیان آزادي له منځه نشې وړلي خو که چېرې په اقلیت کې یو څوک د بیان د آزادی په موخه زیار باسي، نو هلته به د بیان آزادی ترپښو لاندې کیږي، دا په داسې صورت کې چې د دې د ژغورولو په موخه به قوانین هم موجود وي، خو بیا هم د بیان آزادی له ستونزو سره مخامخ وي.

د خوست په چاپیریال کې د مجاهدینو او طالبانو برکتونو هغه تخم شیندلي و، چې د انسانیت پر ضد او د عادي خبرو د له منځه وړلو په موخه خلکو په لسګونه مړي کول، عادی خبرې به د جرګو او مصلحت پر ځای په جنګونو او غیرت پای ته رسیدلې، خو ولې د خوست خلکو هغه پخواني پردي میکروب له ماغزو وباسل او له ځان سره یې تکل وکړ چې ولسواکي او ټولنیز خوځښتونه د دوی د نجات او سیاسي لرلید ضامن کیدای شی، خو بیا یو څوک راځي او د خوست د غیرت او عاجزۍ پر وړاندې له جنایت څخه کار اخلی هیڅ د منلو وړ نده. اوسنې حکومت څخه چې په رامنځته کولو کې یې د خوست خلکو سرونه ورکړي دي، غوښتنه کیږي، چې د خوست د فکري وژني مخنیوی وکړي، که چېرې داسې نه کیږي نو بیا باید د باسواده افغانستان خوبونه پریږدو بلکې داعش ته لاره اواره کړو.

21 thoughts on “د خوست پر فکري بدلون ځانمرګی برید”
  1. بشرمل صاحب،

    په ګوتو او قلم مو برکت شه الله مو تل د لوړ فکر خاوند لره زه هم ستاسو قلمي همکار په توګه تاسو سره موافق یاستم، په اوسني عصر کې د ظالمو او استعماري ډولو له خوا زمونږ غیوره ا با شهامته قام سره ډیر ظلم او ناروا روانه ده خو مونږ او تاسې ته په کار ده چې د دې ظلم پر وړاندې خپلې میړانې او مبارزې دوام ورکړو. هڅانده وسې

  2. خان ولی خان بشرمل صاحب دې خدای اباد او خوښال لري، چه دحالاتو برابر یی دخوست او نورو پښتنو سیمو په وړاندی دپروت ناورین انځور په واقعی بڼه ښکلی وه. دخوست دخلکو دغوښتنو په هکله یوه پخوانی دکتر صاحب نجیب الله دوختونو کیسه رایاده شوه، هغه داسې ده: دخوست خلکو دداکترصاحب نحیب الله غوښتي وه چه خوست باید ولایت شي، خو داکترصاحب ورته ‌‌‌‌‌‌ډیر دلایل وړاندی کړي وه ، چه دخوستیانو دغوښتنی سره برابر نه وه، دخوست دخلکو استازی دټوکي په ‌‌‌‌‌‌ډول ورته ویلی وو، چه صاحبه تاسی دادپاس وطن خلک. یعنی هغوي چه غوو ته غوا وایی یا خوستیان نه دي ، ‌‌‌‌‌‌ډ یر زورور یی ، داځکه چه کوم وخت چه په کوم خوستي سړی پیرې یا دیوان راشي ، نو هغه په غلجیواله یا دخوست په ژبه خبری نه کوی ، بلکه ستاسو ژبه کوي، چه زورور یي ؟ داچه مونږ خوستیان کمزوری یو ، نو پیری مو هم په خوستۍ ژبه خبری نه کوی. ددی خبری په اوریدو دکترصاحب خندلي وو او دخوست ولایت سره یی هوکړه کړی وه. نن هم له یوی خوا خوار خوستیان او بلی خوا زورور پیران او پیریان اوددوی ملاتړی دي ، نو ددوي ږغ به څوک واوري؟
    زه نه وایم چه په وکیلانو کی به ګناه نه وه ، خو دکرزی صاحب او دهغه وروسته داوسني غیر قانونی حکومت هم په هماغه لار روان دي. پنجشیر باید واک ولری او نوریی باید ومني؟ که یی ونه منی نو غروته پورته کیږی اولاری بندوي؟ زه فکر نه کوم چه اوسني واکداران به کومه بله لار انتخاب کړي؟ هغه دکمزوری او زورور خبره ده . پښتانه متل کوی چه دزورور اوبه په لوړه ځي. هغوی چه ولایت کوی ، نو باید دعطامحمد او نورو یی زده کړي. خوستیانو دی خدای په لور ی شی چه بهر ته ولاړ شی او مزدوری وکړی او مشرانو ته رایی ورکړی او اتڼی وکړی اونور دی دچوکیو تمه مه لري. داځکه هر سړی پوره من دئ. او اتفاق او او یووالۍ یی تر اوسه کور اوکلی کی میلمه نه کړ.

  3. محترم ورورخان ولی خان بشرمل صاحب ته دزړکومی سلامونه دخوست په هکله هراړخيزه ليکنه کی موډيرپه زړه پوری لری اونږدی ليدلوری ليکلی بايد هرټکی يي په دقيق ډول ووايو .بله دبحث وړه خبره داده چی دبری اوکوزی پښتون خوا ليدران، ځوانان نوربايد دپنجاب داستعمارددی درانه خوبه راپورته سی ،دتاريخ کرښوته په پام کی نيولو سر دپښتون خواسرنوشت اوسر لوری رامعلوم کړی، ولی داکار په اروپا کی دخلکودارادی سره جواز اوامکان لری او په پښتون خوا کی يي نلری داسمه خبره نده،دبيلګی په توګه، په پخوانی يګوسلايا او اوکراين ددی حالت رڼی اوژوندی بيلګی دی چی دخپلواکی اواسقلاليت غوښتنی يي وکړی او کوی يي ورونو سره يو غږ شی انشالله نور کارونه خپله سميږی.ا

  4. لیکوال صاحب! ولله چې ستاسو فکر ته حیران یم، بس پرته له دې چې قضاوت وکړئ ليکنه مو کړې، آیا تاسو تر اوسه خوست نه له نږدې ليدنه کړې؟ تاسو د خوست اوسني حالت په اړه بشپړ معلومات لري؟ ستاسو په پخوانی حالت د خوست ياد دي؟
    او که يوازې مو د امکاناتو په بدل کې داسې يو شخصيت وژنې ليکنه کړې
    افسوس ستاسو پر قضاوت

  5. خان ولی خان، پکار خو دا ده چی تا په خپله لیکنه کی حقایق راڅرګند کړی وی، خلکو ته دی هغه څه وړاندی کړی وی چی حقیقت ولری کوم چی تا نه دی کړی
    خوست کې به والی مشکلات او ستونزی ولری خو دا باید هیر نه کړو چی خوست د وکیلانو له لاسه لکه د نورو ولایاتونو په شان خراب شو، هغوی خپلی غوښتنی لری چی پوره کول یی د خوست د ولسونو له توانه لیری ده.

  6. بشرمل صاحب، فلسفی معلومیږی، .
    ای وروره خوست ډېر ګلالی و، خوست ډېر ښکلی و، خوست ډېر ارامه و، ولې يو دم يې لړزه وخوړه او هر څه یې له خاورو سره خاورې کړل.
    خوست هغه ولايت و، چې ساری یې په ګاونډيو ولاياتونو کې نه ليدل کېده، خوست پوهنيز، بيارغنيز، او رسنيز ډګرکې په تېرو ۵کالونو کې تر هر ولایت ډېر پرمختګ کړی و، خوست داسې ښکلی و، چې صفتونه يې پر هر ځای خواره و.
    خو د دوه خودغرضه او شخصي ګټو ته ژمنو وکیلانو د ګټو ښکار شو، دوی د ولس له احساساتو ناوړه ګټه پوره کړه او داسې څه يې خوست په تحفه کې ورکړل چې جبرانيدل يې ډېر ګران دي.

  7. بشر مل صاحب ستاسو داحساساتو نه زار وروره !
    دغسی انسان وژنه ااستعدادونو مړه کول تفرقه اچول او حکومت کول دخوست دولیانوپه دور کی به وو خوپه نسبی ډول کله چه جبار نعیتی دخوست والی شو اول قدم کی دپیر کیلانی دفتر پرانیست دوهم فدم کی دخوست بی غیرته او بی سهامته محلی مشران دڅان کړل دورڅی ۵۰۰ افغانی جیب خرڅ او غوړه ډودی ورته خواله شوه یوه یوه نمبره څمکه ورکړه شوه څو تنه فاصد او بیکاره ریسانیی هم څان سره ملګری کړل تر څو خوستوالو کی دغسی مرض تکثیر کړی جه علاج یی نه وی همدغسی وشول ولایت یی میراثی کړ دلوړو مقاماتو سره تعلوقات وشول لوی څارنوال (الکو) نږدی خپلوان وو قاضیان یی واخیستل څارنولانیی واخیستل دوی ته یی هم یوه یوه نمبره څمکه ورکړه بلاخره پنڅه کاله ولایت وکړ اوس هم نه غواړی خوست پریږدی ولی ؟ ددغه سوال څواب واضیح او روشن ده جه ریښی زغلولی دی خوخبر نه وو جه ددغسی طو پان سره به مخامخ شی جه ټول هست او بود بهیی نا بود کړی ۲۱ کسه شهیدان او د۶۰ نه زیات ژوبل دغه به دکوم خوستی له زړه ووزی او جبار به محاکمی راکش نکړی .

  8. راځئ د خوست د پرامنه ساتلو په موخه حمید ګل د خوست والي کړو، تر څو په خوست کې هیڅ ډول ګډوډي رامنځته نشې، که داسې نه کوی نو بیا ولې مو نعیمي ټکلي و. د خوست د سیاسي لاریون موخه ډزې نه بلکې سیاسي روزنه و. که چېرې د والي د خوست له خلکو څخه دفاع هدف و او د خوست د پرامنه ساتلو په موخه لاریون پرامنه ساتل وو، چې د خلکو په سیاسي روزنه کې یې په لویه کچه رول لوبولي شول، نو ولې والي صیب له دې دفاع ونکړه او سپینه خبره نه کوی، چې دې په امنیت ساتلو کې پاتې راغلي دی باید بښنه وغواړی!
    د دې په ځای چې له خلکو بښنه وغواړی سر چپه سیاسي لاریون غندی! آیا د پر دا دلالت نه کوی چې دې نه غواړی د خلکو سیاسي خوځښت ته ښه راغلاست ووايي

  9. بشرمل صاحب ډېره مننه – په قلم مو برکت شه
    ملګرو سلامونه ! زه فکر نه کوم چې لیکنه د خوست د والي پرضد وی، بلکې لیکنه د عادی وګړیو د قربانیانو په اړه ده. په ټوله کې د هغې داسیسو په اړه ده، چې پښتون ملت ورسره لاس او ګریوان دی. په رښتیا هم ډېر جالب مالومات پکې وړاندې شوې دی.
    راځئ نور په دا ونه غولګیږو، چې خوست د ګولونو وطن دی، د میړنو وطن دی، د سولي کور دی، بلکې خپل دشمنان وپیژنو، بلکې هغه دشمنان چې وطن یې د پردیو موخه لپاره تباه کړ، څوک نه غواړی چې ښه ژوند ولری، ولې په دوبۍ کې د عربو مزدوری وکړو. وطن مو تباه شول، برباد شول او بیا هم د وطن فروشو ملاتړ کوو. لعنت پر چپلوسانو

  10. ډېره د افسوس خبره ده، چې موږ پر خپله ګټه او تاوان نه پوهیږو، تل ځواکمنو ډلو عام ولس د خپلو بدمرغه موخو قربان کړی دي. زه خو اوس پوه شوم، چې د خوست د ځانمرګي برید تر شا څومره لوی بدمرغه استخباراتي چل پروت و. مننه بشرمل صیب

  11. ملګرو ښې چارې،
    د لیکنه مې ډېره خوښه شوه! زه داسې فکر کوم لکه د لیکنه ما خپله لیکلي وي. زه په خپله خوست کې اوسیږم، ما په خپله ډېر داسې خلک لیدلي دی، چې د والي په ضد هیڅ خبره نشې کولای. دوی له والي داسې ډاریده، لکه له یو دیکټاتور څخه چې یو څوک ډاریږي. رسني چې ډېر شمېر ملګري پکې لرم، د خوست د والي له ډاره هیڅ ویلو ته آماده نه وو. بلکه غازي نواز تڼي او والي په ګډه د بیان د آزادی په ضد یوه ډله جوړه کړی و.
    -زه په متون غونډۍ کې اوسیږم، ، حالت مو له نږدې څیړلي دی – خوست کې د خلکو شعور د والي د ظلمنو پر ضد تر ډېره بریده جدی و او غیر انساني و. خوست کې سوله راغله، خو د انکشافي پروژو لپاره هیڅ ډول برنامه نه و. بلکه والي صیب د بیلابیلو پرژو مخنیوی په د خاطر کول چې دې ته به یې پکې برخه نه ورکوله.
    بل لورې ته که یو څوک پر د سترګې پټوی چې په سیاسي لاریون برید سم و، لوی سیاسي او ملي جنایت دی. موږ باید د زغم ماده په ځان کې ولرو، پر آزاد لیکوال نیوکه پر ټولنه نیوکه ده.
    هر څوک چې د استدلال او زغم ماده په ځان کې ونلري، نو د دې مانا د ده، چې موږ له ځان سره استدلال نلرو. بلکه خبره په جنګ او کنځلو ختموو
    په خوست کې امنیت و، خو بل لورې ته د خلکو بونګه کول، ترور، وژل څه مانا، زه یو هلک پیژنم چې د شپږم ټولګي دی، خو له شپږو میاشتو راهیسې په ټنیو کې بندي پاتي دی او په بدل کې یې ۴۰ زره امریکايي ډالر غوښتنه کیږي. والي صیب امنیت چېرې دی، چې هره ورځ به موټري او موټر سایکلي تښتول کیدی خو موږ وایو چې امنیت شته دی! ناطم ځدراڼ چې یو قامي مشر و، د قومنداني په ۵۰ میټري کې ولې د جامع جومات په انګړ کې ووژل شو، آیا پوښتنه یې کولای شوو، چې ولې ووژل شو؟

    . ولې په حقایقو باندې سترګي پټي کړو، آیا غوښتل مو چې بیا بیرته نعیمي والي کړی او ډیکټاتوري ته ځای ورکړی
    یو بل تریخ حقیقت د دی، چې غازي نواز تڼی د والي ملګری و، نو ولې یې عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ، زه غواړم چې د دې رازونو په اړه مالومات درکړم

  12. قدرمن والي دي نور د ولس ليري گرزي، زكه نه يوازي يي ولس ته زيان ورساوه بلكي هر مدني حركت يي توپباران كر.
    قدرمن مي زكه ووي چي نور هر سري شرميزي اما نوموري والي د رباني په خٓير په زان پسي چوكي ترلي ده.
    ستا خخه د خوست خلك ديرررر ستريدي په مخه د گلونه

  13. بشرمل صيب په قلم د برکت شه په پوره دقت د داسي يوه پراخه ليکنه کړي چي يو خو د فاسدين په چوته کړي او بل دد مبارزينو جرات لا پسي غښتلي کړي دي
    رښتيا چي په خوست کي د کزي په اوايلو کي دير لوي بدلون په هر ډګر کي تر سترګو شه زياتي پروژي تطبيق شوي او پلانونه ورته جوړ شول پوهنتون خوست انتقال شو مدني ټولني فعالي شوي رادپو او تيلويزيون فعال شول ورځ تر بلي پرمختګ روان تر هغي چي د خوستوالو د کوم ګناه تاثير وه چي خوست ته د پيرانو يو مريد ښاغلي نعيمي د ولايت پر چوکۍ خيټه واچوله دهغي ورځي را په دي خوا په خوست کي ډيري بدبختي راوتوکيده چي د ځينو ځوانانو له همغي ورځي پر خپل مدني حرکت پيل وکړ خو مدني خرکتونه د همدغي اوږدي استخباراتي کړي له لوري په نطفه کي خنثه کيدل ژور اداري فساد رشت وکړ د خوست ځمکي په پراخه پيمانه د پيرانو د مهماحاني د مصارفو عايدات شول ولايتي عايدات لوت شول په ساختماني پروژو کي مالوم سهم ورکول , د ژورناليستانو خولي په پيسو او زور وتړل شوي د ولايت دروازي ددوه کسانو پر مخ خلاصي وي چاپلوس او ددوي روپۍ مشران …
    خو دا خالت روان وو چي نور د خوست خلک ددي بي عدالتي وپړسيدل په سوليز لاريون يي لاس پوري کړ بيا هم پيران چي په اصل کي پاکستان ته دير وفادار دي د خوست غريب ولس يي د ځان مرګي بريدګر په ځواب چپ کوه خو چپ نشو اوس يي يو دول بل دول خبري د خپلو اجينتانو د پتول په خاطر پيل کړي خو د خداي نظام بل شان دي د خوست غيور ولس نور د جبارګي او دهغي د بادار څخه د خپل خق په غوښتو کي ټيټ نه راځي

  14. جبار نعيمي هغه نارواوې په خوست کې کړي چې په هيڅ کفري ملک کې نه کوي
    نعيمي نورستاني باډيګاردان لري چې په پښتو نه پوهيږي کله چې چاسره شخړه کيږي مسقيم يې وژني بيا نعيمي په کور کې چمتو شوي د ځانمرګي واسکټونه لري او هغه کس په دې تورن کړي چې ده غوښتل چې ځانمرګی وکړي
    د خوست ټولې نمرې او دولتي ځمکې يې په خپلو خپلوانو وويشلې تل يې هڅه کړې چې د منظور شويو قراردادونو مخه ډپ کړي
    مګر د خوست شريف ولس د خپلو وينو په قيمت مبارزه وکړه او دغه لعنتي والي يې وشاړه
    ژوندی د وي د خوست ميړنی ولس مړه دې وي هغه خلک چې جبار نعيمي يې ساتلی او حمايت يې کوي

  15. بشرمل صیب په ګوتو مو برکت
    ډیره پراخه او هر اړخیزه لیکنه ده د ملګرو تبصیری می هم وکتی یو دوه خو راته پکی خفه هم ښکاري خو ګمان کووم چی ستا په لیکنه یی سر نه دی خلاص شوی خو هغوی ته به دومره ووایم چی بشر مل صیب په فکر او نظریه شننه کړی کوم چی د سترو خلکو کار دی او د بشر مل فکر دومره لنډ او تنګ نه دی چی دئ دی په اشخاصو خبری وکړي او بل دا چی نعیمي خو په اشخاصو کی هم نه شو شمارلی البته یو فرد ورته ویلی شو
    لویه پکتیا چی د تاریخ په اوږدو کی یی دا په اثبات رسولی چی دوی دی چی تل یی په هیواد او سیمه کی بدلون راوستی او راولی یی او په دی هم ټول ښه پوهیږی چی د توری مخ یی ریڼ دی نو همدا لامل دی چی په وروستیو څلورو لسیزو کی په دوی کی څوک د سر سړی نه پریږدي ، روڼ اندي یی له تیغه تیروي، او ولسونه یی د نفاق په ناروغئ اخته کړي او د ټولنی واګی یی د ټولنی د رټل شویو په لاس دی او امران یی د دښمن په لاس روزل شوی او دلته ورته واک ورکول شوی او همدا دنده ورسپارل شوی چی د همدی اولس وینه وزبیښي او او ټولنه په ځان اخته کړي تر څو د جهل له تیارو را وونه وځی. خو دی ته یی نه دی پام چی دا اولس چی څومره ټوکول کیږی هغومره بیداریږي او چی یو وار به خوڅښت راشي نو بیا یی مخه نیول نه د چنګیز نیزی کولی شی نه د انګریز چکمک نه د روی سکاټ او نه د امریکا ډرون او نه والله که پیرانو په دوعا او زاریو خلاص شی او په دی دی هم هر سړی سر خلاص کړی چی دا اولس اوس بیدار شوی اوس نو څوک د دوی به سرونو لوبی کول ا ستونځمن دي. او بله دا چی په خوستوالو دی دا احسان هم څوک نه کوی چی خوست یی ورته جوړ کړی ځکه چی خوستوال دومره بی همته نه دی چی د دوی کور به بل څوک ورجوړوي، خوستوالو سری ګرمی ګاللی د خلیج له سرو شګو یی دمټو د خولو په زور درهم راویستی او خوست یی پری اباد کړی.

  16. په خوست کې رښتیا څه تېرېدل!

    لیکوال: پكتين غيرت

    په خوست کې په تاریخي لحاظ د خلکو را پورته کېدل یوې منطقي شننې ته اړتیا لري. په خوست کې ډېرې سترې او زورورې خونړۍ پېښې شوي دي، چاودنې او وژنې شوې دي…، خو هېڅ کله بازار نه دی تړل شوی او له چادونې وروسته خلک نه دي راوتلي. خو ولې داسې کېږي چې له چاودنېوروسته بیا هم خلک سوله ییز لاریون کوي او د قاتلینو د نیولو غوښتنه کوي.له ځانمرګي برید وروسته د خوست له ولایت څخه چارواکي ورکیږي، خو بېرون ته یو راوتلی اشپز نېول کیږي، بیا وروسته د ویډیو له لارې اقرار کويچې له ځانمرګي برید وروسته د خوست له ولایت څخه پر تاسو ډزې کېدې.

    په خوست کې د عبدالجبار نعیمي په شتون کې یو جبر پټ دی. د خلکو د سیاسي او ټولنیزې ویښتیا د ماتولو او وروسته پاتې والي په موخه ډېر شمېر شعوري، سیستماتیکې او پلان شوې طرحی رامنځته شوې دي. د خلکو د سیاسي ویښتیا پر وړاندې د خوست د ولایتي دستګاه له لوري ګڼ شمیر مرموزې وژنې او د خلکو بلک مېل کول وشول.

    د خلکو د بلک میل کولو په موخه د دوی د شخصي ژوند تر څنګ په عقیدوي، فکري او سیاسي تفکر کې مداخله شوې ده. د خوست د با جراته خلکو پر وړاندې وروستی ځانمرګی برید وروستی جنایت و چې خلکو ته د دوی د سیاسي او مدني خوځښت د غیر منطقي توب او غیر شعوري والي روحیه ورکړل شي. دوی ته ور ښودل کېږي چې سیاسي ویښتیا او لاریون تېروتنه ده. بیا دوی ته دا ډار ورکوي چې لاریونو او ښارونو ته راوتل د دوی سیاسي او اقتصادي ژوند نشي تظمینولی، بلکه څه چې ځايي چارواکي غواړي هماغه به تر سره کېږي؛ چې دا هر څه ستر جنایت او نه بښونکی عمل دی.

    په خوست ولایت کې له دې وړاندې د پوهني ریاست یو بې ګناه مامور چېخان جان نومېده، د خوست والي د ساتونکو لخوا ویشتل کېږي او وروسته پسې بمونه تړي چې ګواکې د ځانمرګي برید په موخه ولایت ته راغلی و. خو د دې ځوان د بې ګناتوب ثبوت د یوناما (UNAMA) تر څنګ له ملي امنیت سره هم شته چې نوموړی بې ګناه و او د هېڅ ډول برید پلان یې نه درلود.

    همداراز یو بل پولیس چې د والي کور ته نږدې پر پله ناست و، د والي د ساتونکیو سره د لفظي شخړې په ترڅ کې وژل کېږي او له ده سره بل ملګریپولیس د خوست والي په شخصي زندان کې د بند شپې تېروي.

    د والي یو بل شخصي ساتونکي عبید د مېړني خوست د یو اوسیدونکي مېرمن په زوره له ځان سره تښتوي او والي یې په بدل کې ضمانت کوي او له رسنیو خبره پټه ساتي. همداراز د سرحدونو او قبایلو یو مامور احمد شاه، د خوست والي په اړه ترخې خبرې کوي او نوموړي ته د دیکتاتور لقب کاروي، دا خبره والي ته رسیږي، والي یې په غبرګون کې خپل ساتونکي ورلیږي او دیراولي او له سهار څخه د ماذیګر تر شپږو بجو پورې احمد شاه په تشناب کې ساتي او وروسته د خوست والي امر کوي چې نوموړی را وباسئ، بیا ترې پوښتنه کوي چې بیا هېڅ وخت داسې ونه کړي. ورځه!

    والي صاحب ته د افغانستان پر خاوره د تېري خبر ورکول کېږي. قومندان په مخابره کې وایي چې پاکستانۍ لوری د افغانستان پر خاوره کې تر ۲۰۰ متره پورې مخته راغلی دی او د همدې پېښې په اړه والي ته نور جزیات هم سپارل کېږي. خو والي ټول هغه شااوخوا کلي چې د پاکستاني پوځیانو تر تهدید لاندې دي، خبروي چې له دې وروسته تر یو کیلو متره د کليو خلک نشي کولای د پاکستان په لوري مخته ولاړ شي ځکه په دې ځای کې بمونه اېښودل شوي دي. قومندان سره له نورو نظامیانو ټاکلې سیمې ته ځي او بېرته والي ته اطمینان ورکوي چې بمونه نشته خو پاکستاني پوځیان تر دوه سوه متره د افغانستان خاورې ته راننوتلي دي، خو والي په ځواب کې وايي چې پر ې مسله نورو خبرو ته اړتیا نشته!

    په کار خو دا وه چې والي ارګ په جریان کې کړی وائ، خو عبدالجبار نعیمي قومندان ته امر وکړ چې ښه خبره دا ده چې په دې کار کې نوره مداخله ونه شي، بلکه پټه خوله پاتې شي.

  17. دخوست ولس ته دوکیلانو ډالۍ
    کلونه وشول، خوست قومي مشران،علمای کرام،مدنې ټولنې، ژورنالستان، ځوانان په هیواد مین او زموږویاړ لي امنيتي ځواکونه پدې لټه کې وو چې خوست له بدنامۍ خلاص او نیک نوم ورته په برخه کړي، همداسې وشول، هر مجلس، جمع جومات، مرکه او جرګه، بحث او بنډار کې خوست میشت ولسونه دخوست په ځلیدلې او سوله ییز انځور وغږیدل چې خوست د امن کور دی.
    میشتو قومونه دسولې،امن ،پرمختګ او ابادۍ شوې ادعاپه عمل کې هم په ثبوت ورسوله،ځکه په ټاکنو کې د دوی پراخ ګډون، د ټاکنو په ورځ د جواس خان له لوري د لور د مړينې خبر پټ ساتل کیدل، د ټاکنو په ورځ په ټول خوست کې د يوې پیښې نه رامنځته کیدل، دولایتي ادارې له لوري دکرکټ ملي اتلانو ته دخوست بلنه او په خوست کې دغیور ولس او ځوانانو لخوا دهغوی تود هرکلی او د هیواد اوسنی ولسمشر ته د خوست په ملي لوبغالي کې د زرګونه خوست ميشتو راټولید بل ښه ثبوت او ښکار بیلګه ده.
    دا پدې مانا نه چې خوست ته امن په خپله راغلی دی،دلته دیوې سالمې ادارې او رهبرې تر مشرتابه لاندې دقومي مشرانو ،دیني علماؤ او سپين ږیرو سره په ګډو مشورو زیاتې هلې ځلې،تلاشونه اوکوښښونه ترسره شوي دي.
    دبیارغونې ،پرمختګ،سولې ،ثبات او امن په برخه کې شته لاسته را وړنې دولسونو په همکارۍ چې دخپلې ادارې او ملي ځواکونو سره يې کړې دي لاسته راغلي دي، په دې برخه کې ګڼ شمېر ځوانانو خپل سرونه قربان کړي او دهمدې سرښندنو په پایله کې خوست ته لازیات دمرکزي دولت ،نړیوالومرستندويه ټولنو او دبشري مرستو مرستندویانو او نورو بېلابېلو نهادونو پام وا وړي.
    دلته خپل دفترونه خلاص کړي او په بیلابیلو برخو کې ولسي خدمات وړاندي کړي، خوست رښتيا هم چې د هرې خوا دې ته جوړ وو چې د خلکو تواجه ځانته جلب کړي، دلته امن وو، سوکالي وه، خلکو په منځ کې مينه وه، وروروالي وه، خو وکیلانو په کربلا بدل او اوس په ټول خوست، هره ولسوالۍ، کلي جومات او حجره کې ویر، ماتم، زګیروی، غم او ژړاګانې دي، د چا قومي مشر شهید شوی،د چا تنګی ځوان په خپلو وینو لمبیدلی، چا خپل پلار له لاسه ورکړی، د چا د سیمې تر ټول فعال مدني ځوان شهید شوی او د تل لپاره ورڅخه رخصت شوی دی. دا ټول وکیلانو د څه له پاره وکړل او وکیلانو څه غوښتل!!!؟ دخوست وکیلانو غوښتل چې په خوست کې ځانونه د کندوز شجاعی جوړ او په راتلوونکي کې هر څه د ځان په ګټه وڅرخوي. دوی د ځوانانو د پاکو احساساتو ناوړه کټه پورته کړه، دوی د والي په لری کولو سره غوښتل، ځانونه مطرح او د راتلوونکي ولسې جرګې له پاره کمپاين وکړي. وکیلانو غوښتل هغه دولتي ځمکې چې دوی غصب کړي ور پاتې او د نورو د نیولو له پاره لاره هواره کړي. وکیلانو غوښتل چې په راتلوونکي کې ټول قراردادونه چې په مرکز کابل او يا په خوست کې کیږی دوی ته ورکړل شي او بې لدې چې پوښتنه ترې وشي په ټيټ کفیت يې ترسره کړي. وکیلانو غوښتل نور که هر څوک په خوست کې سر راپورته کوي دوی باید ورته غاښ ماتوونکی ځواب ووايي. خو وکیلانو به هغه ماشومانو ته چې د قلم او کتابچې د مرستې په بهانه يې خوست ملي لوبغالي ته راغوښتي وو او په بدل کې يې ورته د کتابچې پرځای سپین کفن او د قلم پر ځای دې د باروتو بڅري په سینو کې ورخښ کړل، وکیلانو تاسو خو په کانکور کې بې پايلې ځوانان پدې نوم رابللي وه چې ګواکې تاسو به بیدون د کوم قید او شرط څخه د خپلې خوښې پوهنځيو لاره هواریږي، وکیلانو تاسو خو تنکي ځوانان ددې له پاره راغوښتي وو چې د لوبو له پاره به درته اسانتاوې برابریږی. وکیلانو تاسو خو د خوست د ټولو ولسواليو له قومي مشرانو ددې له پاره شورا جوړه کړي وه چې ولسمشر غني او مرکزي دولت ته به کادرونه ورپیژنی او تاسو په مشوره مرکزي دولت خپل راتلوونکي پلانونه پرمخ وړي.
    وکیلانو تاسو خو د شمالي او جنوبی وزیرستان څخه راغلي ګډول دې ته راټول کړي وه چې ستاسو د سرپنا غم خوړل کیږی او په ګلان کمپ کې پر مرستو سربیره درته کورونه جوړيږي. وکیلانو تاسو خو د خوست معیوبین ددې له پاره په خیمو کې کينولې وه چې د خوست ښار د سبزی منډوۍ په سیمه کې به درته د یوې هټې په اندازه ځمکه د ښاروالي له لوري درکول کیږی. تاسو خو ښوونکي پدې پلمه چې د هر ښوونکي پرسر به يوه یوه نمره ځمکه درکول کیږی راغوښتي او د ځانونو سره مو په څنګ کې درولي وه. تاسو نه يې خبر چې پدې چل او فریب مو د قومي مشر خان زمان واخيست خوست او صبری مو یتیمان کړل، مرحوم ستر قومي مشر مامور صیب علي جان مو په ګور کې په ژړا کړ، تاسو د ښوونکي ظریف اتل ټوله سرمايه وربرباد کړه، تاسو د ګولالیو ماشومانو هیلې وریژولې، تاسو د شیرنواز حقمل کورنۍ بې پلار او بې وروره کړه،تاسو تازه غوړیدلی ګلاب حق ویون تر پښتو لاندې کړ، تاسو سلګونه میندې وژړولې او تاسو لسګونه ماشومان یتیمان او د تل له پاره مو بل ته اختیاج کړل.
    خو موږ پوهيږو تاسو سترګې د شيطان په رنجوتورې او پټې دي، د خپلوناروا غوښتنو په نشه کې ډوب يي ، په خوب کې لیدوونکو هوسونو لیوني کړی یاست، خواهشاتو مو غوږونه در کاڼه کړي دي. خو پام مو وی خوست داسې خاوره ده چې تل يې ستر ظالمان راچپه کړي، لوی لوی ښاماران يې خيټې ته اچولي دي، د لویو فرغونیانو غورور يې ورمات کړی،د یاغي او باغي نمرودیانو هډوکي يې خاورې کړي، بې لارې ابرها ته يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي
    وکیلانو پام مو وي چې ددې مظلومې خاورې او مظلوم ولس لاس به ستاسو ګریوان ته رسیږی، په ځمکه به راچپه کیږی او دروند غچ به درنه اخيستل کیږی. هغه يو شاعر وايي:
    دا خلک ولې انتظار کوي د هغه ورځې
    چې پاچا مړ وي او وزير په ورلنو تړلی
    نو خوستیانو وړاندې لدې چې وخت ددغه ښامارانو پر وړاندې فيصله وکړي،د جبر او غرور يې ورمات کړي نو راځی چې ددې لوی فرغونیانو پر وړاندې سر له اوسه راپاڅيږو او د سر په کسه کې ورته اوبه ورکړو.
    ډاکټر شعیب خوستی

  18. جناب ډاکټر صیب شعیب سلامونه!

    هیله کوم چې د مسلي جدیت او ژورې وپیژنئ! مسله دلته د یو چا په ړندو سترګو عبادت ندی او نه دا چې یو چاته دومره انګیزه ورکړل شي، چې د مجاهدینو په څیر انقلاب رامنځته کړی! تاسو ولې خلک تشدد ته هڅوي، په ځای د دې چې د سولیز لاریونونو ملاتړ وکړئ. هیله خو دا ده، چې موږ د ملت سیاسي روزنه ترسره کړو، ولې دوی ته دومره حوس ور وبښو چې پر دوی غږ کوو، چې خلکو راپاڅئ، وکیلان را چپه کړی، په ځای د دې چې ولسي جرګه د معاصر تمدن او فرهنګ یوه لویه لاسته راوړنه ده. دوی ته تاسو داسې ولې نه وايي: چې وکیلان تاسو ته چوپړ ندی کړی همدا علت دی، چې تاسو دوی ته په راتلونکې کې رایه ورنکړی. دوی ته تاسې داسې ولې نه وايي: چې په ولسي جرګه کې ناستو خلکو څخه شکایت وکړی، چې موږ تاسو ګمارلي یې اوس درڅخه کار غواړو، ولې ته د پاکستان د احساساتو په نمائنده ګي خبرې کوی، خلک هڅوی چې هله وکیلان چپه کړی، فرعونان چپه کړی، هغه چپه کړی، لنډ دا چې ورته ووایه! ولسي جرګه یا پارلمان چپه کړی! ولې چې تاسو خلک دې ته هڅوي، چې له ولسي جرګي څخه ملاتړ ونکړی بلکې هر څه په خپله خوښه ترسره کړی یاني بیرته یې د مجاهدینو تور دور ته هڅوی!
    اوس هغه د مجاهدینو وخت تیر شو، چې له پیښور څخه به یې د ای ایس اي په نمائنده ګي پیر ګیلاني چیغه پورته کړه، چې هله افغانستان کې کفار دی، جهاد روا دی او هر څه چې په لاس درځي باید تباه شي یانې افغانستان تباه کړی، لوټه لوټه یې کړئ. د پیر پیشوګانو او سپیانو ته ایر کنډیشن لګیدلي وو او د پیر ګیلاني لوڼه په امریکا کې ګرځیدی، د عیاشي ژوند یې کول خو تاسو بیا هم په افغانستان کې د جهاد شعار ورکوی.
    هیله کیږی، چې ستاسو د شخصیت د تخریب باعث ونه ګرځي، تاسو خو د والي ویاند یاستی او د پیر په کور کې درته انټرنیټ مساعد او له لانګر څخه یې ګټه اخلی، نو تاسو خو به خود هم هغه څه لیکې چې مشر پیر او کشر پیر یې درته ښايي: ښاغلي نعیمې یو دیکتاتور او بې سواده سړی دی، ښاغلي تر اوسه د دولسم ټولګي اسناد هم نلری، نو تاسو به له ښاغلي څه ډیپلوماسي، سیاست او منجمنټ زده کړی. نوموړی که چیرې منجمنټ درلودالی نو تاسو ته به یې لارښوونه نه کوله چې د پارلمان پر ضد لیکنې ونکړاي. خو نوموړی د پیر د کور لخوا کنټرولیږي، نو دی به تاسو ته څه در زده کړی، چې سیاست څه مانا! البته هغه څه در زده کوی، لکه بم، راکټ، ټانک او ټنګ ټانګ یانې د جهاد فصل تاسو همدا څه ټولنې ته ورکولای شي نه دا چې وطن څنګه له بهرنیانو او داخلي مافیاو څخه ژغورلي شوو! بل دا چې خوست د ودانولو خبرې خو ډېرې په اسانه سره کیږي، خو ولې موږ باید هیر نکړو، چې د عرب په دشته کې ودانې دنګې ماڼي بل چا نه بلکې خوستیانو آبادي کړی دی، خوستیان د عرب پر ځمګه چې کومې لاسته راوړني لری هغه د نړۍ په مطبوعاتو کې ستاسو په څیر ډیکتاتوره کړیو تر خاورو لاندې کړی دي. دوی له عرب څخه پیسې راوړی او خوست په ودانوي، خوست لومړۍ ځل ندی، چې ښاغلی والي صیب یې درلودلی دی، بلکې خوست په پخوا هم ډېر لوړ بااستعداده او قدرمن شخصیتونه د ملت د ودانولو په موخه قرباني شوې کړی دي. د خوست اوسنې لاریون هم د پآکستان د دسیسو ښکار شول او عمده علت یې ستاسو حضوري او غلامانه مرسته و، چې پاکستان مو پکې کامیاب کړ، یانې څنګه چې لیکوال ورته اشاره کړی ده، چې د خوست دې لاریون کولای شول، چې پورا سیمې ته یې بدلون ورکړای وای او په خلکو کې یې سیاسي شعور پیدا کړی واي. باید له یاده ونه باسو چې د پیر صیب میلمستونونه او کورونه اوس هم د حقاني په څیر په اسلام آباد او پنډۍ کې شته دي. هغه ورځ لرې نده، چې ښاغلي نعیمي به هم هلته ور منډه کړي. خو موږ د نوموړی جدې او منصفانه محکمه غواړو.
    زموږ سیاسي لرلید د هم اټکل کوی، چې ستاسو په اشاره به د خوست امنیت لا پسې ګډوډيږی او په راتلوکیو اونیو کې نورو ځانمرګیو ته ځای ورکړای! تر څو خلکو ته دا فکر ورکړای چې والي خو پیر و، د برکتونو څخه ډک و، همدا علت دی چې پیر لاړ برکت یې هم لاړ، خو ولې مخکې هم د خوست امنیت د خوست امنیتې ځواکونو لخوا ساتل کیده، ستاسو ونډه پکې څه و؟
    اوس په خوست کې د پارلمان وخت دی، د بیان د آزادی دور دی، د ولسواکي دور دی، نه د پیر صیب د شعارونو چې هله د خوست وکیلان را چپه کړي.
    په درنښت
    میرا خان

ځواب ورکول afghanzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *