تاند- یوه انتحاري تېر ماښام په خوست ولایت کې د امریکايي پوځیانو اډې ته نژدې د ځان په الوزولو ۲۵ ملکیان ووژل او ۱۵ نور ژوبل کړل.

د خوست مرستیال امنیه قومندان یعقوب خان وویل، حمله کوونکي ځانمرګي د تلاشۍ هغه پوسته په نښه کړه چې د خوست ولایتي ځواکونه پکې مېشت ول.

د یعقوب خان په وینا د خوست ولایتي ځواک د امریکايي اډې د ساتنې دنده لري خو څرګنده نه ده چې د حمله کوونکي انتحاري اصلي هدف دا ځواکونه ول او که یې غوښتل چې اډې ته ننوځي.

د خوست د عامې روغتیا رييس ډاکتر حیات الله حمیدي وویل، د خوست روغتون ته د ۱۷ ملکي افغانانو مړي رسول شوي چې اکثره یې ماشومان او ښځې دي.

د ډاکتر حمیدي په وینا په دې حمله کې، چې د ماښام په شپږ بجې او ۴۰ دقیقې وشوه، ۶ نور لارویان، چې دوې یې ښځې دي سخت ټپیان شوي دي.

ده د ټپیانو د ټپونو سختوالي ته په اشارې اندېښنه ښکاره کړه چې ممکن د تلفاتو شمېر تر دې واوړي.

خو وروستي راپورونه وايي چې په دې تروریستي برید کې ۲۵ افغانان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

د خوست امنیه قومندان فیض الله غیرت وویل:«چاودنه دومره لوړه او زوروره وه چې تقریباً ټول خوست ښار یې ولړزاوه.»

یوه افغان پولیس وویل، انتحاري داسي مهال چاودنه وکړه چې د ډېرو عامو خلکو موټرونه د تلاشۍ له پوستو تېرېدو ته انتظار ول.

د ده په وینا اکثره ماشومان او ښځې هم په هغه موټر کې ووژل شوې چې د روانېدو اجازې ته انتظار ولاړ و.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول بریدونه عموماً وسله وال طالبان کوي.

له دې برید سره په یووخت پرون /یکشنبه/ د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالي کې ۱۲ ملکیان د ماین په چاودنه کې ووژل شول.

5 thoughts on “د خوست په انتحاري حمله کې ۲۵ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي”
  1. Tr so che da domakha hokomat pa khpalo ke jornasi nor ba hm da afghanano wini hm dasi dawam lari.aw da di afghan hokomat di hagha pot tawafok nama wa che la pakistan sara e emza kra aw os e wino che natija e nora hm da afghanano pa qurbani tamam shwa.Dasi nor entiharyani ba dawam wakri. ..Allah di por afghanon rahm wokri..kho tr so che da beghairata hokomat sara da watan ehsas nawi aw hokomati charwaki da khplo jebono pa daka wolo akhta wi da hokomat ba nor hm da dere nakhwali ramazta kri aw da watan dakhili aw khareji doshmanan ba nor hm kpal zalimana Jang ta dawam warkari

  2. ډیر د افسوس ځای دی ، الله دی شهیدانو ته جنت فردوس او زخمیانو ته شفا ورکړی او هر هغه څوک چی د افغانانو د وژلو، تهدیدولو او بی عزته کولو لپاره پلانونه جوړوی الله دی د ځمکی د مخ نه لری کړی او دی مظلوم ملت ته دی آلله نور صلح او امن راولی.
    په تور او سپین بیرغ باندی دی کلیمی په لیکلو نه څوک مسلمان کیږی او نه مجاهد.
    وسلام

  3. خوارو غریبو ته پیښه ده !
    خوار اوغریب دواړه خوا تباه او بر باد دی زوراور نه مړ کیږی زوراور نه بندی کیږی غریب مامور چه یوه هګی قدر اشتباه وکړی دڅارنوال او قاضی بازارګرم شی نه یی پریږده چه دسلو هګیو تاوان یی تری اخیستی نه وی ولی هغه کس چه چرګ دغله په تور تورن شی هغه ته څوک څه نه وای عجب دوات او حکومت
    انتهاری بیشرف هم هدف ته نه رسیږی هر څای چه پړانګ وهل نه ګوری چه څوک مړه کیږی جنت غواړی
    جنت ته خو تګ بالکل نشته خو ابدی دوزخ دمبارک شه

  4. هیله ده چې د دغه ډول عکسونو له خپرولو ډډه وکړئ.‌دا عاطفه وژني. د دې مبارکې روژې په برکت دې الله تعالی آی ایس آی او زمونږ د ړانده لښکر هلاک کړي چې روژه په خوله مسلمانان یې شهیدان کړل او په سلګونو کورنۍ یې د ویر په ټغره کېنولې.‌ لعنت پر آی ایس او د پاکستان په منافق پوځ

  5. Ha cha chi da amal kri we Allah dadi mubaraki miashti pa khatar da ha goee ba chian ham dase da gham pa ta gar ki nawe Amin

ځواب ورکول sayedrahman.ziarmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *