تاند- د راپورونو له مخې په خوست کې د یوې انتحاري حملې په نتیجه کې لږترلږه ۱۶ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

برید د خوست د والي پر ضد د اعتراض کوونکو پر لاریون وشوه. ویل شوي چې په ټپیانو کې، چې شمېر یې څلوېښت تنه ښودل شوی، په ولسي جرګه کې د خوست یو استازی همایون همایون هم شامل دی.

د خوست ولایت د عامه اړیکو دفتر د دې پېښې په اړه په یوه خبرپاڼه کې د وژل شویو کسانو شمېر۱۶ او د ټپیانو څلوېښت اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا «وحشیانه برید د افغانستان د خلکو او ثبات دښمنانو کړی دی.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خوست والي دا تروریستي برید په کلکه غندي او هغه د اسلام او بشریت د دښمنانو کار بولي.

د خوست د والي له لوري په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي:« په خوست ولايت کې له څو ورځو راهسي لاريونونه ترسره کيدل نو د هيواد او خاورې دښمنانو له همدې وضعيت څخه ناوړه استفاده وکړه او پر
لاريون کوونکو يې تروريستي بريد ترسره کړ او خوست ميشتي ولسونه يې دغم په ټغر کينول.»

په خوست کې له تېرو څو ورځو راهیسي د والي پرخلاف د ولسي جرګې د څو وکیلانو په شمول پراخې مظاهرې روانې دي. مظاهره چیان د خوست والي په فساد کې په لاس لرلو تورنوي او د هغه د استعفا غوښتونکي دي.

خو د خوست والي د مظاهره چیانو ادعا ردوي، وايي چې د ده خلاف ادعاوې بې اساسه دي.

4 thoughts on “د خوست په انتحاري حمله کې ۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې”
  1. خه فكر كوي جه دا به جا كري وي.
    هغه اشخاص جه به فساد كي أغشته او خلك ءي هم نه غواري او فكر كوي دا جوكي ورته دبلاره ميراث باتي ده
    زما به عقيده يا خبله او يا دطالبانو سره به لاس لرلو دده تر حماءي دا كار إنجام شوي وي .

  2. دخوست دغمجنی پیښی شهیدانوته دلوی خدای په دربارکی دشهادت مقام لوړو درجه غواړو، ټپیانو ته الله ج ژرترژر روغتیا او تندرستی بیرته راوګرزوی. دهیواد او وطن دښمنانو دخوست اولس دوطن دوستی او خاوری سره مینه ونه زغمله، نو ځکه یی دځنی کسانو دبی غوری او خوش باوری ګټه پورته کړی او ټول خوست او افغانستان یی دغم په ټغر کینول. داعمل چه هرچاکړی دی ، یو غیر اسلامی او خاینانه عمل دی چه باید محکوم او وغندل شی او هغوی چه ددی پیښی عامل دی ، دمحاکمې میز ته راکش شي. دخوست امنیتی ارګانونه او مسولین په دی پیښه کی پړه دی ، ځکه دولسی اعتراضونو دامنیت او مسونیت دنده دهمدی ارګانو په غاړه ده. مونږ دلوړو اړوندو مقامونو غوښتنه کوو چه ددی بوږنونکی پیښی ژو ره او بی پری پلټنه وکړی اوعاملینو ته سخته سزا ورکړی. دخوست اولسونه باید ددښمنانو ددسایسو په هکله هوښیار اوسی.

  3. دخوست په غمجنه ننۍ پیښه سخت غمجن یم. وشهیدانو ته دې الله جنت او ټپیانو ته دې شفا عاجله اودوستانو ته دې یې صبر جمیل ورکړې. خوداچې فا سد ما فیا یې ګرو پونه افغا نې جینو سا یډ ته بها نې جو ړوې او دخوست دوالې دتبدیلی په بها نه داخلې او خا رجې افغا ن دښمنه جبهه ددغه قتلونو مسولیت لرې!!!!!

  4. دغه ۲ وکیلا ن چې یو یې زخمې دی په ځا نګړی ډول دغه دننۍ بدې پیښې مسولیت لرې. دوالې عبد الجبا ر نعیمې به څو ورځې ددندې پا ته وې.او اشرف غنې په ډاګه نا رې وهې چې سر پرست والیا ن بیا نه مقرروم ! دکا بل څخه هیت راغلی ستا سې سره یې لیدنې کتنې وکړی تا سې نو نور څه غو ښتل نا پو ها نو ! تا سې په دغه اندازه نا پو ه یا ست چې خپل دهیواد امنیتې حالات نشی درک کولای ! طا لب زموږ پر ډو ل انسان او داخرې زما نې مسلما ن دی که طالب هم دغه کا روکړې خو
    هیڅکله دعا مو خلګو دوژلو مسولیت پر غا ړه نه اخلې. تا سې څو ورځې دغه مظا هرې پیل کړیدی. ای کا ش چې والې اوشرف غنې دیوه ولا یت او یا دیوه قوم او قبیلې وای. نو موږ به هغه صورت کښې پر اشرف بد ګما نه کیدلای چې دوالې نعیمې طرف کوې ! اشرف غنې په ډاګه نا رې وهې چې هیڅ سر پرست والې بیا نه مقرر وم. نو بد بختا نو وکیلانو څه غو ښتل چې بې ضرورته مظا هرې یې په لار اچولې. بیا په دا سې نا وړه حالاتو کښې.

ځواب ورکول حکمت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *