افغانستان-خوست
ولايت مقام-مطبوعاتي دفتر
نيټه:١٤-١-١٣٩٤
اعلاميه
خوست ولايت مقام د تيرې ورځې خونړى وحشي تروريستي بريد چې له امله يې
٢٢تنه عام وګړي شهيدان او ٦٢ تنه زخميان شول يوځل بيا په کلکه او سختو ټکو سره غندي او دغه ناځوان مردانه بريد د افغانستان دخلکو،سولې،امن او ثبات د دښمنانو کار ګڼي دغه يو ستر جنايت وو چې دبشريت او انسايت د دښمانو لخوا ترسره شو.

خوست ولايت مقام شوى بريد د افغانستان په کچه يوه ملي غميزه ګڼي چې له امله يې ګڼ شمير کورنۍ دغم په ټغر کېښناستلې دخوست نوم يې په ملي او نړيواله کچه په وينو رنګ کړ.

خوست ولايت مقام هغه څرګندونې چې په ولسي جرګه کې دخوست ولايت  وکيل کمال ناصر اصولي  او دولايتي شورا ځينو وکيلانو د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال کړې او د رامنځته شوي وضعيت څخه يې په ناوړه ګټه اخيستنې سره خوست سرپرست والي په شوي تروريستي بريد کې ښکيل بللى  په کلکه ردوي او دا ډول څرګندونې په دې حساسو امنيتي شرايطو کې چې هره ورځ دهيواد په ګوټ ګوټ کې د همدغه تروريستي بريدونو له امله په لسګونو بې ګناه وګړي شهيدان او يا زخميان کيږي د هيواد او خاورې د دښمنانو پرګټه او د نظام پرضد ګڼي.

خوست ولايت مقام له مرکزي حکومت غوښتنه کړې چې په خوست کې دشوې پېښې د هراړخيزې څيړنې او پلټنې لپاره يو باصلاحيته پلاوى دې ولايت ته را وليږي ترڅو رامنځته شوى وضعيت په هراړخيزه توګه وڅيړي او دا معلومه کړي چې د پېښې عاملين څوک دي او چا په دې برخه کې غفلت کړى او چا ددغه ډول غميزې د رامنځته کيدو لپاره زمينه مساعده کړې وه.

په خوست ولايت کې ظاهراً دمدني حرکت تر نامه لاندې د پيل شوي حرکت څخه يوه ورځ وړاندې ولايت مقام دخوست ټولو شريفو ولسونو ته دلوړو امنيتي تهديدونو دشتون په اړه بيړنۍ اعلاميه خپره کړه همداشان د ګډې همغږۍ دمرکز،ټولو امنيتي، کشفي او نظامي ارګانونو له لوري هم د پيل شويو حرکتونو پيل کوونکو ته پر لاريون باندې د دښمن د بريد په اړه رسمي او غير رسمي خبر ورکړل شوى وو خو له بدمرغه د لاريون د رهبري کوونکو لخوا ورته هيڅ توجه
ونه شوه اود امنيتي تهديدونو باوجود يې په همدې   حساسو امنيتي شرايطو او تهديدونو کې  د يوشمير عامه وګړو له پاکو احساساتو ناوړه ګټه پورته کړه او د دښمن  دبريد هدف يې وګرځول خوست يې په وينو رنګ کړ او دبدمرغۍ کندې
ته يې وغورځولو.

په درناوي
خوست ولايت مقام

د خوست ولایتي شورا په مقر کې  دولایتي شورا او پارالمان وکیلانو، جهادي قوماندانانو دینی علمااکرامو قومي مخورو مشرانو ،دمدني ټولنومسولینو، دښار صنفي اتحاديې غړو او دسیاسی ګوندونو مسولینواو  ددوولسو ولسوالیو او
دریو اداري واحدونو مشرانو د یوګډ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې دخوست والي عبدالجبارنعیمي دشواهدو په
وړاندې کولو سره  دتیرې ورځې دځانمرګي برید عامل وباله او دده د ژرمحاکمې غوښتنه یې وکړه .

په دغه مطبوعاتي  کنفرانس کې دخوست ولایتي شورا په استازیتوب د ولایتي شورا وکیل قمر علي لکڼوال دشواهدو په وړاندې کولو سره وویل : چې تیره ورځ سلګونو لاریونو کوونکو دخوست والي دکور په ۴۰ مترۍ کې دملي سټوډیم په
لوري په سوله ییزه بڼه حرکت وکړترڅوپه جوړه شوي غونډه کې ګډون وکړي لکڼوال زیاته کړه :داچې دخوست والي کور داعتصاب کوونکو دخیمو په لګولو سره تر معاصرې لاندې دی کور ته یې یوه پلې لاره ورتلونکی ده، دهغې لارې
څخه په استفادې سره یوتن ځانمرګی برید کوونکی چې سپین کالي او تور جمپر یې په غاړه و دوالی دکور له لوري لاریون ته داخل شو کله چې لاریون کوونکو ورپام شو نو هغه مهال ځانمرګي برید کوونکي ځان ته چاودنه ورکړي سم د لاسه د والی دکورټاپوګانوڅخه په لاریونوکوونکو ډزې وشوې، چې په پایله کې  زمونږ د دوولسوالیو او دریو ادارې واحدونو بیلابیل قومي مخور مشران اوځوانان چې شمیر یې ۲۲ تنو ته  رسیږي شهیدان او دولسي جرګې د دفاعي کمیسیون مشر همایون همایون په ګډون ۶۱ تنه ټپیان شول، لکڼوال همداشان وویل : مونږ دولسمشر څخه جدي غوښتنه کوو، چې دخوست والي ژر تره ژره له دندې ګوښه کړي ددې ترڅنګ په خپله دخوست والي هغه یو شمیر کسان، چې د ځانمرګي برید کوونکي په برید کې یې لاس درلود علني محاکمې ته راکش کړي ترڅو دخپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسیږي .
ورپسې د ولسي جرګې لوړوزدوکړو دکمیسیون مشر کمال ناصر اصولي اودیوشمیر مدني ټولنو مسولینو خبرې وکړي نوموړي غمووونکي پیښې یې وغندله او ویی ویل: پدې پیښه کې مستقیما دخوست والي او دهغې څوتنه ملاتړکوونکي لاس لري ځکه چې عیني شاهدان شاهدي ورکوي چې دغه ځانمرګی په لوی لاس د والی له کور څخه راوتلی دی او همداشان دوسله والو طالبانو ویاند هم نه یوازې په دغه ځانمرګي برید لاس لرل رد کړي بلکې خواشیني یې هم پریښودلي ده لدې څرګندیږي، چې خوست والي خپله ناوړه کړنې دشومو اعمالوپه ترسره کولو سره پټه وي چې ښې بیلګی یې تردې وړاندې دیو پولیس ټپي کیدل او دیووژل کیدل دي او دمامورینو وهل او ټکول دي .
په پای کې دمطبوعاتي کنفرانس ګډونوالو یو غوښتنلیک لاسلیک کړ،چې د ولسمشرپه عنوان د شته بې عدالتیو د له منځه وړو اود شوي بشري فاجعې دعاملینو دنیولو په مورد ترتیب شوی وو د مطبوعاتي کنفرانس ګډونوالو ګواښ وکړ ، چې مونږ به ترهغې پورې خپلو لاریونونو او اعتصابونو ته دوام ورکړو ترڅو چې دخوست والي اوشته مفسدین دقانون منګولو ته نه وي سپارل شوي او د خپلو ناوړه کړنو په سزا سپارل شوي نه وي .
په درنښت
د خوست ولایتي شورا رسنیز دفتر

One thought on “د خوست په اړه دوې متفاوتې خبرپاڼې”
  1. واوا !هرڅه یی وکړل چور چپاول توهین ښکاره ښکنڅل وهل ټکول دوسیو جوړول دکاره بیکاره کول رنګا رنګ تهدیدونه دخوست دخلکو دحقوقو پا یملول خپلو شومو اهدافو ته درسیدو په مقصد داستیناف قا ضیانو ته دیوی یوی نمبری څمکی ورکول دخوست بی عزته او بی غیرته دګوتو په شمیر دوه ملا امامان سردار او مولوی شاه محمود اویو تعداد بی غیرتهکلیوالی مشران د۵۰۰ افغانیو نوکران دده تر څنګ ولاړ مرګ پر دوی.
    رابه شو دیته ! جه څانمرګی څوک او له کومه راغلی دغه پته والی ته شته څکه څو میاشتی پخوا دولایت مقام کی يو څوان بی رحمانه ووژل شو تر هغه میدیاوو ته اجازه نه وه تر څو دکوره دوالی ورته انتهاری واسکټ وغوستل شو په انتهاری بد نام شو دغسی حرفوی کارونو رهبر ده واضیح ټولو خوستوالو شهادت ور کړی چه انتهاری دوالی له کوره راوتلی او دبی رحمانه مرګ او ژوبلی باعث شو کړی دخدای وبخښی او ژوبل کسان دخدای روغ کړی ددغه بدو او غیر انسانی اعمالو پړه دوالی ضیمه وری ده ولی خوست نه پریږدی ؟ ایا میراثی یی ګر زولی ولی دومره خودخواه او قاتل او جابر پر خلکو مسلط شی بهتره داوه چه څو څلی تری خواهش شوی چه دخوسته وزه ولی دسترګی خړی کړیدی که وتلی وه دغه نن او پرون غمیزه به نه وه دریس صیب جمهور نه غو ښتنه کوو چه ډیر ژر دمړو او ژوبلو بدله واخلی او مجرمین په سازا ورسوی .

ځواب ورکول sayedrahman.ziarmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *