نېټه : ۲۴/۰۷/۲۰۱۴

ځای : سینما پامیر د کتابښار تالار

غونډه، چې چلوونکی يې انجينر صيب ذبيح الله وردګ و، د ښاغلي اجمل له خوا د کلام الله مجید د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه .

د تیرې اونۍ په ترڅ کې د مهمو ملی او نړیوالو پیښو لنډيز ښاغلي نظيم سمون وړاندې کړ او لاندینیو مسايلو ته کتنه وشوه:

ـ داساسي قانون په څار کمیسون کې د دریو تنو د غړو د کار مودې نه تمدید. د کميسون د مشر په ګډون درې تنه غړي چی د یونس قانوني لخوا ولسي جرګې ته معرفی شول، د ناسمو کړنو په دليل د ولسي جرګی د باور رايه تر لاسه نه کړه . څرنګه چې د ولسي جرګې رخصتۍ پیل شوې نو نور درې تنه غړي به راتلونکی ولس مشر ټاکي.

ـ دمشرانو جرګې اوسنی ریس فضلهادي مسلميار د ولسمشر کرزی له خوا د انصابي سناتور په توګه بيا مشرانو جرګې ته معرفي شو.

ـ ولس1مشر کرزی د ارګون د پیښی له قربانيانو سره د غمشریکۍ په موخه پکتيکا ته لاړ، خو ساتونکي يې د طالبانو له بريد سره مخ شول.

ـ د رایو شمیرلوپر وخت یو بریتانیوی تبعه چې د عبدالله عبد الله د ټيم له خوا راوستل شوی و، لاس په لاس ونیول شو، دا موضوع تر څیړنی لاندی روانه ده .

ـ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکی خاص استازي جېمز ډابېنزله ولس مشر کرزی سره کتنه وکړه خو داسی ښکاری چی ولس مشر کرزيله دې ناستې او د ناستې له اړوند موضوعاتو سره ته چی د اتنخاباتو اړوند وې، چندان علاقمندی نه ده ښودلې.

ـ عبدالله عبدلله د ارګون د پیښېله قربانیانو سره وکتل او ویې ویل چې د افغانستان انتخاباتو بهیر په سم لوري روان دی او په هیڅ وجه به اجازه ورنکړي چی دا مسیر منحرف شي.

ـ د ولسي جرګې غړو د خپلو ځانو لپاره د امتیازاتو قانون تصویب کړ.

ـ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان له تروریزم سره په مبازره کې صادق نه بولي او همدا رنګ د ملي امنیت ویاند هم د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ادعا کوي، چی د پاکستان ای اس ای او پوځ له وزیرستان څخه د حقاني ډلې تقریبآ څلور سوه طالب لوړ پوړي چارواکي امن ځایونو ته انتقال کړي.

ـ معلوماتو ته د لاسرسي قانون د ولس مشر لخوا توشیح شو.دا قانون د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت لخوا جوړ او ولسي جرګې تصويب کړی و.

ـ د افغانستان د کرکېټ ملي لوبډلې په درېيمه لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه.

ـ او اقتصادی پیښه داوه چی د ګازو د لوړو بیو د پیریدلو له امله دوه شرکتونه څارنوالی ته معرفی شول .

ـ په غزې باندې د اسراییلو حملات دوام لري او حماس د اسراییلو یو عسکر ژوندی نیولی او ۳۰ نور یی وژلي دي، اوس اسراییل غواړي د دیپلماتیکو هڅو له لیاری دې مشکل ته لاره هواره کړي، خو بانکي مون په خورا بې انصافۍ له فلسطین نه غوښتې دي چی له جنګ جګړې نه لاس واخلي اود سولې بهیر ته غاړه کېږدي.

اړوند بحثونه :

ولی چین او امریکا پاکستان له تروریزم سره په مبارزې کی کامیابه او افغانستان داهیواد ناکامه بولی؟

ځواب: چین او امریکا د افغانستان په پرتله له پاکستان سره ډیرې پراخی استرا تیژیکی او اقتصادی اړیکې لري او بله موضوع د چین اړتیا د ګوادر بندر ته ده چې پاکستان ورسره په دې برخه کې د څلویښتو کالو تړون لاسلیک کړی .

همدا شان د چین بنسټ پالي اسلامي ډلی د پاکستان تر څار لاندې روزنې ګوري او د پاکستان تر کنټرول لاندې دي.

ـ د انتخاباتو کمیسیون ولې د بهرنی تبعه د هویت په ډاګه کولو کې څرګند اقدامات نه کوي؟ او هم د ډاکتر اشرف غني ډله ولې چوپه ناسته ده ؟

ځواب : ځکه د انتخاباتو کمیسیون په لانجو کی د ښکلیدو له کبله وار د مخه جنجالي شوی او نه غواړي د داسې مسایلو په راسپړلو او ډاګیزه کولو له نړیوالې ټولنې سره ښکېل شي، ځکه چی اعظمی مصارف یی د ملګرو ملتو لخوا تمویلیږی او بل دا چې اوس د ډاکتر عبدالله له ټيم څخه هم ډېر وېرېږي.او د ډاکتر اشرف غنيټيم هم تر خپل حده څه کارونه کړي او دا شخص يې امنیت ته معرفی کړی او له همدې امله یی د موضوع تر سپینیدو د رایېشمریل هم بند کړی و. خو د انتخاباتو کمیسون ویلي چی د رایې شمیرل به نن بیا پیل کړي.

…. او د موضوعاتو په اړوند نور ورته بحثونه تر سره شول.

د غونډې په دويمه برخه کې ښاغلی شعيت رحيم نوې ټولنیزې شبکې يا ټوېټر په اړه یو ډېر په زړه پورې پریزنټشن وړاندې کړ. ښاغلي رحيم د فېسبو په پرتله د ټوېټر يو شمېر ځانګړنې بيان کړې او دا يې وښودله چې که څوک غواړي مؤثقو او چټکو معلوماتو ته لاسرسی ولري، نو ټوېتر يې اغېزناکه وسيله ده. د ښاغلي رحيم په وينا په فېسبوک کې اړيکې او د مالوماتو دايره د خپلو ملګرو په محدوده کې وي، خو په ټوېټر کې ستاسو پيغام تر ډېرو هغو خلکو بورې رسېږي چې تاسې يې هېڅ نه پېژنئ او همداراز تاسې هم د مهمو موضوعاتو په اړه د اسې کسانو مالومات ترلاسه کوئ چې ستاسو د دوستانو په دايره کې نه وي. همداراز په ټوېټر کې سړی کولای شي د ورځې مهمو بحثونو ته يا د يوې په اړه تر ټولو مهمو مالوماتو او بحثونو ته په اسانۍ لاسرسی پيدا کړي. د ټوېټر بله ځانګړنه دا ده چې دلته د فېسبوک په پرتله خونديتوب زيات دی او په ټوليزه توګه هغه څوک چې د ساعت تېرۍ پر ځای له مالوماتو سره زیاته لېوالتيا لري، نو بايد له ټوېټر څخه ډېر کار واخلي. ښاغلي رحيم پر دې خبره هم ټينګار وکړ، چې که افغانان غواړي د خپل هېواد او يا په ټوليزه توګه د هرې بلې موضوع په اړه خپل نظر نړيوالو ته ورسوي، نو ښايي چې په ټوېټر کې په انګرېزي ژبه برخه واخلي. ښاغلي رحيم د ټوېټر د ګټو تر څنګ د ټوېټر د اکاونټ پرانيستلو او بيا د هغه د وړ کارولو په اړه هم ګټور مالومات وړاندې کړل.

اړوند بحثونه :

د ټوېټر د عملي کارولو د څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته زیات مالومات وړاندې شول او هم دا پرېکړه وشوه، چې د پریزنټشن پښتو ژباړه دې له ګډونوالو سره شریکه شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې ښاغلي خوشال روهي د خوشال بابا فکري بهير د يو کلن کېدو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د دغه بهير تجربه ډېره کاميابه او ازښتناکه وبلله او د خوشالۍ خبره يې دا وبلله چې تر اوسه چې د کومو کتابونو لنډيز په غونډو کې وړاندې شوی، ټول يې د وړاندې کوونکو له خوا يا ليکل شوي او يا هم ژباړل شوي و او دا په دې مانا ده چې موږ د کتاب ليکنې او ژباړې په برخه کې ښه پرمختګ کړی دی. وروسته د بهير د غونډو پر څرنګوالي او يو څه بدلانه په اړه خبرې وشوې.

اړوند بحثونه او وړندیزونه :

باید د متفرقه موضوعاتو تر څنګ اوسمشخصو ملي او سیاسی څیړنیزو مسایلو ته پام وشي او په دې برخه کې ځانګړې لړۍ پيل شي. د بهیر په موضوعاتو کې تنوع مینځ ته راشي ، همدا رنګه باید هره اونۍ د يوه مبارک آيت يا حديث شريف ژباړه او تفسير هم وړاندې شي.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې د خوشال بابا فکري بهر کاليزه په يوه ځانګړې غونډه کې تر اختر وروسته ونمانځل شي او بل دا چې د اختر په اونۍ کې به د بهير غونډه نه وي. .

د راتلونکي غونډې پلان :

د د مغلو او تیموریانو د واکنی پر مهال د پښتنو تاريخ د کتاب لنډيز به استاد شريف ځدران وړاندې کوي او پرزنټېشن به د سياسي نظامونو د ډولونو په اړه وي. همداراز د پاليسۍ جوړولو په اړه هم يو پرېزنټېشن په پام کې نيول شوی دی.

غونډه د سرمحقق اکبر جان پولاد له خوا د افغانستان د خلکو لپاره د خیر او نیکۍ په دوعا سره پای ته ورسیده .

ګزارش ليکونکې: ډاکتر تورپېکۍ الم

0 thoughts on “د خوشال بابا د فکري بهیر د ۴۹ اونيزې غونډېراپور”
  1. د خوشال سره که کښېني یو څو کاله
    دا د غره خلک به واړه شاعران شي

    یقیناً چې خوشال بابا د پښتو ژبې یو نومیالی شاعر وهٔ او د تل لپاره د پښتنو په زړونو کې ځای لري. روح دې ښاد وي

ځواب ورکول روحید رازقي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *