محمد نعمان دوست

د درونټې تونل راته  داسې و لکه یوه جنتي مړي ته د برزخ دور. چې څنګه به له دې تیاره تونله را تیر شوم خوشبویانو به لورینې پیل کړې. زړه به مې تازه شو او  دماغ به مې معطر شو.

جلال اباد د نارنجانو ښار دی. یو وخت به د دې ښار فضا د نارنجو عطرونو په سر اخیستې وه. هره خوا به خوږې وږمې وې او هره خوا به خوشبویانې، لکه په هر ګام کې چې د مشکو او عطرو دوکانونه وي.

دې ښار به راته د کراچۍ د شاه قلندر بابا زیارت را یاد کړ. دې بابا ته د هغه ځای خلک له حده زیات درناوی لري او که څوک ده ته د منسوب شوې کیسې په صحت باور وکړي، نو باید درناوی یې وشي! د کراچۍ ښار د سمندر په غاړه پروت دی، کیسه داسې ده  چې سمندر به پخوا ډیر شور کاوه. خلک یې ویرول، خلکو شاه قلندر بابا ته شکایت وکړ، هغه ورته امر وکړ او داسې یې چُپ کړ چې اوس د کنارو په پستو شګو کې یې ګام اخلې نو هم غږ یې نه اورې!

دې زیارت ته یوه نرۍ لاره تللې ده. د لارې دواړو غاړو ته د ګلونو دوکانونه دي. لکه پسرلی چې چا همدلته بندي کړی وي.  رامبیل، چامبیل، ګلاب او نور ماډل ماډل ګلونه.  زایرین ګلان اخلي او د بابا پر مزار یې شیندي.

 په دې نرۍ لاره چې تیریږې، زړه دې مستي کوي او خوشبویانې دې هر ګام کې له لمنې نیسي.

جلال اباد هو به هو همداسې و. د نارنجو باغونو او په کورونو کې د نارنجو ونو خپل ټول عطرونه په ښاریانو شیندل. خو اوس خبره سرچپه ده. اوس چې دې ښار کې ګرځې باید ماسک وکاروې او یا دسمال پزې ته ونیسې. ښار لوګیو په سر اخیستې. ښار څومره چې په کار ده پراختیا نه ده کړې خو نفوس او ټرافیکي وسایط له حده زیات شوي دي. خو د دې ښار د عطرونو خوشبويي له ټولو زیاته رکشاوو لوټ کړې ده. په دې کوچني ښار کې په زرګونو رکشاوې فعالیت کوي. نږدې د هرې یوې له سلنسره دومره لوګي راوځي لکه پخواني اورګاډي چې روان وي. غیږ غیږ تور لوګي شیندي او د نارنجو خوشبیانو قتلوي.

دلته قتل کوم جرم نه دی. خلک ورسره عادي شوي دي. هره ورځ انسانان قتلیږي، ځکه خو څوک  د  خوشبویانو په قتل غبرګون نه ښيي؛ خو دا یواځې د عطرونو قتل نه دی، دا په تدریجي توګه د انسانانو ټول وژنه ده. دا زهري لوګي ښاریان د سترګو او نورو بیلابیلو تنفسي ناروغیو اخته کوي او ورو ورو یې د مرګ کندې ته ټیل وهي.

جلال اباد عجیبه ښار دی، لکه هیڅ صاحب چې نلري. لکه هیچا ته چې خپل وطن نه ښکاري، بس چا چې څه وکړل کولای یې شي.

رکشاوان په دې ښه پوهیږي چې د تورو لوګیو په شیندلو فضا ککړوي، فضا د ټولو مشترک ملکیت دی. په مشترک ملکیت کې خطرناک تصرف ظلم دی، خو دې ظلم ته ادامه ورکوي. پولیس – ټرافیک ښه پوهیږي چې د دغو وسایطو ګشت و ګذر جواز نلري ، باید د فعالیت اجازه ترې واخیستل شي؛ خو هیڅ ورته نه وايي. د چاپریال ساتنې اداره پوهیږي چې دغه شان لوګي فضا ککړوي، چاپریال ګنده کوي، خو کوم بندیز پرې نه لګوي او یا یې له وسه پورته ده.

ځینې ریاکاره خواخوږي عجیبه دلایل وړاندې کوي، که په دغه شان رکشاوو نیوکه وکړې درته وايي بې کاري ده، فقر دی، څه وکړي؟ بچیانو ته څه ورکړي؟

د دوی لومړی استدلال په ځای دی خو وروستي یې بې منطقه دي، ایا فقر د دې اجازه ورکوي چې د نورو خلکو اولادونه په تدریجي مرګ اخته کړي؟ ایا بیکاري د دې جواز ورکوي چې نور خلک دې ناروغان کړي؟ ایا په دې ناروغانو کې هغه څوک له ټولو ډیر شامل نه دي چې آن د ډاکټر فیس او درملو اخیستلو وس نلري؟ او…

له یوې خوا ورځ په ورځ شنې ساحې له منځه ځي، له بلې خوا د هوا ککړوالی په ټول شدت روان دی که کیسه همداسې روانه وي نو خبره خطرناکه ده.

خلک باید له خپل عقله کار واخلي، خپل وجدانونه ویښ وساتي او ځان ته اجازه ورنکړي چې د خپلې ګټې لپاره د نورو ژوند په خطر کې واچوي.

دولت او اړوندې ادارې باید خلک خپلسرۍ ته پرینږدي. داسې موثر پلانونه وضع او تطبیق کړي چې که خلک له (نغد) مرګه نشي ژغورلی نو له تدریجي مرګه خو یې وساتي.

علما باید خپل تقریرونه یواځې ماضي ته منحصر نکړي، په شته ښاري ستونزو هم خبرې وکړي او خلک ترغیب کړي چې نورو ته له ضرر رسولو لاس واخلي او ښاري فرهنګ خپل کړي.

محمد نعمان دوست

(دا لیکنه د سرخط ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې چاپ شوې ده)

One thought on “د خوشبویانو جنازه/ محمد نعمان دوست”
  1. دجلالاباد شاروال صاخب ماشاالله څونان دی خدای دوکړی چه د موضوع ته جدی پاملرنه وکړی ښلار نضم ته باید جدی ګامونه پورته کړی

ځواب ورکول shahwali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *