تاند- په سایکالوجیکل بولیټن کې له خپرې شوې سروې سره سم، تر هغو کسانو چې پیسې په ځان لګوي، هغه کسان ممکن ډېر خوشحاله واوسي چې په نورو پیسې لګوي. اکثره وخت تر ټولو خوشحاله کسان هغه دي چې تر ټولو زیات سخاوت کوي.
له بلې خوا هغه کسان چې یو نوی شی تجربه کوي او یو نوی اقدام کوي، تر هغو کسانو ممکن زیاته خوشحالی احساس کړي چې همېشه په زړو لارو روان وي او د عادت لمن نه پرېږدي.
د خوشحالۍ په اړه د ساکسس پوهنتون د محققانو څېړنه هم جالبه ده. دوی معلومه کړې ده چې د شنه رنګ ننداره د خوشحالي باعث ګرخي. شین اسمان ، شنې اوبه او شنه رنګونه ذهن ته سکون وربخښي، په ځان باور زیاتوي او خوشحالي ډېروي.
ډاکتر دیپک چوپرا چې د ( زیاته خوشحالي ) په نوم یې یو کتاب کښلی دی، وایي که مونږ په بل چا باندې د خپل نظر په منلو کې سرزوري ونه کړو او په خپله خبره ډېر ټینګار ونه لرو، نو نهه نوي فیصده روحي انرژي مو سپمېږي او خوشحالي مو زیاتېږي.
په میلبورن پوهنتون کې استاد ، بروس هیډي چې د خوشحالۍ په اړه یې په یو شمېر خلکو باندې خپل پنځه ویشت کلن تحقیقات تازه تازه پای ته رسولي دي، وایي ،هغه کسان چې مذهبي ځایونو ته تګ راتګ کوي، په روحي لحاظ ممکن تر هغو کسانو ارام وي چې عبادت خایونو ته نه ورځي.
له بلې خوا په انګلستان کې تر سره شوی تحقیق ښیي چې که څوک لږ تر لږه شپږ ساعته او پنځلس دقیقې پر له پسې خوب وکړي، تر هغو کسانو به خوشحاله وي چې خوب یې کم یا ګډوډ دی. همدا په انګلستان کې ترسره شوی تحقیق دا هم څرګندوي چې هغه کسان چې د ورځني کار ځای ته په شلو دقیقو کې رسېږي، تر هغو کسانو ممکن خوشحاله وي چې د کور او کارځای تر منځ واټن یې ډېر دی.
د نوټینګام پوهنتون محققانو بیا د خوشحالۍ یو بل راز معلوم کړی دی. دوی وایي هغه کس چې لس نږدې ملګري ولري، تر چا ډېره خوشحالي احساسولای شي چې د نږدې ملګرو شمېر یې پنځو ته رسېږي یا تر پنځو کم وي. د ښو یارانو زیاتوالی د خوشحالۍ د زیاتوالي سبب ګرځي.
او د خوشحاله کېدو یو بل راز دا دی چې که خوشحاله هم نه یې ، ځان خوشحاله خوشحاله کوه. که دې په شونډو د دروغو موسکا هم وي خو دا قدرت پکې شته چې خپګان دې کم کړي. موسېدل، خندېدل او ځان په لوی لاس خوشحاله ښودل، واقعي خوشحالي ته لاره اواروي.
دا یوه نسخه زموږ لخوا هم درسره واخلی.
که هر څوک د سهار لخوا یو واری د رحمن سورت تلاوت کړی نو ټوله ورځ به یی په خوشحالۍ تیره شی.ازمویل خو یی سخت ندی کنه یو واری خو یی وازموی
وایی دری شیان ورکوی د سړی غم — شنه ګیا،رڼی اوبه او مخ دی صنم.
واقعا په زړه پوری مطلب ؤ
ډاکتر دیپک چوپرا چې د ( زیاته خوشحالي ) په نوم یې یو کتاب کښلی دی، وایي که مونږ په بل چا باندې د خپل نظر په منلو ک
سرزوري ونه کړو او په خپله خبره ډېر ټینګار ونه لرو، نو نهه نوي فیصده روحي انرژي مو سپمېږي او خوشحالي مو زیاتېږي
نيوتئنګام پوهنتون
آنګلستان څېړنه
ملبورن پوهنتون
ساکس پوهنتون
د روان پېژندنې يو نظر دى، انتخاب دى او موقعيت دې او باور.دډاکتر چوپره خبره بيا د انګلستان څېړنه،ملبورن پوهنتون،ساکس پوهنتون دليل شاته پريږدي او د ډيپک خبره سرزوري، ظلم، بدبختي چې ډول ډول ټولنيزه او کورنى رنګونه لري په خير او فلاح، سخاوت اوګذشت، يو اوبل منل او خپل خير د نورو په خير کې لټول هغه نصاب دى چې په رښتيا هم خوشالي راولي چې بيا دغه خوشالي بيرته پر ايمان، باور، صبر او استقامت او له هغه نه اوچته دخپل ځان پيژندنه ده چې له هر ډول انساني انحرافا تو نه ډډه کوي او د اخوت دسترخوان باندې په خلاصه ټنډه بې له شنو اوبو، رنګونو، او پوقانو، هندي باليوود فلمونو او نورو غير طبيغي فکتورنو باندې ولاړ کارنه دى
پام ساتي چې زه د مطلب يا د پورتنيو خبرو مخالف نه يم خو موږ ددې خوشالي لپاره يو ډير مهم اساس او دسپلين لروچې معنوي اړخ يې له اجمالي تصور نه اوچت دى
Salamoonah;
Wayi :” Del ba dest aver ki hajdg-e akbar hast
Ez hazaraan k`abeh, yak dil behter ast!”
Zma pa nazar d`haqdarano, yetimano, maridzano etc… zlrronah laas ta ravrril ba ham sevab vi ham khurma(khosh-Haltya!).
په زړه پوری مطلب وو