يا Aphthous ulcer   :

ډاکټر رحیم هلال

د خولې د مخاطي غشا يو يا څو ګرد سطحي او دردناکه متکرر زخمونه  دي چې کولای شې د اخته کس د خبرو اترو، خوړلو او خوب د پروسې د ګډوډۍ لامل وګرځي؛ دا زخمونه د خولې دننه په غومبرو، شونډو، وریو، ژبه او تالو کې  رامنځ ته کېږي؛ په متوسط ډول يې اندازه له ۱۰ ملي مترو څخه کمه او بې له کومې نښې پرېښودلو څخه جوړېږي، د نسبتا لوی ډول اندازه يې له ۲۰ ملي مترو څخه زیاته  او د scar يا ټپ په پريښودلو سره جوړېږي، البته ټپ يا scar  يې له جوړېدو وروسته په کمه موده کې له منځه ځې .

درناکه دوره  يې  له ۷ تر ۱۰ ورځي په بر کې نیسې  چې کېدای شې خفیف، متوسط یا هم شديد وي، بشپړه روغتيا يې له يوې اونۍ تر دریو اونيو پوري صورت نیسي.

لاملونه : که څه هم د طب ځيني کتابونه لیکې چې د دې زخمونو لاملونه  نه دي مالوم يعني د يوه نامعلوم سبب له امله منځته راځي.

ډاکټر رحیم هلال
ډاکټر رحیم هلال

 

کره تشخیص يې د  یو لړ فزيکې او لابراتواري ازمویونو په مټ کېدای شې

په مېرمونو کې د خولې متکرر زخمونومنځ ته راتلل :

طبې سرچينې او کتابونه لیکي چې د خولې زخمونه نسبت نارینه وو ته په ښځو کې زیات را منځ ته کېږي؛ د اميندوارۍ او مینوپيز په وخت کې يې د رامنځ ته کېدو امکان زیات وي  او د رامنځ ته کېدو موده يې عموما د شلو او پنځوسو کالو تر منځ ده؛ په  لس سلنه مېرمنو کې د خولې له زخمونو سره سم د مهبل او فرج تقرحات هم لېدل کېږي

د خولې زخمونه کېدای شې چې څو کاله په پرله پسې ډول سره همداسې دوام وکړي خو معمولا  په متوسط عمر کې يې د منځ ته راتلو په پړاو کې کموالي راځي او يا هم په تدريجې ډول سره له منځه ځې

دا زخمونه په بشپړ ډول د سببې عامل له درملنې سره له منځه ځې، له را منځ ته کېدو سره يې په کار ده له اړوند ډاکټر/ډاکټرې سره مشوره وشي او د درملنې لپاره يې ګوټلې ګامونه واخستل شې. لکه څرنګه چې دا ناروغۍ د د درد له امله د غذا د خوړلو پروسه له خنډ سره مخ کېږي نو امکان لري چې په اخته کس کې د وزن کموالی او  رواني ستونزې رامنځ ته کړي .

پورته يادونه وشوه چې دا زخمونه د خولې د ننه په غومبرو، شونډو، وریو، ژبه او تالو کې  را منځ ته کېږي دلته په لنډه توګه د ژبې له زخمې کېدو او التهابي کېدو څخه  هم یادونه کوو:

د ژبې زخمونه یا التهابي کېدل:  د ژبي  زخمونه یا التهابي کېدل د خولې د زخمونود رامنځ ته کېدو  له ډلې دي چې  په طب کې ورته ګلوسایټس Glossitis  ويل کېږي

ژبه د خولې هغه برخه ده چې  په خوند، ښکلا، غذا خوړلو، خبرو او افهام په لېږد کې ونډه لري؛ په زخم کېدو  او التهاب سره يې  په پورته ټولو یادو  پروسو کې په يو ډول نه يو ډول تغیر منځ ته راځي  د بیلګې په ډول، په رنګ کې يې تغېر، شکل او جسامت کې تغېر يا پاړسوب، د غذا په خوړلو او خبرو کولو کې ستونزه .

همدارنګه  د ژبې په سر په زرګونو د خوند غوټۍ شتون لري؛ په زخم کولو سره يې دا غوټۍ تخریب او کمزوري کېږي چې په پایله کې يې د خوند په پروسه له خنډ سره مخ کېږي

د ژبې التهاب کېدای شې په حاد،مزمن يا ځنډي، کله کله هم په ولادي او اتروپیک  ډول سره منځ ته راشې

ـ  حاد ډول :  معمولا ډېر کله د حساسیت په پایله کې منځ ته راځي چې سور والی او سخت درد يې نښې دي

 ـ مزمن يا ځنډنی ډول : دا ډول يې  لکه له نومه چې يې ښکاري هغه ډول دی چې د جوړېدو پروسه يې د حاد هغه په نسبتا زیات وخت په بر کې نیسې او کېدای شې چې ديوې بلي روغتيايې ستونزي د نښې په ډول منځ ته راغلی وي

ـ ولادي يا Idiopathic ډول : د هینټر په نوم هم یاديږې او پکې د ژبې په عضلاتو کې نسبتا تغېر راځي او د ژبې د Papilla   د پام وړ اندازه پکې ورکه شې؛ د دې ټول ګولوسایټس لامل تر اوسه پورې نه دی مالوم

اتروفیک ډول  : په دې ډول کې ژبه سور تیاره رنګ غوره کوي چې په ژبه کې د رنګ او جوړښت د تغېر په مان ده  او هغه وخت منځ ته راځې چې زیات شمېر  د ژبې Papilla ګاني له منځه  ولاړي شې

خطري فکتورونه : ټول هغه لاملونه چې د خولې د مخاطي غشا د زخم کېدلو لامل ګرځي د ژبې د  زخم کېدو او التهابې کېدو لپاره خطري فکتورونه بلل کېدای شې

د ژبې د زخمي کېدلو نښې نښانې :

د ژبې د التهابي کېدلو او زخمې کېدلو نښې نښانې کېدای شې  په سببې عامل پورې اړوندې و اوسې خو بیا هم  له لاندې نښو نښانو څخه يې يادونه کوو:

درد او حساسیت، پاړسوب، د رنګ بدلون ، په خبرو کې ستونزه، خوند او خوراک کې خنډ ……ږ

درملنه : درملنه يې په سببي عامل پوري اړه لري چې په کار ده د اړوند ډاکټر له توصيې سره سم په خپل  وخت ترسره شې.

د خولې حفظ الصحي ته پاملرنه کول د خولې د هرې برخې د التهاب او زخمونونه په مخنیوې کې  رغنده رول لري په کار ده چې بشپړ خیال يې وساتل شې

د غاښونو د برس په مهال کېدای شې  د ژبې په شمول د خولې د هري برخې زخمونه را منځ ته او التهابي شې نو ځکه خو باید د د غاښونو د بر س کولو پر مهال له زیات احتیاط څخه کار واخستل شې همدارنګه ټول هغه لاملونه چې د خولې  د زخمونو لامل ګرځي  باید د توان تر حده يې په اړه په احتیاط ګامونه واخستل شي.

5 thoughts on “د خولې د مخاطي غشا متکرر زخمونه”
  1. لومړی درته
    اسلام علیکم وایم

    خدای دوکړی چه شه روغتیا ولری او ستاسی دپوره معلوماتو نه دیره مننه چه وړاندی کړی و خو کومه ناروغی چه تاسی پری بحث کړی و دا نه یوازی په زنا نه و که ډیر لیدل بلکی دا داسی یوه مریضی ده چه اوس محال تر کومه حده چه زه معلوما ت لرم په مردانه و که هم زیا ته شوی شخصا اول زه خپله دا تکلیف لرم چه ډیر وخت ورسره مخامخ یم نه پوهیژم اصلی علت یی سه شی مننه یا

  2. What doctor is treating this problem
    I am facing this problem and my brother also face this problem
    Kindly help me to find good doctor in kabul for treating this problem

  3. Apthosa خپله یو وایرس دی چه خپله دوره پوره کوی او و جنوبی آسیا ملکونو کی زیات لیدل کیگی نو تداوی کی یی دوجود مقاومت لورل یعنی دیر زیات مایعات اخستل مهم دی همدارنگه و بعضی ویتامینو له کمبود نه هم خصوصا و B خاندان او ویتامین سی کمبودی هم رول لرلای شی او هورمومی تغیرات خصوصاً مونث جنس کی چه دسببی عامل دبر طرفه کولو سره سره و مایعاتو توصیه او که اینها و گنل شی دویتامینو توصیه هم لازمی ده.

  4. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    ډېره اړینه او موهمه موضوع ده
    په دې وخت کې دا ناروغۍ بیخې زیاته شوې ده خو ستاسو لیکوال يې درمل نه دي ښودلي
    زه له تېرو څو کالو را وروسته دا ستونزه لرم او سخت ترې کړېږم
    یوه خبره چې لیکوال ورته اشاره کړې هغه دا چې ده ویلې دي دا ناروغۍ د عمر په تېرېدو یا د عمر په زیاتوالی سره اهسته اهسته له منځه ځې دا ریښتیا ده زه د د دیرشو کالو یم اوس زیات نه پرې اخته کېږم د پخوا په پرتله پکې کموالی راغلی دی
    خو که لیکوال يې د درملنې په اړه هم راته يو څه وړاندې کړي
    خدای په امان

  5. اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
    خدای د وکړی چه ښه روغتیا ولری او ستاسی د پوره معلوماتو نه دیره مننه چه وړاندی کړی مو دی اوس محال تر کومه حده چه زه معلوما ت لرم په نارینه و که هم زیا ته شوی شخصا اول زه خپله دا تکلیف لرم چه د شپږ کالو نه ورسره مخامخ یم خو زما د خولی د زخمی کیدو علت معلوم دی زه حساسیت لرم خو د حساسیت معلومولو کی می ډیر کوښښ وکړ خو بریالی نشوم چی زه د کوم شی سره حساسیت لرم هیله ده که کوم ښه ډاکټر ستاسی په نظر کی نو مونږ ته نمبر راکی مننه

ځواب ورکول خیرمحمد خیرخوا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *