د جلالکوټ ادبي خوځښت پرله پسې (۱۴۵)اوونیزه غونډه، چې د ویندویۍ چارې یې د فیضان په غاړه وې د خوشحال دوراني له خوا د قران کریم د څو سپېڅلو ایتونو په تلاوت د ۱۳۹۲ لمریز کال د تلې د میاشتې په ۵ نېټه د ننګرهار
ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې پیل شوه.
له ژمنې سره سم فریدالله اکاخېل د (ملګرتیا) تر سرلیک لاندې خپله یوه نثري لیکنه چې د ملګرتیا په اړه خبرې وې په خپله ترلوستلو وروسته کره کتنې ته وړاندې کړه چې خوځښتوالو پرې بېلابېل نظرونه څرګند
کړل.
زیار خان یاد يې په اړه وویل لیکنه ښه ده خو که جمله بندۍ ته یې ښه فکر وشي او اضافه جملې ترې له منځه لاړې شي د یوې کره او له معنا ډکې لیکنې نوم به خپل کړي، خالد سنګر د اجازې په اخیستو زیاته کړه تکراري جملو لیکنه بې اړتیا اوږده کړې بله داچې موږ په پښتو کې پینځه ډوله (ې ګانې) چې دژبې کمکې توري ګڼل کېږي لرو، خو له بده مرغه باید ووایم چې اکاخېل صیب یوه هغه هم نه ده مراعت کړې، زما له نظره که دغه اوږده لیکنه چې په جلا جلا پرګرافونو وېشل شوې له ژور غور او څو څو ځل لاسوهنې ووځي او د يوه پراګرف بڼه غوره کړي ډېره به ښه شي.
ظاهر عادل بیا د اکاخېل لیکل شوې خبرې د نامتو پوهانو مشهورې او په ټولنه کې ډېرې تکراري اوعامې شوې خبرې وګڼلې.
نور ولي سعید شینواري اکاخېل ته چې غواړي د ملګرتیا په اړه یوکتاب ولیکي ځینې ګټورې مشورې ورکړې، هغه وویل کله چې یو څوک غواړي په یوې ښکالو څه ولیکي نو حتمي ده چې په اړه یې ژوراو هراړخیز معلومات او مطالعه ولري او خورا ډېرې سرچینې ورپسې ولټوي ترڅو یو بریالی کتاب ولیکي ، د ظاهر عادل خبره یې هم تایید کړه خو دا یې یو غیر قصدي عمل وګڼه او وویل ځینې وخت سړی نه پوهېږي چې دغه خبره پخوا هم شوې خو دده په ذهن کې داسې ګرځي چې ګني دا د ده خبرې دي او په غير قصدي ډول ترې لیکل کېږي.
ارشاد رغاند هم پرلیکنه اوږد بحث وکړ او وویل، د کتاب لیکنې ترمخه باید لیکوال دې ته فکر وکړي چې دغه کتاب لیکم په ټولنه کې ورته اړتیا شته ؟
ایا په دې اړه له ما مخکې چا څه لیکلي دي؟ ددغه کتاب لیکل اړین دي او کنه؟ نوموړي زیاته کړه ، زما له نظره د ملګرتیا په اړه ډېرو بهرنیو، کورنیو لیکوالواو زموږ مذهبي مشرانو ډېرې ښې او ژورې خبرې کړي دي اوس که
اکاخېل صیب غواړي چې په دې اړه کتاب ولیکي باید چې نوي او تازه معلومات پکې راوخلي نه د زړو ماخذونو نه په ګټې بیا هغه سولېدلې او تکراري موضوعګانې.
پر لیکنې دخوځښتوالو تر اوږده او ګرم بحث وروسته ویاند د لیکنې لیکوال فرید الله اکاخېل ته بلنه ورکړه څو خپلې خبرې وکړي، نوموړي وویل ، ما د ښوونځې له دورې څو ملګري لرل چې د ژوند ډېره موده مو سره یوځای تېره کړې
وه، خو کله چې دهغوی د ژوند سطحه له ما لوړه شوه نو زما د ملګرتیا مرۍ یې د خپلې ملګرتیا له تسبو وویسته او ګوښی یې پرېښودم دغه ټکې زه ډېر خواشینی کړم اودې ته یې اړکړم چې ددغسې لیکنو له لارې نورو ته دا پیغام ورکړم چې د ملګرو په غوراوي کې له جدي دقت څخه کار واخلي،نوموړي زیاته کړه ما دغه موضوع مخکې له رغاند صیب او نورولیکوالو سره هم شریکه کړې وه، د ټولو ملګرو نظرونه یې د قدر وړ وبلل او مننه یې ځینې وکړه، ورپسې د
ناستې خورا خوندوره برخه ازاده مشاعره پیل شوه چې عبدالوهاب لیوني، خوشحال دراني، زیار خان یاد ، نورولي سعید شینواري، ارشاد رغاند ، حامد سلیم ، ظاهر عادل ، خالد سنګر ، فیضان، فرید الله اکاخېل اوصمیم کونړي پکې خپل شعرونه واورل. پرېکړه وشوه چې د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي محصل او د خوځښت تکړه ملګری خوشحال درانی به د راتلونکې ناستې لپاره ادبي درس او زیارخان یاد به خپل یو شعر د کره کتنې لپاره د خوځښتوالو مخې ته کېږدي ناسته د خوځښت د لا غوړېدا په هیله د ملګرو په دعا د مازیګر ۶ بجې پای ته ورسېده.