حسیب الرحمان نورمل

خوښي هغه څه دي چې انسان ورته تل اړتیا لري، په ژوند کې د ټولو انسانانو خوښي ګډه موخه ده چې ټول یې د لاس ته راوړلو هڅه او کوښښ کوي، کله چې انسان غمجن او خفه وي ځان یو ډول ناروغ او ناراحته احساسوي چې دا احساس یې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کوي، طب وايي هغه کسان چې خفه او غمجن وي تر هغو کسانو چې په خپل ژوند کې خوښ وي ډېر د زړه او مغز سکته کوي. ځینې کسان پدې اند دي چې د خوښۍ راز په شتمنۍ او پیسو کې دی، خو داسې نه دي ځکه ډېر داسې کسان دي چې له شتمنۍ، شهرت او لوړ مقام سره سره بیا هم غمجن او له خپل ژوند نه ناراضه ښکاري. دداسې کسانو لپاره د ځينو لنډو لارښونو یادونه کوو چې په عملي کولو سره یې په کم وخت خوشالي تر لاسه کولاي شي.

۱: پوه شئ چې په څه شئ خوشاله کیږي

هر انسان په خپل ذهن کې د خوښۍ او هوساینې یو خاص تصور لري، تاسو هم وګرځئ او پلټئ هغه څه پیدا کړئ چې ستاسو د خوښۍ سبب کیږي. ځینې خلک دي چې د کورنۍ د غړو، ملګرو، دستانو او مشرانو په لیدوي خوشاله کیږي او په لیدو یې زړه سکون مومي، د ځینو خلک بیا د خدی(ج) په عبادت، مناجاتو او په لمونځه خپل ‌‌روح ته آرام ورکوي، ځینې بیا چې کله کتاب لولئ د خوښۍ احساس کوي تاسو هم هغه کار ترسره کړئ چې د خوښۍ سبب مو کیږي.

۲: خوښي له ځانه وغواړئ

خوښي داسې څه نه ده چې تل یې درته نور خلک ډالۍ کړي بلکې خوښي داسې شئ ده چې تل یې په خپل ځان کې موندلای شئ، ځینې خلک مو شاید د څو ورځو لپاره خوښ وساتي خو د تل لپاره مو د خوښۍ ضمانت نه کوي خو یوازې تاسو خپله یاست چې ځان تل خوښ ساتلی شئ خو پدې شرط چې له ځانه د خوښۍ غوښتنه وکړئ. خوښي یو ډول احساس دی چې هر څوک ددې احساس د کولو واک لري. بس نو خپله خوښي مو خپل ځان کې ولټوئ.

۳: مسکا وکړئ

مسکا د خوښۍ کلي ده مسکا مو د ستونزو او کړوانو پروړاندې مقامت زیاتوي، زړه او وجود مو آراموي، مسکا مو غوسه سړوي همدا غوسه ده چې انسان نه پریږي خوښ و اوسي او له ژوند نه خوند واخلي، مسکا د انسان له ذهنه ټول هغه منفي فکرونه پاکوي چې تل یې د خفګان سبب کیږي، نو تل مسکا وکړئ څو خوښ و اوسئ.

۴: له منفي فکر لرونکو ملګرو سره مو د تل لپاره مخه ښه وکړئ

همدا اوس مو د ملګرو او دوستانو لیست را واخلئ، ددې لیست له مخې مو د ملګرو او دوستانو نوی لیست جوړ کړئ، دلیست په ښي طرف کې  د غوره دوستانو نومونه ولیکئ او کیڼ طرف کې د منفي فکر لرونکو ملګرو نومونه مو ولیکئ د کیڼ طرف یعنې د منفي فکر لرونکی دوستانو سره همدا اوس مخه ښه وکړئ ځګه ستاسو ډیرو ستونزو او خفګان سرچینه همدوي دي.

۵: د یوه پخواني ملګري سره مو اړیکه ونیسئ

د پخوانیو ملګرو سره د مبایل، لنډ پیغام، لیک یا د ټولنیزو رسنیو په واسطه لکه فسبوک، اېمېل او ټویټر له لارې اړیکه ونیسئ هغوي ته بلنه ورکړئ چې له نېږدې یې وګورئ، دا کار مو زړه او ذهن ته  آرامي او سکون ورکوي او د خوښۍ احساس درکوي ځکه غوره ملګري خفګان او ستونزې درسره نیمايي کوي.

۶:  د وجود ویټامین D  (ډي) مو کنټرول کړئ

ډاکټران د خفګان یو ستر لامل د انسان په وجود کې د D ویټامین کمښت بولي هغوي وايي هغه کسان چې د وجود ویټامین D یې کم وي ډېر خفه او غمجن وي، نو وجود مو د لمر وړانګو ته ورکړئ او غذایي پلان مو داسې ترتیب کړئ چې د وجود ویټامین D  مو پوره شي او د خوښۍ احساس وکړئ.

۷: په هغه څه چې نه پوهيږئ پوښتنه وکړئ

د ډېرو کسانو خفګان د هغه څه له امله وی چې نه پرې پوهیږي، دوي د کم جرئتۍ یا د رسم رواج او دودنو له امله یې پوښتنه نشي کولای دوي وېره لري که دا پوښتنه وکړم څوک راپورې ونه خاندي او یا که دا پوښتنه له چا وکړم هسې نه د رسم رواج خلاف وي چې همدا بې ځایه ویره ورته په راتلونکي کې لویه ستونزه شي او دخفګان سبب یې شي. کله چې تاسو د څه شي په اړه نه پوهېږي یا د یو څه په اړه درته کومه پوښتنه پیدا کېږي په ډېره زړوتیا یې له پوهو کسانو پوښتنه وکړئ تر څو په راتلونکي کې درته د خوښۍ په لار کې خنډ نشي.

۸: منفي کلمې مو له قاموس نه حذف کړئ

منفي کلمې لکه نشم کولای، هېڅکله نه، نه غواړم، وېریږم، ماتې ونه خورم، زه بدمرغه یم، فرصت نشته او داسې نورې کلمې مو له قاموس نه لرې کړئ او پر ځاي یې تاکئدي عبارات لکه زه غواړم، زه بریالی کیږم، زه وخت لرم، زه نېکمرغه یم او… وکاروئ. دا کار مو د نېکمرغیو په لور بایي او د خوښۍ احساس درکوي.

۹: له تراژیدي فلمونو او سندرو له کتو او اورېدلو ډډه وکړئ

 د تراژیدی فملونو کتل د تراژیدي سندرو اورېدل  او د تراژیدي شعرونو، ناولونو او کیسو لوستل مو هم د خفګان سبب کیږي دا هغه څه دي چې حقیقت نه لري خو ستاسو د حفګان سبب کیږي. نو هغه څه چې حقیقت نه لري نو ولې پرې خفه کیږئ، ښه داده چې پرځای کومډي فلمونه وګورئ، کومډي کیسې ولولئ څو په شونډو مو مسکا وي او خوښ واوسئ.

۱۰: له کتابونو مرسته وغواړئ

هڅه وکړئ چې مطالعه وکړئ مطالعه مو سینه پراخوي، حوصله مو ډيروي او له منفي فکرونو نه په ژغوري، کله چې له کومې ستونزې مخ کیږي نو کتاب راواخلئ او د حل لاره یې په کې ولټوئ، کتاب داسې مشورې او لارښوونه درته کوي چې ډيری ډاکټران او ارواپوهان یې د کولو مهارت نه لري، دځان لپاره غوره کتابونه وټاکئ مطالعه یې کړئ او لارښوونې یې په خپل ژوند کې عملي کړي څو خوښي مو په برخه شی.

 

2 thoughts on “د خوښۍ پر لور لس ګامه!/ژباړه: حسیب الرحمان نورمل”
  1. که تاسوراته وواىاست چه دسردمينځلو لپاره دخوږو مستو څخه ګټه واخلو که دتروو?

ځواب ورکول تاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *