موږ د بیان د آزادۍ نارې وهو، خو له بدبخت ژورنالست نه نیولې تر ټولو درواغجنو سیاستوالو او مسؤلو پوځیانو پورې هیڅوک خپلو ولسونو ته رښتیا نه وايي.

پوره لس کاله وشول چې افغانان د خپلو بچو وینې څښي، مړي یې کارغان او لیوان خوري، په دښتو کې لکه ځناور ژوند تیروي، خو یو لعنتي بډای هیواد ورسره ریښتینی کمک نه کوي، برعکس د هغو شعارونو دپاره ملیونونه گرانټ یا اعانې ورکوي چې د لویدیځ په کوڅو کې یې ترننه ترلاسه کړي ندي.

پخواني شوروي خپله بدبخته کمیونیستي ایډیالوژي پرافغان متقي بیچاره ولس وتپله او د ټولنې ځوان او تحصیل کړی نسل یې په داسی نظام حاکم کړ چې حتی خپلو پلرونو یې ترې کرکه ښودل پیل کړل، او لویدیځ ته په سیمه کې د کوزیدو بهانه راجوړه شوه. خو ټول حقایق په همدې رسنیزو او سیاسي بیانونو نه خلاصه کیږي.

د امریکايي سناتور چارلي ویسلن د کمپاین په وجه، اسرائیل پنځه نیم ملیارډه ډالره د جهاد دپاره په دې خاطر نه وو ورکړي چې په کابل کې اسلامي جمهوریت رامنځ ته شي، هغوی خپل هدفونه لرل او پوره یې کړل. په ملیونونه ډالره پاکستاني جنرال اخترعبدالرحمان ته د دې دپاره نه ورکول کیدل چې مجاهدین د اسلام د بري دپاره وروزي، بلکې خپل هدفونه یې لرل چې ترلاسه یې کړل. په زرگونه میله زړې او نوې وسلې د لس او دولس کلن افغان مهاجر په لاسونو کې د دې دپاره نه ایښودل کیدې چې اسلام وگټي، بلکې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو دپاره یې د افغانانو د ملي روحیې او د هیواد د آزادۍ له جوش نه یې خپلې گټې اخستې. د استاد سیاف په وینا “همدغه غربیان به د جهاد په ورځو کې په هره مورچلې کې قدم په قدم راسره وو، خو چې کابل ته ننوتو شاته هیڅ یوه موسسه یا کلینیک نه و چې وران شوي عامه ځایونه بیرته راته جوړ کړي”.

د شورویانو له یرغل سره په زرگونه بې گناه دیني عالمان، روشنفکران، سوداگر او مالداران مو ژوندي ورک شو. د ملگرو ملتونو په وینا شپږ ملیونه افغانان له یوه کمیس او پرتوگ سره د خپلو کلیو او بانډو پریښودو ته مجبور شوو. ځنی په بې عزتۍ ووژل شوو. هیڅکله مو د هغو جنایتونو افراد ونه موندل. اوس چې د دغه نړیوال بشري ناورین نه پنځه ویشت کاله تیرېږي، افغانان د هماغه خودخواه متحدینو په وجه لاهم په مجهوله جگړه کې خپلې وینې څښي او حتی په ژوند تنگ شوي. یو شمیر ترننه تر یو بیرغ لاندې مبارزین د خلقي او پرچمي په نوم د یوبل نه کرکه ښیې، همدا افغانان په بل ځای کې د حزب اسلامي حکمتیار او جمعیت او شورای نظار په نوم دښمني پالي. په بل ځای کې د پاکستان او ایران په پلوې سره دښمني پالي او که هیڅ نه وي نو شیعه او سني خو د واحد قران په منځ کې دوه دینه رامنځته کوي؟ هره ورځ مو کرکې د ادیانو خو څه کوئ چې د هیواد دننه پر قومي، او ژبني تعصب او تبعیض سربیره حتی د ولایتونو په سمتي لهجو پورې تبعیض وده کړې؟

په دې شلو کالو کې د لویدیځ په پیسو داسی ډلې رامنځ ته شوې چې ځینو یې د افغانستان لرغوني فرهنگ او متمدنه دین بدنام کړ، ځینو یې مدنیت وشرماوه او ځینو یې دیموکراسي وشرموله. په دې درې واړو ډلو کې اکثریت مشرتابه د همدې لویدیځ روزل شوي او گوډاگیان وو. هیڅ یو د خپل کلي او ولس رایه نلرله او نه یې ولس ته رجوع کړې وه. یا یې په زور بیچاره کلیوال تر خپل حکم لاندې ساتل او یا یې د پنجابی کتابونو په فتاوو ځپل.

د قران کریم د سوچه تفسیر نه نیولی تر هرې فقهي او اسلامي وثیقې پورې اسنادو کې می د ماشومانو، ښځو یا بئ وسلې شخص وژنې ته روایت پیدا نه کړ، خو یو شمیر نقاب پوشانو د انټرنټي ویدیوگانو په وسیلئ په دې مدني سیمه کې داسی تورتم خپور کړی او ورځ تربلې خپل منحوس سیوري خوروي، چې کیدی شي راتلونکې یوه پیړۍ د دې سیمې پنځه تنکي نسلونه یې خوراک شي.

له اسلامي سخت دریځۍ نیولې تر پرمختللی دیموکراسۍ پورې هره نظریه او پدیده د رایو او تحقیق له لارې پرمختگ کړی او ټولنو منلې، خو په افغانستان او شاوخوا سیمه کې باید دا ډول پدېدې په زور تحمیل شي، فاسد مشران باید په حاکمیت کی اوسي، د جهان د خیرات په پیسو باید بچیان مو مکتب ته لاړ شي، او حتی سرپناه یې هم باید په خیریه ټولنو د محدودو کلونو دپاره جوړه شي، ولی؟

موږ خپل روشنفکران پیژنو، مجاهدین پیژنو، حتی دیني طالبان چې په هرکلي او ناحیه کې به یې ولس د تهذیب، اخلاقو، او مدني پوهې قدر کاوه، پیژنو، خو په دې ټولو ډلو کې هغوئ ته ځای نه ورکول کیږي، هغوئ رټل کیږي او د اجتماعي نفوذ موندنې په وخت کې په مرموز ډول وژل کیږي. شاهدان لرو، خو اسناد پرې نلرو، ځکه د قاتل مخ په تورې ټوټې تړل شوی، مدرنه وسله یې په لاس او په هر کونج کې دې حرکت او خبرې څاري او په هرځای کې چی یې موقع مساعده شوه، وژني دي؟

آیا جهان له یوقطبي کیدو وروسته د یو ظالم اړخ په لاس کې پریوتی؟

په امریکا کې عام ولس د مینې او مهربانۍ او خلوص یوه بیلگه ده، خو خپلې میډیا د فیل په غوږ کې ساتلی دی. په افغانستان کې ولس بیچاره تراوسه یو کیلو بوره تولیدولی نشي، خو د میډیا انځورونه د اروپایي دیموکراسۍ په تمثیل ستړي کیږي، په ستونزو خبریږو خو حقیقي معلومات یې راته مرجع نه راکوي؟ جرم کیږي، خو مجرم پخپله قضاوت کوي؟ په دې وړې نړۍ کې د ولسونو جزیرې ور وسپارل شوې، نژادي حقوق یې ترلاسه شوو، د خپلې خوښې پاچا، ملک او ولسمشر ټاکي، خو یوازې افغانان د خپلې یوې عادي رایې ورکولو دپاره باید په میاشتو ځاني او مالي زیان ومني؟

د سفارتونو د عادي سروې گانو له مخې ښکاري چې نژدې لس ملیونه افغانان چې اکثریت یې د ټولنې علمي، اقتصادي او مدني هسته وه، د نوي یمې لسیزې په وروستیو کې د وطن نه ووتل، په ملیونونه ځوانان مو په یوه او بله بهانه همدا شیبه د هیواد نه د وتلو په حال کې دي، د دوئ د انسجام دپاره هیڅ یو سفارت پنځه زره ډالره نه ورکوي، خو د ننگرهار په آچین، د بدخشان په واخان او د هرات په شینډنډ ولسوالیو کې د ښځو د حقوقو په نوم په ملیونونه ډالره بیځایه مصرفوي، او د کورني تاوتریخوالي یوه وړه پیښه، جهان ته د افغان فرهنگ په نوم ورپیژني او د ټول عمر دپاره بدنامي پریږدي؟

څه شو هغه افغاني قشر چې په پاکه او هدفمنه تگلاره به یې زرگونو ځوانان قطار درول؟

هغه ځوانان چې د یو واحد مدنیت او ثبات دپاره یې د خپل کلي او کور نه مبارزه پیلوله؟ هغه ځوانان چې د خپلې علمي او مدني ارادې له لارې به یې د مکتب، دوکان او سرک ساتنه کوله؟

تاسو باید د ټولنې د اساسي بدلون او د خودخواه بهرنيانو د سترو غلوونکو سناریوگانو په مقابل کې په ډیره هوښیارۍ خپله مبارزه پیله او خپلواکي ترلاسه کړئ، د ژبې، قوم، او رنگ په مکروبونو کې ځان مه اخته کوئ، بلکې د معلومې جغرافیې د ساتنې او سمسورتیا دپاره په واحده کتله بدل شئ. بهرنیان به څو میاشتې وروسته په افغانستان کې نه وي، او د تورو بدبختو جگړو ساحې وخته تعینې شوې ښکاري، کیدی شي د پاکستان اوضاع ورځ تربلې د سیاسي بحران په وجهې دیته مساعده شي چې پوځ په دوه میاشتو کې دننه د نظام چارې په لاس کې واخلي او د سړې جگړې د وخت په شان په سیمه کې د خپل منځي جگړو په وجهې د لویدیځ د وسلو او باروتو د پلور بازار گرم شي. زموږ پیسۍ باید د برښنا په بندونو جوړولو ولگیږي، نه د پاکستان په زړو وسلو او باروتو اخستو؟

د افغانانو سربیره، په سیمه کې د پاکستان او ایران نوي سلنه عام ولس د پسونو په شان رمې رمې د انقلابونو او کودتاگانو ترشا درول کیږي، خو مدنیت تری اخستل شوې او ورځ تربلې د نړیوال بانک او د نړیوال مالي صندوق پوروړي کیږي. د سیمې اقتصاد چې د افغانانو د ژوند د بهبودئ لمړنی عنصر دی همدا اوس په لوی پور کې ډوب دی. د سرای شهزاده نرخونه د یو راکټ لگیدو سره خته پورته ځي.

په لوی منظر کې وگورئ د منځني ختیځ نه د داعش بوي مخ په خوریدو دی او په ډیورند کې د احرار نارې وهل پیل شوي. دا جگړې ملیاردونه ډالره لگښت لري، پدې وچ خیبر کې پراته افریدي، شینوار، مومند او اورکزي چې د یوې مړې ډوډۍ پیدا کیدو دپاره د پنجاب او کراچۍ په کوڅو کې ریړې کش کوي، موجوده وسله والې ډلې دومره لگښتونه له کومه کوي؟ د څا ویستلو چل ورته نه ښیې، خو د سترو تباه کوونکو بمونو جوړولو چل یې بیا وخته زده وي؟ پلار یې د چرگوړي د حلالولو توان نه درلود، خو زامن یې په سر او سینه باروت تړي او ځان الوزوي؟

دا افغان وژونکې جگړه د میډیا په دیموکراتیکه شعارونو او د حکومتونو د ویندویانو په فرضي تبصرو نه حل کیږي، ددی وینې توئیدنې دپاره لوی ملي اقدام پکار دی او هغه ستا او د ملگري اراده په کار ده.

تاسو د یوې بلې اوږدې جگړې او د یو باثباته خپلواکه سیمې د ترلاسه کولو ترمنځ یوازې څو میاشتې په واټن کې یاست! یوه یې باید خوښه کړئ. جگړه هسی هم تحمیلي ده، خو د ثبات او یو موټې کیدو او مدنیت رامنځ ته کولو دپاره مو د مشر تعنیولو زغم پکار دی، که په هرځای کې یاست، د مجهوله تورتم چې ولسمشر کرزی یې ترننه ولس ته د ویلو توان نلري، ځان وساتۍ او په ښکاره نارې کړئ چې د هیڅ چا پرضد نه یاست، بلکې د خپلې خاورې دپاره ټول قومونه یوشان یاست او په هردواطلب ښه کار کې سهم اخلئ او خپل کور یې گڼئ.

ضرور ندی چې هره مبارزه د سیاسي قدرت ترلاسه کولو په نوم پیل شي. په خپل منځ کې د طالب، مجاهد او کمونیست اصطلاحات ورک کړئ، په خپلې پاکې تقوا او ملي روحیې یو بل ورور وگڼئ او د بهرنیو د تبلغیاتو پرځای د خپل عقل تصمیم نیولو ته رجوع وکړئ. په کلدراې گرځولو وشرمیږئ او د خپلو تولیداتو په رانیولو ویاړ وکړئ. د خرابۍ، درغلۍ، غلا، او بی باکۍ په وخت کې، که په هیڅ قانوني مرجع باور نه لرئ، نو په جومات کې نارې کړئ او عام ولس سره یې شریکه کړئ. پخپله د جومات امام صاحبان دی، د ارواحي او تخیلي بحثونو پرځای د ورځنیو سترو ستونزو په اړه جدي وضاحت او لارښوونې وکړي، د کلي او ناحيې ځوانان دی تعین کړي او یو موټې مدني قوت دی رامنځ ته کړي او هره حکومتي اداره دی د جدي اصلاح دپاره مجبوره کړي.

د پولیس د یونیفورم عزت دی وساتي او د مسولیت په اړه دی جوماتونو کې جدي تبلیغ وشي. د ماشومانو د تعلیم حق دی لومړی وگڼل شي او روغتونونو ته دی اعانه ټوله شي.

خدی دی وکړي چې د بدو ورځو ارزونې غلطې ثابتې شي، خو تر دوه زره شلم کاله پورې د سیمې وضع راته تر ټولو بده بریښي، هیڅ داسی هسته، نهاد، او حاکمیت نه ترسترگو کیږي چې هغوئ دی د مادیاتو او په مصلحت ترلاسه شوی قدرت د لاسه ورکړي او په پاکې ارادې یو متقي خدمتگار ته واک وسپاري!

11 thoughts on “د خپل عقل تصمیم ته رجوع وکړئ!/ سید سلیمان اشنا/ واشنگټن”
  1. اشنا سیب ښکلې لیکنه دې کړې

    دوه ټکو ځواب به زه درکړم د رسنیو خبره خو لومړی له امریکا غږ او بي بي سي څخه پیل کیږي چې د افغانستان جنګ یې تود ساتلی
    د ولسمشر کرزي خبره دې کړې چې ګونګ پاتې شوی دا نه درسره منم د امریکا غږ په خبرو لس وارې په
    سبوت سره درته وایم چې کرزي خپل غږ پورته کړی خو چا یا نه دی اوریدلی یا پرې نه پوهیږي

    دا یو دې بله ورپسې وي چې دا ډرامه امریکا او ناټو ګرمه ساتلی ولی د هغوي نم نه اخلې؟ټولټاکنې خو هم همدې ملګرو ملتو او امریکا در په در کړي

    د سوکاله او اباد افغانستان په هیله

  2. آ شنا صاحب سلام
    موږ د انساني تکليف لپاره څه کړي دى؟ ښه نيت او نېکه اراده د خير او نيکۍ مبدا ده. نېگه اراده او ښه نيت دادى چې انسان خپل تکليف وپېژني او پيروي ېې وکړي تکليف بايد خاص د تکليف لپاره په ځاى کړاى شي ېعني د ګټې او زيان لحاظ پکې نه وي تکليف هغه عمل دى چې د يوې کلي قاعدې د متابعت لپاره وي او يوازې د قانون په احترام اجرا شي
    له بده مرغه هغه دموکراسي چې د افغا نانو لپاره کار ورکوي هغه په افغانستان کې نه شنه کيږي او هغه د بيان ازادي چې د بيان
    خلک ور باندې پوهيږي په عمل کې نه ليدل کيږي
    ډيره بده خبره داده چې د افغا نستان ملي حاکميت، فرهنګ او کلتور، ثقافت او مدني ژوند قدرت تږو، نړيوالو، او په تيره بيا د
    ملګرو ملتو استازي لکه څنګه چې د افغانستان د خلکو کړکېچ د حل لاره ګڼل کيده په رښتينۍ توګه هېڅ نه دې کړي.
    درې لسيزې يو عمر دى او په درې لسيزو کې په سياسي ، اقتصادي او اجتماعي لحاظ ډير ښه کارونه کيدل خو ونه شول چاې دا بيا ډير لوى بحث دى.

  3. اشناصیب په ګوتو دې برکت شه ! ګرانه ما تراوسه چاته داکلمه نه وه ویلې مغروره هم نه یم،ولې خبره داده چې تراوسه مې دچا له خولې داسې څه چې زما دزړه او وجدان خبرې وي نه وې اورېدلې .تاسو داجملې مې دزړه پر سر ولیکل شوې(ضرور ندی چې هره مبارزه د سیاسي قدرت ترلاسه کولو په نوم پیل شي. په خپل منځ کې د طالب، مجاهد او کمونیست اصطلاحات ورک کړئ، په خپلې پاکې تقوا او ملي روحیې یو بل ورور وگڼئ او د بهرنیو د تبلغیاتو پرځای د خپل عقل تصمیم نیولو ته رجوع وکړئ) که خبره کړې یا قدم اخلې هغه دغه ټاپه درباندې لګیږي،ستونزه چېرته ده،ستونزه داده چې بهرنیو رسنیو او تبلیغاتو مو په منځ دبې اتفاقئ تعبیض ا… تخم شېندلی.
    په ټوله کې دقدرمن ورور اشناصیب له نظریې سره موافق یم.او په دې برخه کې ورسره هرقربانۍ ته چمتو یم .

  4. اشناصیب په ګوتو دې برکت شه ! ګرانه ما تراوسه چاته داکلمه نه وه ویلې مغروره هم نه یم،ولې خبره داده چې تراوسه مې دچا له خولې داسې څه چې زما دزړه او وجدان خبرې وي نه وې اورېدلې .تاسو داجملې مې دزړه پر سر ولیکل شوې(ضرور ندی چې هره مبارزه د سیاسي قدرت ترلاسه کولو په نوم پیل شي. په خپل منځ کې د طالب، مجاهد او کمونیست اصطلاحات ورک کړئ، په خپلې پاکې تقوا او ملي روحیې یو بل ورور وگڼئ او د بهرنیو د تبلغیاتو پرځای د خپل عقل تصمیم نیولو ته رجوع وکړئ) که خبره کړې یا قدم اخلې هغه دغه ټاپه درباندې لګیږي،ستونزه چېرته ده،ستونزه داده چې بهرنیو رسنیو او تبلیغاتو مو په منځ کې دبې اتفاقئ تعبیض ا… تخم شېندلی.
    په ټوله کې دقدرمن ورور اشناصیب له نظریې سره موافق یم.او په دې برخه کې ورسره هرقربانۍ ته چمتو یم .

  5. محتم ورور اشنا نورخه نه ليكم صرف وايم جه به قلم د ي بركت شه او خداي وكري جه لو ستونكي بري عمل وكري دا ستا دبوهي او د دانش او سا لمي تربيه خوز قلم او خوزه زبه ده جه وطنوالو ته دي وراندي كره زوندي او موفقه أوسي

  6. آشنا صاحب ځلانده وسئ خدای مو په ګوتو برګت شه الله مو تل روغ رمټ لره، تاسو په رښتیا هم ډیرو حقایقو ته د قلم څوکه خوزولې ده ډیرو مسایلو ته مو په خپله لیکنه کې اشاره کړېده خو دا هم درته وایم چې ډیری ځوانان له اوسنۍ نړیوالې لوبې څخه چې په افغانستان کې روانه ده پوه شوي دي، خو په کلیو او بانډو کې ځېنې ځېنې لا هم د پخوا په څېر د ټوپک او وسلې په فکر کې دي، لاهم په قومي تربګنت کې مصروفه دي. خو له خدای ج څخه هیله کوم چې دغه ځوان نسل دې نور لږ تر لږه له خوبه جګ شي انشا الله نور به هر څه حل شي.ستاسو ا, ټولو ویښو او باتوره ځوانو افغانانو د بریا په هیله.

  7. آشنا صاحب ځلانده وسئ په په ګوتو مو برګت شه الله مو تل روغ رمټ لره، تاسو په رښتیا هم ډیرو حقایقو ته د قلم څوکه خوزولې ده ډیرو مسایلو ته مو په خپله لیکنه کې اشاره کړېده خو دا هم درته وایم چې ډیری ځوانان له اوسنۍ نړیوالې لوبې څخه چې په افغانستان کې روانه ده پوه شوي دي، خو په کلیو او بانډو کې ځېنې ځېنې لا هم د پخوا په څېر د ټوپک او وسلې په فکر کې دي، لاهم په قومي تربګنت کې مصروفه دي. خو له خدای ج څخه هیله کوم چې دغه ځوان نسل دې نور لږ تر لږه له خوبه جګ شي انشا الله نور به هر څه حل شي.ستاسو ا, ټولو ویښو او باتوره ځوانو افغانانو د بریا په هیله.

  8. ا شنا صیب اول سلامونه

    دوهم داچی کاشکی ستا په ډول دغه خارج میشته ځوانان اوبااحساسه ژورنالیستان مویوڅه درلودی ؟ چی دوطن او خپلواکی لپاره خپل په طلا یی ګوتو یی لیکني کولای

    مننه زه نه یواځی بل کی ټول افغان ولس په تاسو فخر کوی

    کله چی تاسو دتلویزون په پرده وینم خوند اخلم؛؛

    مننه

  9. آشنا صاحب ! پر واقعیت ولاړه لیکنه دې دستایلو وړ ده خو پدې بدبخته خلکو کې یې پر چاعملي کوې .ای کاش هرچا دخدای (ج))،رسول اوددې کړېدلي ملت په خاطر د مسوولیت احساس کړی وای .

ځواب ورکول نااشنا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *