تاند- د ملااختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته طالبانو په خپل منځ کې د نفوذي کسانو د موندلو او د منصور د وژل کېدو په اړه تحقیقات پیل کړي دي خو تراوسه کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

د ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د سږ کال په مې میاشت کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشکي کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په وسیله د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته طالبانو یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې په دې باب څېړنه وکړي چې امریکایانو څرنګه د منصور موټر وپېژانده او ایا د طالبانو په منځ کې نفوذي عناصر شته او که نشته.

د ټایمز د راپور پر اساس، طالبانو د خپل نوي مشر د ساتنې لپاره تدابیر خورا سخت کړي ځکه چې دوی فکر کوي چې ممکن په منځ کې یې نفوذي کسان وي.

راپور وايي چې طالبان تراوسه پوري نه دي توانېدلي چې په خپل منځ کې نفوذي عناصر وپېژني. له دې امله دې ډلې خپل مشران د موبایل ټېلفون او نورو دیجټلي وسایلو له کارولو منع کړي دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، ځیني طالبان فکر کوي چې امریکایانو به د ملا اختر محمد منصور موقعیت د نوموړي د موبایل ټېلفون په وسیله معلوم کړی وي.

ټایمز ته طالب سرچینو ویلي چې ملا هبت الله اخوندزاده له انترنیټ سره تماس پرې کړی او له څو ګوته په شمېر همکارانو پرته له بل چا سره نه ویني او نه خبرې کوي.

تر دې پخوا د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د خپل مخکیني مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدا علت له موبایل ټېلفون څخه د نوموړي کار اخیستل بللی و.

One thought on “د خپل مخکیني مشر د وژل کېدو او د نفوذي عناصرو په اړه د طالبانو تحقیقات”
  1. یعنې دا چارپایان تر اوسه په دې نه دي خبر چې وروسته له هغه چې منصور له ایرانیانو او روسانو سره روابط جوړ کړل امریکایان او پنجابیان پرې پوه شول چې نور یې په درد نه خوري، آی ایس آی یې څارنه کوله او سم چې پاکستان ته راستون شو په لاره کې یې معامله ورختمه کړه.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *