تاند- د خیبر پښتونخوا حکومت غواړي چې په خپل ایالت کې د سږ کال تر پایه د افغان کډوالو ټول کمپونه ختم کړي.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو د وزارت یوه چارواکي وویل چې په ټوله صوبه کې به شاوخوا ۹۹ کمپونه وتړل شي.

ده وویل چې د افغان کډوالو د کمپونو د ختمولو لړۍ به له کوچنیو کمپونو پیل شي.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، همداراز وویل چې حاضردمه په ۷۰ کوچنیو او ۲۹ لویو کمپونو کې څه باندې یولکو ۱۴ زره راجستر شوي افغانان اوسي خو په مجموع کې په دغو کمپونو د اوسېدونکو شمېر شپږ لکو ته رسېږي.

مونډا، کبابیان، بهد، خزانه او چکدره هغه کمپونه دي چې په پېښور کې موقعیت لري، دوه نور په نوښار، زړې اکوړې او نوې اکوړې کې دي.

د خیبر پښتونخوا د کو��نیو او قبایلي چارو د وزارت چارواکي وویل چې د کوچنیو کمپونو اوسېدونکي به د څه مودې لپاره لویو ته ولېږدول شي.

په پاکستان کې پر افغان مهاجرو وروسته له دې چې د تېر کال د دسمبر په شپاړسمه د پېښور پر پوځي ښوونځي برید وشو، فشار زیات شو.

په تېرو شپږو میاشتو کې په لسګونو زره افغان کډوال مجبوره شوي چې خپل هیواد ته راشي.

3 thoughts on “د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د افغان کډوالو ټول کمپونه بندوي”
  1. که چیری افغن مهاجرین له پاکستان نه بیرته افغانستان ته را و کډول شی لاندی کټی به افغانستان ته ولری
    اول. بشری قوه د یوه مملکت لپاره د اقتصاد د پراختیا لپاره یوه مهمه منبع ده او له دی منبع نه به زیاته ګټه واخیستل شی
    دوم. اوس ډیر زیات افغان مهاجرین په افغانستان کی کار کوی، پیسی لاس ته راوړی او په پاکستان کی یی مصرفوی نو بلاخره د مالی منابعو تیښته به له افغانستان نه کمه او بیرته به هغه پیسی په افغانستان کی مصرف شی چه په اقتصاد کی به ښه والی راولی
    دریم. زیاد تره هغه افغانان چی په پاکستان کی اوسیږی د یوه کسب خاوندان دی نو دوی به د اقتصادی فعالیت له وجه د افغانستان اقتصاد کی مهم رول ولوبوی.
    څلورم. د سرحد دی غاړی ته او هغی غاړی کی به څه نا څه امنیت هم ښه شی.
    نوری کټی هم لری چه له ویلو نه یی دلته ډډه کول غواړم

  2. بل داچی پنجابیان به نور خرمرګی او جاهلان نه روزی او افغانان به بیرته خپل هیواد کی واقعی اسلامی او افغانی روزنه ترلاسه کړی. خپلو هیواد والو ته د ملا ډیزلی په خوله کمونیسټیان او دهریان نه وایی.

ځواب ورکول کاکړ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *