تاند- د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د دغه ایالت د مرکز پېښور په پوځي ښوونځي کې د سې شنبې د ورځې له خونړۍ حملې وروسته پرون /جمعه/ پرېکړه وکړه چې ټول افغان کډوال دې په یوه میاشت کې له خیبر پښتونخوا څخه وایستل شي.

د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت وروسته له دې له خپلې صوبې په یوه میاشت کې د ټولو افغان کډوالو د ایستلو برېکړه وکړه چې د دوی په وینا څرګنده شوه چې د ارمي پبلک ښوونځي د حملې پلان په افغانستان کې جوړ شوی و.

د سې شنبې په ورځ /دسمبر ۱۶مه/ په پېښور کې د پوځ پر ښوونځي د طالبانو په برید کې نژدې۱۵۰ تنه ووژل شول. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار دا برید د پاکستان لپاره د سپټمبر یوولسمه (۹/۱۱) بللې ده.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت پرون د اعلي وزیر پروېز خټک په مشرۍ د کابینې په ځانګړې غونډه کې فیصله وکړه چې ټول افغان مهاجر به په یوه میاشت کې دننه باسي.

د کابینې غونډه د سپټمبر د شپاړسمې نېټې له حملې وروسته د خیبر پښتونخوا پر حالاتو د غور لپاره بلل شوې وه.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق احمد غني د کابینې له غونډې وروسته رسنیو ته وویل:«که په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات (په امن کې) کېدای شي، په پاکستان کې د دغه هیواد اتباع هم خپل هیواد ته ستنېدای شي.»

د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د کابینې د پرېکړې پر اساس به په لومړي پړاو کې افغان کډوال په یوه میاشت کې له ښاري سیمو وایستل شي، وروسته به ایالتي حکومت بله پرېکړه وکړي.

یو شمېر افغان نظرخاوندان وايي، تر څو چې افغانان په ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړي ډول په پاکستان کې مهاجر وي، تر هغو به افغانستان ارامه ورځ ونه ویني ځکه چې پاکستان تل له مهاجرو افغانانو څخه د افغانستان د ورانولو لپاره د ارزانه او اسانه ځواک په توګه کار اخیستی دی.

17 thoughts on “د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه وکړه چې په یوه میاشت کې افغان کډوال وباسي”
  1. ګرانو لوستونکو!
    وګورﺉ چې زمونږ پاکستاني پښتانه او مسلمانان زمونږ له افغان کډوالو سره په کوم شکل معامله کوي؟ دې ظالمانه او وحشي پریکړې ته وګورﺉ چې پدې سره ژمي کې باید یوازې په یوه میاشت افغان کډوال له ښاري سیمو وایتسل شي. آن که هغوی په ښاري سیمو کې نه وی، داسې فکر وکړﺉ چې په کمپونو کې دي، هغوی به دغه کمپونو ته په کوم ډول تګ را تګ کوي؟ دا ده د خیبر پښتونخوا دغیرتي پختنو دریځ او غیرت چې افغان کډوال پدې شکل سره له خپلې خاورې وباسي …
    الله تعالی دې دغه حرامي او بې عزته پاکستان او هلته شته د پختنو په نامه د پنجاب غلامان هلاک او تباه کړي.

  2. دافغانستان دمحترم ريس صاحب جمهور خخه ديوه افغان طبعه به توكه جه قانوني حق مي دي غوشتنه لرم؟
    داجه دباكستان خبير بشتون خوا صوباءي حكومت دا تهمت زمونز د افغانستان به دولت واردوي جه دماشومانو دسكول خو نري واقعي بلان به افغانستان كي جورشوي لازم بولم.
    ١-جه دباكستان دولت بيخايه تهمتو نه به بل مملكت ونه لكوي.
    ٢-ددي تهمت به هكله بايد شواهد وراندي كري.
    ٣-كه دوي شواهد نه وراندي كوي زمونز رهبري بايد ددي تهمت به مقابل كي ددوي خخه إسنادو مطالبه وكري.
    ٣-ددي بيخايه تهمت به مقابل كي بايدمللمتحد ته شكايت وراندي شي او أعاده دحقوقو وشي.
    ٤-بين المللي تولني بايد به جريان كي واجول شي.
    ٥-داجه دوي دانكليس او أمريكا غلا مان دي أروبا ءي اتحاديه بايد به جريان كي واجول شوي.
    اوبه خرولل او ماهي نيول دباكستان ددولت نني مرض نه دي دا ددوي بلارني ميراث دي بشتو كي يو متل دي:
    خله به ميز مه اموخته كوه ….. به تيز
    دريس جمهور خخه أخرني او جدي احترامانه هيله مي داده جه دباكستان دولت به لأبو شبو ونه غوليزي دا زمون دسر أومال دشمنان دي.

  3. دا پریکړه پاکستان د کینه او بد نیتۍ نه یی کوي حو دا به د افغانستان په خیر تمامه شي. تر ځو چه افغانان په پاکستان کی وی افغانستان سمه ورځ نه شي لیدلای. ورانکاری افغانان خپل بچیان په پاکستان کی خوندي ساتي او ورانکاري په افغانستان کی کوي. چه کله یی فامیلونه افغانستان ته شول بیا ورانکاری نه کوي.

  4. سلام ټولو لوستونکو او د تاند ویب پاڼې مینه والو ته
    د پاکستان دغه پرکړه ته ډیر خوشبین یم او لیرې نده چې د افغانستان په کرني امنیت کې به دپام وړ بدلون راشي.

  5. ډېره پر ځای او مناسبه پرېکړه ده. په افغانستان کې لویه ستونزه د صحت په برخه کې ده. افغان حکومت دې یو نه چې دوه او بلکه درې یا څلور منظم روغتونونه جوړ کړي چې ټولې پرې درې میلیونه ډالر نه لګيږي او هندي ډاکټران دې به کې په کار وګوماري چې هم په لږو پیسو کار کوي او هم پوه دي، درمل دې هم له هند څخه واردوي ځکه د درملو واردول اسان دي. هر هغه افغان چې پاکستان ته ځي باید چې ځای پر ځای تعقیب شي.

  6. دیره شه فیصله ده دافغان حکومت اوملت باید دا ومنی اوعاجل تدابیر اواسانتیاوی دمهاجرینولپاره امده کری دایوازنی لاره دجنگ دختمول ده اوباید نورتحصیل په پاکستان اوایران کی بدون دتحصیلی ویزی چخه بندشی اونوروزارت معارف اوتحصیلات عالی اسناد تحصیلی بدون دتحصیلی ویزی چخه ونه منی دغه دوه وزارتونه همیشه له دی دوهیوادوسره معامله کوی
    خوفکرنه کوم چه پاکستان رشتونی وی او دافیصله عملی کری زکه دا د اس ای دتولو پروگرامونو دفلج کیدو علامه ده

  7. زما په نظر دا یو نیک ګام دی. پاکستان پوهیږی چی دا کار دوی پخپله کړی او طرح هم په پاکستان کې شوی دی خو هغه چا څه ښه ویلی چی زور می نه رسی پر تا مړ به دی پلار کړم. بیچاره مهاجر چی پر خپل وطن پیښور کې مهاجر دی نو ښه ده ورته چی د پلار کور ته راشی. د پنجابیانو څخه خو دا د پلار کور ډیر ښه دی. په دی سره به د پاکستان مردارو پنحابیانو لاسونه هم په ګران هیواد کې د مداخلی د پاره لنډ او یا کم شی… او د تبل شوی سرحده هغه غاړه هم پښتانه په دی پوه شی چی دا ټول کارونه د پنجابیانو دی…..

  8. سلامونه او نیکې هیلې !
    دوستانو دا هم د تاند ورځپاڼې څخه ستاسو د پاره نیوی او تازه معلومات مونږه تل ریښتونې پاتی شوی یو او هغه کسان چې په کوزه پښتونخوا کې د پښتون د یو والې چغې واهې دروغ دی وګوری زه خو وایم چې په دوی باندی دی نوری د کابل دروازی وتړل شې چیرته دی هغه لیکوالان چې کابل ته راشې او د پښتون د یوکیدولو چغې ووهې .
    فضل ولي ولي

  9. د لاندی خبر له مخی چی په تاند کی خپور شوی دی(( د خیبر پښتونخوا حکومت پریکړه وکړه چی په یوه میاشت کی افغان کډوال وباسی))
    دا ټول دورغ دی دوی به په هیڅ وجه افغان کډوال له پاکستان څخه ونه باسی دا ځکه چی همدغه افغان کډوال دی چی د پاکستان بوځ او آی اس آی یی د افغانستان په مقابل کی به څو قسمه یا ډوله اسعمالوی. لکه
    ۱- له همدغه افغان کډوالو څخه آی اس آی د افغانستان په ضد افغانان روزی تر څو یی په افغانستان کی وجنګوی.
    ۲- له همدغه افغان کډوالو څخه پاکستان د افغانستان په مقابل کی د یوه سیاسی فشار په توګه ګټه اخلی دوی عواړی افغان حکومت ته داسی وښی چی که پاکستان افغان مهاجر افغانستان ته ولیږدوی نو دا به افغان جکومت د ستوزو سره مخامخ کړی. چی دا اصلآ هیڅ حقیقت نه لری.
    ۳- د افغان مهاجرو پر سره اوس هم پاکستان د ملل متحد څخه په میلیونونو ډالر تر لاسه کوی پداسی حال کی چی مهاجرو ته هیڅ هم نه ورکوی.
    ۴- د پاکستان د اقتصاد یوه برخه د افغان مهاجرو پر شتون تکیه ده، پدی معنی چی افغان مهاجر د پاکستان اقتصاد ته ډیره ګته رسوی.
    نو د پورته دلایلو له مخی پاکستان به افغان مهاجر هیڅ کله هم له پاکستان څخه ونه باسی.
    زموږ به ګمان د افغان حکومت لپاره پکار ده چی په هر ډول کیږی افغان مهاجر له پاکستان څخه راوباسی تر څو افغانستان وکولای شی چی د پاکستان له خوا دجګړو ، ځانمرګیو،لاس وهنی، او سیاسی فشار څخه خلاص شی.
    نو د افغانستان لپاره تر هر څه مهمه او حیاتی خبره همدغه د مهاجرو ده چی څومره ژر کولای شی افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه کړی.

  10. د پاکستان حکومت چې هر وخت د ډالرو وږی شي نو دغه ډول افواهات له رسنیو خپرېدل پیل کړي. دا هم ډالرو لاسته راوړلو لپاره یوه نوې بهانه ده. د هر افغان پر سر د پاکستان حکومت له نړیوالې ټولنې څخه ډالر اخلي. خېبر چې تش په نامه پښتونخواه ده هیڅکله به هم خپل د ډالرو دغه کاروبار ته د پای ټکی کښېنږدي.
    .
    که چېرته داسې وهم شي نو افغانان دا وړتیا لري چې د هر ډول مشکلاتو سره ښه په مېړانه مقابله وکړي.

  11. پاکستان کې څو ډوله مهاجر میشت دي ـ يو هغه ډله خلک دي چې په توليدي برخو کې کار کوی اود پاکستان زیر بنا غښتلې کوی ، بل هغه افغانان دي چې په تعليمي موسسو کې بوخت او هرکال په مليونو ډالر په بهر کې د خپلو کورنيو څخه اخلي او هلته ېې مصرفوی دا خلک ټول پاکستاني شناخت کارتونه لري بله ډله هره ورځ پاکستاني مصنوعات افغانستان ته راوړي او ـ دوی به هغه افغانان له خپلې خاورې اوباسي چې د غريبۍ له لاسه د شپی ډوډۍ نلري ،او يوځای بل ځای مزدورۍ کوی ـ چې دابه هغوی ته د قيامت له ورځې کم نه وی

  12. الله تعالی ج په خپل پاک او سپیڅلی کلام کی فرمایی چی تاسی ډیر ځله فکر کوی چی په کوم کار کی به ستاسی خیر وی خو ستاسو به هغه کی شر وی او کله به تاسی فکر کوی چی ستاسو شر به پکی وی خو هغه به ستاسو په خیر تمامه شی ، تاسی په خپل خیر او شر نه پوهیږی او الله تعالی په هرڅه پوهیږی.
    که څه هم د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت پرونی پریکړه چی دهغوی د اعلي وزیر پروېز خټک په مشرۍ د کابینې په ځانګړې غونډه کې فیصله کړی چې ټول افغان مهاجر به په یوه میاشت کې دننه له خیبر پښتونخوا نه باسي. مګر ماته نه معلومیږی چی دا پرځای پریکړه دوی عملی کړی. مونږ د کوزی پښتونخوا ورونو له صادقانه او صمیمانه همکاری نه د زړه له کومی مننه کوو چی زمونږ مهاجر ورونه یی په سختو شرایطو کی وساتل او د کار او ژوند زمینه یی ورته برابره کړه.
    افغان مهاجر خوپاکستان ته د استاد سیاف په شان د یوی لنګی غوا حیثیت لری چی هر څومره شیدی تری را لوشی خو نه خلاصیږی. دوی هرکال له ملګرو ملتونو نه په میلیونونو دالر تر لاسه کوی، د همدغو مظلومو مهاجرو بچیانو نه ځانمرګی او خرمرګی افغانستان ته د وژلو او ورانولو او جاسوسی لپاره رالیږی.
    وایی چی داسی شر د پورته شی چی زمونږ خیر پکی وی. د افغانستان دولت د افغان مهاجرو د راستنیدلو لپاره یوه باصلاحیته کمیټه یا کمیسیون جوړ کړی او د هغوی د راستنولو لپاره دی منظم پلان جوړ کړی. هر افغان مهاجر چی له کوم ولایت نه پخوا مهاجر شویدی ، بیرته د همهغه ولایت ته ستون شی او له تورخم ، خوست، سپین بولدک او نورو سرحدی لارو چی دوی رالیږل کیږی تر خپل ولایت پوری د د دولت په امکاناتو ورسول شی. زمونږ هیواد وال به له دوی سره مرسته وکړی او هغوی ته به په خپلوکورونو کی ځای ورکړی او د پسرلی له پیل نه به دوی ته د دولت او ملګرو ملتونو د سازمان په مرسته ښه ښکلی او عصری کورونه جوړ کړی.
    د دوی اولادونه به په ښوونځیو کی شامل کړی او دوی ته به دکار زمینه برابره کړی مونږ به یو څو میاشتی زحمت په ځان قبول کړو خو د ابد لپاره به د شیطان له شرارت نه خلاص شو.
    هر افغان دولتی کارکوونکی د خپله یوه ورځ معاش له مهاجرو سره د مرستی لپاره ورکړی او هر افغان چی له هیواد نه دباندی دی یوه اندازه پیسی به خپلو مظلومو او مجبورو ورونو او خویندو سره مرسته وکړی. نړیواله بشر دوسته ټولنی او سازمانونه به وهڅوو چی زمونږ له هیوادوالو سره بشری او انسانی مرسته وکړی. انشاالله چی هیڅ مشکل به نه پيښږی .

  13. دتاند ګرانو لیکونکو او چلونکوسلامونه وړاندی کوم هیله ده ویی منی
    ‌‌‌‌‌‌ډیرو قدرمنو وروڼو چه څه لیکلی ، ټول یی ښه او په ځای دلوستونکو د څیړنی او پوهوی دلا زیاتی لپاره لیکلی. په دی کی زیاترو وروڼو په پوره ځیرکی اودرایت مسایل روښان کړی دی،خبری که هر څومره ‌‌‌‌‌‌ډیری وی خو سر یی یو وی
    زه غواړم ووایم چه: دا کومه پریکړه چه دپنجابی دغلامانو او تش په نوم دخیبر پښتونخوا داسمبلی له خوا شوی دملل متحد دپناهندګی دمنل شوی قوانینو نه پوره سرغړونه ده چه باید دنړیوالو بشری حقوقو سازمانونه یی محکوم کړی.
    پریکړه دتبعیض او تعصب له مخی دپښتنو او اسلام مبارک دین داحکامو سره په تناقض اوپه غیر موجه ‌‌‌‌‌‌ډول داسنادو اودشهود او اسنادو په غیاب او دبی ګناه او معصومو انساتانو دزورونی او ربړونی په هکله په عجله او تندی کی شوی ،نوځکه مردوده او ددښمنی اوعداوت دخورولوسبب کیدونکی ده.
    په دی عاجلی پریکړه کی اصلی عاملین او دفساد اوفتنی خورونکی چه دپنجاب خونخواره ایس ای ده دپامه غورزول شوی اوحتی ورته براات ورکړل شوی او بی ګناه اومعصوم افغان مهاجر دکوم جرم اوثبوت پرته ، دجرم مرتکبین معرفی شوی ،چه دا دافغانانو اومسلمانو په وړاندی یو غیر اسلامی او دښمنانه عمل دی.
    دپاکستان حکومت چه ځان داسلام او افغانستان دوست معرفی کاوه په پوره ‌‌‌‌‌‌ډول یی خپله اصلی او شیطانی څيره افشاه او ښکاره کړه.
    ددی پریکړی داعلان نه دا ښکاری چه دمهاجرو دملکیت او جایداد اوسرمایی دلوټ اوتالان لپاره د‌‌‌‌‌‌ډیر پخوا تیاری نیول شوی وه،چه باید ټول بشری اوخقوقی سازمانونه پری خبر کړای شی.
    په پای کی دافغانستان دولت باید دخپلو اتباعو دزورولو،سپکولو اوتهدید په وړاندی ټول ملی او بین المللی وجایب او مسولیت ترسره کړی،آودپنجابی او پاکستانی پولیسو غیر اسلامی او قانونی اعمال په کلکه ودروی.
    افغانان به دلوی او مهربان خدای په کمک او نصرت او په خپل منځي یوالی دپنجاب اودهغه تش په نوم پښتونخوایی اسمبلی ټولی دسیسی شن‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډی او رسوا کړی.

  14. ټول افغانان باید د حیرامنډی ملک پریږدی او خلک هیواد ته ستانه شی تر څو چې افغانان په ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړي ډول په پاکستان کې مهاجر وي، تر هغو به افغانستان ارامه ورځ ونه ویني ځکه چې پاکستان تل له مهاجرو افغانانو څخه د افغانستان د ورانولو لپاره د ارزانه او اسانه ځواک په توګه کار اخیستی دی.

  15. ګرانو ورونو سلامونه او نیکې هیلې مې ومنئ الله ج په قران کریم کې فرمایلي دي عسی ان تکرهو شیاء و هو خیرالکم ژباړه: ډیر ځل تاسو یو شی بد ګڼئ خو هغه ستاسو لپاره په خیر او ښه وي. نو د پاکستان څخه په ځانګړي ډول صوبه سرحد څخه د افغانانو راوستل که څه هم ظاهراْ خلکو ته بد ایسی مګر دا به زمونږ افغانانو په خیر وي دا ځکه چې د ورځې په سلهاوو کسان له سرحده افغانستان ته او له افغانستان نه پاکستان ته اوړي او څوک نه پوهیږي چې څوک تروریست دی او څوک یو عادي شخص خو کله چې افغانانان خپل هیواد ته راستانه شي بیا به پ سرحد تګ راتګ محدود شي او د تروریست او عادي شخص تشخیص به آسانه شي او له بله پلوه هغه افغانان چې اوس مهال په پاکستان عرف چټلستان کې اوسیږي او له هغوی څخه د خپل هیواد د ورانولو لپاره ګټه اخیستل کیږي نو هغه ستونزه به هم یو څه نا څه حل شي نو لنډ به ي درته ووایم چې دا کار زمونږ افغانانو په خیر دی خدای مو راوله وطنوالو څو پخپله پاکه خاوره کې په عزت سره ژوند وکړئ او دا د انګیس د غلامانو په چټله خاوره کې ژوند خو تر مرګه هم بد تر دی.

    په درنښت

    نور

  16. دوی اوس بیا په دی بهانه د یو این ایچ سی ار او نړیوالی ټولنی څخه پیسی او امتیازات غواړی

ځواب ورکول عبدالرشید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *