د خیبر پښتونخوا صوبايی جرګه

تاند- د خیبرپښتونخوا صوبايي جرګې (اسمبلۍ) د دوشنبې په ورځ /فبروري ۲۷/ په پنجاب کې د پښتنو د ځورونو خلاف پرېکړه لیک تصویب کړ او د پاکستان له مرکزي او د پنجاب له صوبايي حکومتونو څخه یې وغوښتل چې په پاکستان کې د راسیزم یا توکمپالنې خلاف عملي ګامونه واخلي.

دا پرېکړه لیک یوه ورځ وروسته له دې د پیپلز ګوند د صوبايی اسمبلۍ د غړي حافظ ثناالله له لوري وړاندیز شو چې د عوامي نشنل ګوند مشر اشفندیار ولي خان پنچاب ته د ورته اقدام خبرداری ورکړ.

(د اسفندیار ولي خان د خبرو تفصیل)

په پرېکړه لیک کې په پنجاب صوبه کې د پښتنو له یو مخې نیونې غندل شوي او ویل شوي چې دا ډول اقدامات به د پاکستان د بېلابېلو ټولنو او سیمو ترمنځ درز نور هم زیات کړي.

په پرېکړه لیک کې همداراز ویل شوي چې په پنجاب کې ډېر شمېر پښتانه اوسي، کار وبار کوي او د پنجاب په اقتصاد کې مهم رول لري. خو د دوی له ونډې سره سره د پنجاب د پولیسو له لوري ربړول کېږي او نیول کېږي.

د ښاغلي ثناالله له لوري د پرېکړه لیک تر وړاندې کېدو مخکې د عوامي نشنل ګوند پارلماني مشر او صوبايی غړي سردار حسین بابک په پنجاب کې له پښتنو سره د پولیسو د بد چلن په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د پنجابیانو له لوري یې د پښتنو نیونې وغندلې.

ده وویل، په پنجاب کې توکمپالنه (راسیزم) اوج ته رسېدلې ده.

بابک وویل، پښتانه د تروریزم په خاطر ځورول کېږي خو هیڅوک پښتانه په دې نامه نه شي تورنولی ځکه چې تروریستان او تروریستي دلې په پنجاب کې اوسي خو حکومت له دې سره سره پښتانه ځوروي.

بابک د پاکستان د حکومت او پوځ له لوري د تورخم لارې بندېدا هم وغندله، ويې ویل چې د دې لارې بندېدو د دواړو خواوو پښتنو ته زیان اړولی دی.

One thought on “د خیبر پښتونخوا صوبايی جرګې د پنجاب له لوري د پښتنو ځورونې وغندلې”

ځواب ورکول yahya ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *