طالبانو د روژه ماتې په مهال پر پولیسو حمله وکړه

تاند: کورنیو چارو وزارت د پولیسو د غوښې قرارداد کې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو د فساد په جرم د ۲۲ لوړپوړو کارمندانو او قراردادي حاجي رسا تر نیولو دوه اوونۍ وروسته په ډاګه کړه چې د دوی دوسیه یې لویې څارنوالۍ ته واستوله.
کورنیو چارو وزارت باندې نیوکه وه چې د حاجي رسا او ورسره د نیولیو کسانو په تړاو سیاسي فشارونو سره مخ دی ځکه یې د دوی دوسیه لاس کې نیولې او څارنوالۍ ته یې نه استوي.
خو اوس د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، دا دوسیه بشپړه شوې نه وه او دوی یې په اړه لا زیاتې پلټنې کولې چې بالاخره یې دوسیه د ۴ شنبې په ورځ څارنوالۍ ته وسپارله.
بلخوا نن د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل، د کورنیو چارو وزارت د فساد تر ټولو لویه ۶۰۰ میلیوني دوسیه کې ۱۷ کسان چې ۵ یې د شجاع ابدره شرکت مسوولان دي او دولس یې د یوې ښځې په ګډون د کورنیو چارو وزارت چارواکي دي.
رسولي زیاته کړه، دوسیه کې ښکیل نور کسان هم شته چې ممنوع الخروج دي او د څارنوالي حکم یې په اړه په خپل ځای دی.

2 thoughts on “د داخله وزارت د فساد تر ټولو لویه دوسیه څارنوالۍ ته ولاړه”
  1. ګیدړې ته یې وییلي و شاهد لرې، ویل یې لکۍ مې ده، اوس لوی څارنوالي څوک ده، د فساد د اوږده ځنځیر یوه حلقه ده، پیسې به ترې ډوبۍ کې واخلي دوسیه به غوړپ شي ههههههه

  2. که زموږ د امنیتی قواوو حقوق کاملا ورکړ شی او د غوښی د پیشوګانو او د البسی ، مهماتو او روغنیاتو غلو لاسونه لنډ شی نو د دوی د کار او دفاع مؤثر یت څو چنده لوړیدای شی او دغو غلو ته باید د غلیم د معاون سزا ورکړ شی ځکه همدا دوی دی چی زموږ قوتونه تضعیفوی او وسایل یی په بډه وهی نو د فساد مخنیوی د دولت قوت دی

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *