ما مه کشوی، زه په خپله درسره ځم !
هرچیري، چي تاسي ما بیایاست زه درسره روان یم
زه نه ځغلم او نه هم نارې وهم
د خپل رب العالمین رضاء ته مي غاړه ایښي، چي هرڅه راسره کوي، زه يې منم
زما خدای ټول ژوندي ساکښان د مرګ لپاره پیداکړي دي، نو بیا زه ولي له مرګه وبیریږم؟
که مي نن وخت پوره سوی دی، هیڅوک مي نه سی راګرځولای او که چیري مي ژوند پاته و، نو تاسي مي هم نه سی وژلای .
ما له مشرانو اوریدلي او په کتابونو کي مي لوستي دي، پردې پاکه خاوره زیاتي ککرۍ خاوري سوي دي
دلته زیاتي بې ګناه ځوانۍ د پسرلي د ګلانو په شان رژېدلي دي
دلته د ډیرو پاکو شهیدانو ویني لکه د لاله ګل له خاورو سره خاوری سوي دي
زما ترعمر زیات وخت کیږي، چي زموږ په غاړه کي پردۍ وسلې او پردۍ دښمنۍ رااچول سوي دي، خو زه، ته او هغه بل افغان وروريې قرباني یو.
داد ژرندي وار دی، نن پرما سبا پر تاسي دی
زموږ پرمېنه بل چا د خپلو ګټو لپاره اور بل کړی دی او په دې اور کي هرهغه څوک ژر لولپه کیږي، چي د سبا فکر لري
ځکه دلته د سبا فکر ګناه ده
دلته د ښې راتلونکي لپاره کار، ځان خوړل دي
دلته زده کړه جرم، حق ویل جرم او ویښ افغانان لوی مجرمان دي
خو داحالت داسي نه پاته کیږي
داحالت خامخا مثبت بدلون کوي
دا توره تیاره خامخا روڼ سهار لري
شپه، چي هرڅومره تیاره وي، نو سهار يې هغومره روښانه دی
په کومه ویاله کي، چي اوبه بهیدلي وي، بیابه هم بهیږي
که زه یم او کنه یم، خو یوه ورځ به خامخا پردې خلکو د سهار لمر راخیژي
بیابه دلته د تیارو زامن د لمر له رڼا تښتي او په تورو غارو به ننوزي
داخلک به پرخپل ټاټوبي د خوشحالۍ سا اخلي
او دلته به …
له دې سره يې خبره په ستوني کي وچه سوه
یو ږغ خاموش سو، یوه ځواني ړنګه سوه اود هیواد یوه راتلونکې د دار پر پړي ونڅیده
د یخ ټوله شپه یوځوان د دار پر سر تیره کړه
سهار وختي خلکو ځوان ولیدی، چي د کلي په منځ کي په دار ځړیږي
خلک(ځوانان، هلکان، سپين ږیري او کوچني ماشومان) ورته راټول سول
خو هیڅ چا ږغ ونه کړ، چي دا ولي ؟
د لمر له تودیدو سره راټول سوي خلک یو یو خپلو کورونو ته ستانه سول
د ځوان لمن همداسي باد رپول
هلته پر لیري بام یوې پېغلي راځړول سوي ځوان ته په سرو سترګو کتل او د بې وسۍ اوښکي يې لکه مرغلري په لمن کي تويیدلې .
۰۳ – ۱۲ – ۲۰۱۶
کندهارښار، چوڼۍ
یادونه: دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي) په ۳۸۸ یمه ګڼه کي هم خپور سوی دی
افغان وژنه د الحادی ستالینی ژوو په خبیثو لاسونو چه له ۱۳۵۷ نه شروع او ترویج شوه بیا تنظیمونو د آی-اس- آی سره په ګډه دی وژنی ته تر ننه دوام ورکړ ، بیا بله افغان وژنه د بن د سفیهانه او دنی تړون نه بیا تجدید شوه چه دا وار پدی قتل عام کی د جهادی تنظیمونو خبیثه بقایاوی (، د مجاهدینو او پتمنو او غیرتی افغانانو چه معامله ګر نه وو او اسلامی او افغانی لوړ همت یی چا ته سر نه ټیټوو )، په وړاندی د منطقوی او نړیوالو شراچوونکو تر قومندی او حمایت لاندی د خلکو او وطن د تباهی دسیسه یی پلی کړه چه نن هم اثرات یی پر ملت مشهود دی.
خوزموږ خپل ټول خلک روزنی ،پالنی، ښه ژوند،یووالی ، پرمختګ ، قوت او عزت خاوندان کیدلو حق لری چه دا کار تر ډیره امرا او علما پوری اړه لری چه باید ترسره شی او دا وژل ،تباهی او د دښمنانو ښکار کیدل باید ختم شی ځکه چه زموږ انسانیت او اسلامیت تر سوال لاندی راولی.او اداره مو ضعیفه او حتی له مینځه وړی او هر ضعیف دښمن حملو ته هڅوی ، نو پکار ده چه د انسانی متمدنو ټولنو سره سیالی ته ځان تیار کړو او ددی تیارو کندو نه د انسانیت لوړو څوکو ته پرواز وکړو ، جنګ خو تباهی او جهالت زیاتوی افغان وژنه کمال نه بلکه ورور وژنه ده هغه هم د جاهل ورور په لاس او د مغرض ، بی دینه او جاهل ګاونډی حکامو تر شومو اهدافو لاندی!!! چه ډیره شرموونکی ده او د اسلامی او افغانی عزت سره هیڅکله هم نه جوړیږی