یوبوږنوونکی راپور:

د داعش نه پاتې حرامیانو کمپ په عراق کې د بشریت په تندی تور داغ.

مایا هغه حرمونې نجلۍ ده چې لا دوه کلنه شوې نه ده د ترهګرۍ پاتې شونې ده – د هغې مور او پلار دواړه مړه شوي – او دا به په ژوند کې له هغونه هیڅ په یاد ونلری.

مایا ریښتینی او اسلامی نوم نه دی، د هغې مور او پلار د داعش ځانمرګی بمونه ول چې وچاودیدل.

مایا اوس د عراق په موسل ښار په یوه دارالایتام کې اوسي.

سکینه محمد د(نییف) ښار د میندو او یتیمانو د بنسټ ډایریکتره وایي «هغه له هډوکو او څرمنې نه جوړه یوه ټوټه وه چې موږ وموندله»

د اسلام د مقدس دین په نوم د وحشت دا زوکړه به دوی څرنګه وروزي اوکومې ناخوالې به یې پروړاندې راشي.

سکینه د هغې په هکله وایي«هغه نیکمرغه ده چې موږ وموندله، هغه به هیڅکله د پلار او مور انځور ونه لري.»

د عراق حاجي علی کمپ چې دعراق په شمال کې ودان دی بې شمېره داسې حرامیان پکې اوسي چې میندې او پلرونه یې یا چاودول شوي اویا هم په بندیخانو کې دي.

د لال طارق په نوم د دې کمپ کارکوونکی وایی (دا حرامیان د اسلامي! سرتیرو نه سخت ویریږي اوهڅه کوي چې ځان ورڅخه پټ کړي) .

2 thoughts on “د داعشي حرامیانو برخلیک؟ | عبدالرووف لیوال”
  1. da sanga lekna da da sa di . lag kho di khapal aqal pa kar wacha bya lekana kawa da . har khara ta qalam pa lass warghali da aw lekal kawi di khodi lanat darbandi pa di lekana .

ځواب ورکول عبدالرووف لیوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *