تاند- د افغانستان په ختیځ کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې قوماندان اعلان وکړ چې نور د حافظ سعید مشري نه مني.

حافظ سعید، چې پخوا د پاکستاني طالبانو یو مشر و، ادعا کوي چې د داعش له لوري د خراسان ولایت مشر ټاکلی شوی دی. د داعش په خراسان ولایت کې افغانستان او پاکستان شامل دي.

ښاغلي مسلم دوست د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې لپاره یې د حافظ سعید مشري ISرد کړې چې نوموړی د اسلام او داعش د اصولو خلاف بې ګناه خلک وژني، نیسي او سپکاوی یې کوي.

داعشیانو، چې په ننګرهار کې طالبان پسې اخیستي او یو شمېر سیمې یې لاندې کړي، له خلکو سره خورا وحشیانه چلند کوي. د دوی له لاسه په زرګونو کورنۍ مجبوره شوي چې کور اور پرېږدي او نورو سیمو ته ولېږدي.

مولوي مسلم دوست د افغانستان خاورې ته د حافظ سعید پر راتګ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ده د ننګرهار په کوټ او د شینوارو په نورو ولسوالیو کې د بې ګناه افغانانو په وژلو او نیولو پیل کړی دی.

ده همداراز ویلي:«سعید نامنصفانه حکمونه صادر کړي، ښوونځي بند کړي، له خلکو سره یې بد چلند کړی او داسي نور ناوړه کارونه یې کړي چې هیڅ اصول یې نه شي منلی.»

مسلم دوست وايي:«حافظ سعید دا ټول ناوړه او ناروا کارونه د اسلام په نوم کوي او دا د اسلامي دولت (داعش) د بدنامۍ سبب کېږي. دا زما اسلامي مسوولیت دی چې له ده خپل بیعت بېرته واخلم.»

مسلم دوست په عین حال کې له داعش سره، چې مرکز یې بغداد دی او ابوبکر بغدادي یې مشر دی، پر خپلې وفادارۍ تاکید کړی او ویلي یې دي، تر څو چې په اسلامي دولت کې انحراف ونه ویني، له دې ډلې او اسلامي خلافت سره وفادار پاتې کېږي.

مسلم دوست وايي چې د حافظ سعید پلویان افغانانو ته سپکاوی اړوي او د اسلام او جهاد په نوم یې ځوروي.

5 thoughts on “د داعش افغان قوماندان د دې ډلې د پاکستاني استازي مشري رد کړه”
  1. دغه مسلم دوست خو به چې په پېښور کې د افغان ادبي بهیر غونډو ته راتلو سم د سړي زوی غوندې به ښکارېده، علمي بحثونه به یې کول، انسانیت او اداب او نزاکتونه به یې مراعتول، مېلمه پالنې به یې کولې، لمونځ به یې ورکاوه،‌ دا څه د خدای په قهر اخته شو چې لاړ لاړ او د عراقیانو سپیتوب یې شروع کړ. ما دومره هم اورېدلي ول چې ده په پیښور کې په خپله برنډه کې داسې پرده لګولې وه چې تر اخوا یې د ورور کوټه وه چې ده نه غوښتل د خپل ورور په مېرمنه یې سترګې ولګیږي او نن د دغه بې غیرته او پست انسان د سپیانو له لاسه په زرګونو شینواري او مومند سپک، ورک شول او ووژل شول.‌

  2. داعشیان او طالبان خوارج دی دوی د بی گناه انسانانوخصوصاً دمسلمانانو وینو په تویولو او دالرو ایمان لری

  3. په حقییقت څوک نه پوهیږی ځکه یو وخت ملی امنیت راپور ور کړو چی سعید خان ووژل شو او نن بیرته ژوندی شو؟

  4. لعنت الله علی المناقین !
    د اسلام په جامه کې داسلام او مسلمانانو سره دښمني کومه نوې خبره نه ده . د اسلام د مبارک دین له پیل راهیسې دتاریخ په بېلابېلو دورونو کي اسلام دښمنه عناصروپه یوه او بل نوم د اسلام او مسلمانو سره خپله دښمني او کرکه څرګنده کړې ده . منافقان ،لکه څنګه چې د نفاق غوښتنه ده،تله خپله اصلي بڼه له خپلو دښمنانو پټه ساتي . دوی خپله اصلي کرغېړنه څېره د اسلامي نومونو او تخلصونو د نقاب په وسیلې سره پوښي . تر څو له دې لارې خپل شوم اعمال د خلکو له پامه لېرې وساتي .
    مسلم (دوست ؟) هم د همدغو منافقینو د لړۍ یوه برخه ده چې د مسلمانانو سره ددوستۍ تر نامه لاندې خپل مسلمان ورور، د سیمیزو او نړېوالو څارګرو ادارو په لارښوونه وژني ، بې پته کوي يې او ان له خپل کوره یې تېښتې ته اړباسي . دی د داعش د منفورې ډلې د مخکښو بیعتکوونکو په کتار کې راځي .
    مسلم (دوست ؟) د داعش له مسلم دښمنې ډلې سره په داسې حال کې بیعت وکړ چې دې ډلې لا دمخه په زرګونو بې ګناه مسلمانان په منځني ختیځ کې له تېغه تېرکړي ول . اوس پوښتنه داده چې که مسلم (دوست ؟) رښتینی مسلما ن وای نو ده باید له داعش څخه دخپلو عراقي او سوري مسلمانو ورنو د وینې دفاع کړې وای . خو له بده مرغه، ده نه یوازې دفاع ونکړه، بلکې برعکس ،ددغې ډلې دلا پیاوړتیا په خاطر يې له( حافظ سعید) سره بیعت وکړ .
    مسلم (دوست ؟) او باداران یې باید اوس په دې ښه پوه شي چې ددوی په دا ډول درواغجنو مانورونو باندې اوس افغان اولس نه تېروزي . د افغانانو او په خاصه توګه ځوان افغانانو سر اوس په داسې لوبو باندې ښه خلاص دی . دوی د داعش له مشر ( حافظ سعید) څخه د مسلم (دوست ؟) د بیعت بېرته اخیستلو په مقصد ښه پوه دي . دوی دا کار دداعش درښتینولۍ او حقانیت د توجیه لپاره د مسلم (دوست ؟) د کمپاین ناکامه هڅه بولي . په دې معنا چې نوموړی پوهېږي چې اوس ملت ته د داعش وحشیانه اعمال اواصلي څېره بربنډه شوه . نو هڅه کوي چې په غیر مسقیم ډول دداعش ددغو اعمالوپړه پر یو څو افرادو واچوي ترڅو ملت ته داسې وښايې چې ګواکې داعشیان رېښتیني مسلمانان دي او دوی هیڅکله هغسې ظلمونه نکوي کوم چې په شینوارو او اچین کې تر سره

ځواب ورکول jamal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *