تاند- داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالي کې ۱۲ ښوونځي ویجاړ کړي دي.
د جوزجان دولتي چارواکي او عام خلک وايي چې داعشیانو د ښوونځیو له ویجاړولو وروسته ویلي چې د دوبي له رخصتیو وروسته به د درزآب ولسوالي په ټولو ښوونځیو کې د «اسلامي خلافت» تعلیمي نصاب تطبیق کړي.
د درزآب ولسوال باز محمد داور وايي، د داعش سختدریځو د درزاب د نجونو لېسې ته اور ورته کړ او نور ښوونځي یې په بمونو الوزولي دي.
د درزاب ولسوالۍ ډېرې برخې په وروستیو څو ورځو کې د داعش جګړه مارو نیولي دي.
درزاب د جوزجان ولایت تر ټولو ناامنه ولسوالي ګڼل کېږي.
دا ولسوالي ټولټال ۴۷ ښوونځي لري چې شاوخوا ۲۰ زره هلکان او نجونې پکې درس وايي.
په تېرو ۱۶ کلونو کې وسله والو طالبانو د افغانستان په جنوب کې په سلګونو ښوونځي ویجاړ کړل او په سلګونو نور یې بند کړل خو د هیواد شمالي ولایتونه د زده کړو د دښمنانو له افته خوندي ول. دغو ولایتونو ته د داعش د سختدریځو د فعالیت له خپرېدو سره ښوونځي له جدي خطر سره مخامخ شوي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي چې د داعش اکثره غړي د منځنۍ اسیا، چیچنیا او نورو هیوادونو هغه اتباع دي چې پخوا په وزیرستان کې مېشت ول او د افغان طالبانو په ننګه یې جګړه کوله.
داعشی تعلیمی نصاب به خټه هماغه اشراری نصاب دی چی سی ای ای اشرارو لپاره ډیزان کړی و، خو یوڅه بازسازی شوی به وی.اشراری نصاب افغان ماشومانو ته تر ډیره د جنایت آیده لوژی تدریس کوله(ماما ته پنجاب بابا ټوپک ورکړی او په افغانستان کی د سی ای ای د رضا لپاره جهاد«جنایت» کوی او….) خو داعشی نصاب عملی ټریننګ هم لری چی سر څنګه باید غوڅ شی،په کوم ډول چاړه، څنګه چاړه لاس کی ونیول شی، کوم ایت و حدیث پکی وویل شی، ښوونځی څنګه وران کړای شی….