تاند- په ننګرهار کې چارواکو نن /شنبه/ وویل چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۵ تنه په یوه جومات کې ووژل شول.

د اچین ولسوال حاجي غالب وویل، د داعش د وسله والې سخنتدریځې ډلې غړیو پرون /جمعه/ ماښام مهال د پندولۍ په سیمه کې پر یوه جومات راکټ وویشت چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۵ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول.

ولسوال ښاغلی غالب وايي چې داعشیانو د امنیتي ځواکونو د اډې لور ته ۶ راکټونو وویشتل چې یو یې پر جومات ولګېد.

اچین او د ننګرهار یو شمېر نورې ولسوالۍ د داعش د فعالیت پر مرکز بدلې شوي دي.

داعش د ننګرهار د شینوارو په ولسوالیو کې طالبان هم پسې اخیستي او له خلکو سره خورا بې رحمانه چلند کوي چې له کبله یې په سلګونو کورنۍ اړ شوي څو کور- اور پرېږدي.

افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د داعش پر ضد عملیات پیل کړي خو لا یې هم دا ډله له سیمې څخه نه ده شړلې.

One thought on “د داعش د غړیو راکټي برید په یوه جومات کې ۵ تنه ووژل”
  1. د شینوارو دهسکی مینی په ولسوالۍ کی د داعش ضد عملیاتو نتیجی د یو معمی شکل غوره کړیدی، حتی ځینی وخت د امنیتی قواو د نا تماموعملیاتو څخه سړي ته داپه زړه کی وګرزي چی، حکومت قصدا نه غواړی چی داعش د منطقی څخه وشړل شي ، ځکه چی امنتي قواوی ددشمن دځپلو په نیت لاړی شی، یوڅو فیرونه وکړي ، هوای قواوو بی ګناه ملکي خلکوته تلفات واړوي، د مقابل دشمن غصه را وپاروی او بیرته جلال آباد ته واپس شي ، حتی دنرۍ او بو قریه چی همیش داعشانو څخه ډکه وي او دجلال آباد په ۲۰ کلومترۍ کی موقعیت لري ، امنیتي ځواکونه ورڅخه تیریږي هسکی مینی ولسوالۍ ته ځی او د نرۍ اوبو قریی ته چی په لاره کی پرته ده نه راګرزي،نه پوهیږم چی ولی،دا څووم کرت دی چی ناکام او ناتکمیل عملیات ترسره کیږي، او د والي صاحب ویاند په راډیوګانو کی اعلان کوی چی فلان او فلان ډاګونه د دداعش د موجودیت څخه پاک شول.متاسفانه که په نورو ولایتونو کی هم دهسکی مینی دعملیاتو په څیر، عملیات صورت نیسي ، نو وطنوال دی د ارآم ژوند امیدونه د زړونو څخه بالکل ډیلیټ کړ او بس
    .

ځواب ورکول استاد ګل نبي صادق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *