تاند- امریکايي چارواکي وايي چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي، چې ځان یې د مسلمانانو خلیفه اعلان کړی دی، پر یوې اسیرې امریکايي خیریه کارکوونکې جنسي تېری کاوه.

کایلا مولر په ۲۰۱۳ م کال د سوریې په حلب ښار کې په داسي حال کې چې له بې پولې ډاکترانو سره په مرستندویو چارو بوخته وه، د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې له لوري ونیول شوه او یو کال پخوا ووژل شوه.

داعش هماغه مهال وویل چې مولر پر هغه ودانۍ چې دا پکې ساتل کېده، د اردني الوتکو د بمبارۍ په نتیجه کې ووژل شوا خو امریکا د داعش ادعا ونه منله.

امریکايي چارواکو اې بي سي تلویزیون ته ویلي چې د داعش مشر البغدادي پر شپږ ویشت کلنې مولر پر له پسې جنسي تېري کړي دي.

د مولر مور و پلار کارل او مارشا مولر اې بي سي تلویزیون ته ویلي چې دوی ته د جون په میاشت کې ویل شوي و چې لور یې شکنجه شوې او د داعش مشر البغدادي پرې جنسي تېري کړي دي.

د امریکا امنیتي چارواکي وايي چې البغدادي په خپله دا مرستندویه د خپل یوه نژدې همکار، چې ابوسیاف نومېده، کور ته وړې وه.

ابوسیاف، چې د داعش د تېلو د عوایدو مسوول و، د مې په میاشت کې په سوریه کې د امریکا د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو.

د اې بي سي د راپور پر اساس البغدادي بیا بیا د ابوسیاف کور ته تګ راتګ کاوه او همالته یې پر مولر جنسی تېری کاوه.

د امریکا امنیتي چارواکي وايي چې دا معلومات یې د نورو سرچینو ترڅنګ له دوو یزدي نجونو څخه ترلاسه کړي دي.

یزدیان هغه غیرمسلمانان دي چې داعش یې په اړه فتوا صادره کړې چې د نارینه یې باید یا ووزل شي یا مرییان شي او ښځې یې مینځې (کنیزې) شي.

دا دوې کم عمره نجونې د ابوسیاف په کور کې د مینځو په توګه ساتل کېدې او جنسي استفاده ورڅخه کېده.

امریکايي کومانډو ځواکونو د سږکال په مې میاشت کې ابوسیاف په خپل کور کې ژوندی ونیوه او دوې اوونۍ مخکې یې د کوردستان کورواک حکومت ته وسپاره.

5 thoughts on “د داعش مشر پر یوې اسیرې ښځې جنسي تېری کاوه”
  1. البغدادی الحرامی شاید دپاکستان دمسلمانانو مشر وی ,, نور مسلمان هیوادونه هغه ته دقاتل فاسد او مفعل انسان په سترګه ګوری.

  2. دتاند درنو چلوونکو!
    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    د دې خبر اوومه برخه مو له له دولسمې برخې سره په ښکار ټکر کې ده، مهرباني وکړئ یوځل مو دا خبر له سره وګورئ

  3. ډیر زیات افسوس کوم چې تاسو د یو امریکائ کافر خبره منی؟او دی مونږ ته د جنس خبره کوی! او پاتې شوه د کافري ښځې د وينځی نیولو خبره دا په اسلام کې شته ورشي اسلامي کتابونه وګورئ.

  4. امریکا دروغجنه ، دوه مخی اودبشری حقونولوی ناقض په ټوله دنیا کی دی . ولی امریکا هغه فجایع ، وحشت اوغیرانسانی اوبشری ضدجنایتونه چی په افغانستان اوعراق کی پخپله ترسره کړیدی ولی دهغو څخه پرده نه پورته کوی .

  5. دا سمه خبره ده چی امریکا په افغانستان او نوره نړی ډیر بد کارونه وکړل خو دغو ډلو د اسلام په نامه داسی څه وکړل چی هغه د یو مسلمان کار ندی لکه سوریایانو له قوله دوی(داهش)په سوریه کی د ښځو د خرڅلاو بازار لری.ایا دا اسلامی کړنه ده؟

ځواب ورکول عبدالمنان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *